فوځي قوماندانانو ته د عمر بن الخطاب مهم وصيتونه

د حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه وصيتونه خپلو نظامي قوماندانو ته !

عمر بن الخطاب رضی الله عنه سعد بن وقاص او د هغه فوځيانو ته وليکل چې : زه تا ته او ستا فوځيانو ته په هر حال کې د الله (جل جلا له) په تقوی باندې سپارښتنه کوم او په هغه باندې تاسې ته حکم کوم ، ځکه په رښتيا چې د الله تعالی تقوی د دوښمن پر وړاندې غوره اسلحه او قوي جنګي تدبير دی .

سعد بن وقاص ! زه تاته او ستا فوځيانو ته سپارښتنه کوم چې له ګناهونو څخه پرهيز وکړئ تر څو د دوښمن له خطر نه په امن وئ .

زمونږ او دوښمن تر مينځ دا فرق دی چې مونږ پر حق ولاړ يو هغه پر باطل او مونږ نافرماني او ګناهونه نه کوو هغوی نافرماني او ګناهونه کوي .

همدا وجه ده چې الله (جل جلا له) د متقيانو سره وي که نه مونږ د دوښمن په مقابل کې کمزوري يو ځکه د هغوی په نسبت زمونږ شمير کم او جنګي وسايل مو کمزوري دي .

خو کچيرې د هغوی سره په نافرمانۍ او ګناهونو کې مساوي شو نو د هغوی قوت او قدرت تر مونږ زيات دی یقيني خبره ده چې هغوی به پر مونږ باندې مسلط شي .

که په فضيلت باندې پر هغوی کامياب نشو پر قوت او زور پر هغوی باندې کاميابي نشو حاصولی .

پوه شئ چې پر تاسې د الله جل جلا له د جانبه مامورين مقرر دي او ستاسې اعمال څاري چې څه کوئ او دا به ډير شرم وي چې د الله جل جلا له په لار کې جنګيږئ او نافرماني کوئ او دا و نه وايئ چې زمونږ دوښمن تر مونږ بدتره دی هغه به پر مونږ کامياب نشي ځکه چې همداسې قومونه تير شوي چې پر هغوی بدتره نازل کړ شوي دي لکه بنی اسرائيل چې کله هغوی د خدای تعالی نافرماني پيل کړه نو د الله (جل جلا له)  قهر ورباندې نازل شو مجوسي کافران يې ورباندې مسلط کړل او د هغوی پر ځمکه کې يې فساد ، وژل او ورانۍ شروع کړ ل.

له الله (جل جلا له)  مدد وغواړی چې پر نفس مو کامياب شئ تر څو پر دوښمنانو کامياب شئ زه د ځان او ستاسې د پاره د الله (جل جلا له) نه همدا غوښته لرم .

په لاره کې د تګ پر مهال پر مسلمانانو مهربان اوسه او په هغوی باندې سختي مه کوه ، هغوی مه ستړي کوه او د سفر پر مهال د هغوی د پاره د استراحت ځای اماده کوه ، داسې نه چې سفر يې قوت او انرژي له مينځه يوسي ځکه ستا فوځيان د داسې دوښمن په لورې روان دي چې هغوی مقيم دي او د خپل ځان او مال څخه حمايت کوي ، په هره اونۍ کې هغوی ته يوه شپه او ورځ استراحت ورکوه ، تر څو هغوی خپله ستړيا لري او تازه تفسه شي ، خپل مراکز او جنګي قطعي مو په داسې مناطقو کې ځای پر ځای کړئ چې هلته اهل ذمه او اهل صلح  وي ، او خپلو فوځيانو ته مو اجازه مه ورکوئ چې د هغوی کليو او کورونو ته ننوځي ، او د اهل صلح او اهل ذمه پر غاړه څه مه اچوي ، د هغوی سره په کړي تعهد وفا کوئ او د هغوی سره خير او نيکي کوئ .

کله مو چې د دوښمن پر ځمکه قدم کېښود د هغوی طرف ته خپل جاسوسان وليږه او د دوښمن له حال څخه ځان خبر کړه .

کله چې د دوښمن منطقو ته نږدې شوئ کتونکي وګوماره تر څو د دوښمن په ساحو کې نفوذ وکړي د هغوی د استخدام او منافعو لارې قطع کړي او خپلو بېړيو د پاره اعتباري شجاع کسان وټاکه او د هغوی د پاره غوره او چابک سامام برابر کړه ، تر څو پر دوښمن باندې د حملي پر مهال هغوی ستاسې تدبر او قوت درک کړي .پر جهادي ګروپونو داسې کسان وګماره چې شجاعت ولري ښه تجربه او سابقه ولري د هوی او هوس کسان مه ګماره . خپلې بېړۍ او نظامي ګروپونه داسې ساحو ته او طرفونو ته مه لېږه  چې د دوښمن تر غلبي لاندې راشي .

کله مو چې چې پر دوښمن حمله کوله د لري څخه خپلې بړۍ او خپل ټول نظامي ګروپونه دې خپل طرف ته ټول کړه ، ښه ځانونه اماده کړئ د جنګ په شروع کې بيړه مه کوئ تر څو تاسې ته د دوښمن اسرار او د ضعف ټکي څرګند شي او د دوښمن د مراکزو کشف د احوالو معلومول به پوره په لاس درشي نو بيا که دوښمن هر اقدام وکړي ته به د هغه لپاره په مثل مقابله کوې ، نو پر خپلو فوځيانو فکر کوه ، ويښ اوسه ، هوښيار اوسه ، ګوره چې د شپې مو خوب يونسي او هر بندي چې عهد او پيمان مات کړ د هغه سر ورباندې کټ کړه تر څو د الله او ستا دوښمان ووېريږي .

پر دوښمن باندې ستا کاميابي او ستا د فوځ کاميابي د الله تعالی په لاس کې ده ، ستا ناصر او مدد ګار به الله (جل جلا له)  وي .

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په يو بل فرمان کې د خپل خلافت په دور کې خپلو امراؤ او واليانو داسې وليکل :

 : [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد، ]

(تر ټولو مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او چا چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي ).

فقه السنه

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً