د جهادي قوماندان واجبات د هغه د فوځيانو پر وړاندې په لاندې ډول دی :
۱- د خپلو فوځيانو سره به مشوره کوي او د يوې موضوع په اړه به د هغوی څخه نظرونه اخلي او پخپله رايه به کلک نه دريږي ، لقوله سبحانه وتعالی :
وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران ۱۵۹ ) .
(او په کارونو کې له دوی سره مشوره وکړه او کله چې ټينګه اراده وکړې نو پر الله توکل وکړه ، په رښتيا چې الله توکل کوونکي خوښوي ) .
ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په اندازه مې بل څوک نه دی ليدلی چې له خپلو يارانو سره دې مشوره کړي وي (رواه احمد ) .
۲- قوماندان به له خپلو فوځيانو سره مهربانه رويه او ښه سلوک کوي ،
معقل بن سيار روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : ما من أمير يلي أمور المسلمين، ثم لا يجتهد لهم، ولا ينصح لهم، إلالم يدخل الجنة ( څوک چې د مسلمانانو امير جوړ شي او د هغوی د پاره کوښښ ونه کړي او هغوی ته نصيحت ونه کړي يعنې خپله خير ښېګڼه له هغوی څخه وسپموي هغه به جنت ته داخل نشي .) ( رواه المسلم )
همدارنګه فرمايي : مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَيَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لَهُمْ إِلاَّ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ. (بخارى:7151)
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر مشر يا قوماندان چې د مسلمانانو د يوې ډلې مسئوليت په غاړه واخلي او په داسې حال کې مړ شي چې د هغوی سره يې خيانت کړی وي الله تعالی په هغه باندې جنت حرام ګرځوي .
۳- قوماندان به خپلو فوځيانو ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي:
ځکه چې دی ددغه فوځيانو پر وړاندې مسئول دی ، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول دی چې :كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ (البخاری ۸۵۳ ) .
يعنی : هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دی
٤-قوماندان به سهار او بيګا خپل فوځيان چک کوي او د هغوی د احوالو څخه به ځان خبروي ، د هغوی د جنګي وسائلو او جنګي مهارت څخه به ځان خبروي ، هغه کسان چې جنګي صلاحيت نه لري يا په فوځيانو کې وېره تردد ، او د جنګ د ترک کولو تبليغات خپروي او يا هم د جنګ راز نشي ساتلای له خپل صف څخه لري کړي .
۵- خپلو فوځيانو ته د وظائفو مشخصول .
۶- خپلې نښې يا بيرغونه به پر خپلو لاسونو بندوي .
۷- د ځان د پاره غوره مرکز يا قرارګاه ټاکل او د هغه په شان حفاظت کول .
۸- د دوښمن د حال او احوالو معلومولو د پاره د جاسوسانو استخدام ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو څخه يو دا ؤ چې : کله به يې د جنګ اراده لرله د هغه ځای نوم به يې نه اخيستو بلکي د بل ځای نوم به يې اخيست يعنې کله به يې چې د جنګ د پاره اراده کوله د هغه ځای نوم نه بلکه د بل ځای نوم په يې اخيست چې مونږ هغه ځای ته ځو د جنګ د ساحي نوم به يې نه اخيست .
او د دوښمن طرف ته به يې جوسوسان ليږل تر څو د هغوی حال معلوم کړي ، او خپل فوځيان به يې ترتيب او منظمول او خپلې نښې يا بيرغونه به يې تړل .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم وصيتونه خپلو قوماندانو ته !
ابو موسی اشعری وايي جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به کله له خپلو يارانو څخه څوک د کوم کار د پاره ليږل نو داسې به يې ورته فرمايل : «يسروا ولا تعسروا، وبشروا و لاتنفروا:
(آساني راولی ، سختي مه کوئ ، زېرې ورکوئ او متنفرول مه کوئ)
او ابو موسی اشعری وايي چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم زه او معاذ يمن ته ليږلو نو داسې يې را ته وفرمايل : يسروا ولاتعسروا، وبشروا ولا تنفروا، وتطاوعا، ولا تختلفا :
( آساني راولی ، سختي مه کوئ ، زېرې ورکوئ او متنفرول مه کوئ ، يو د بله متحد شئ او اختلاف مه کوئ )
دواړه روايتونه شيخينو نقل کړي دي .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:” انطلقوا باسم الله، وبالله، وعلى ملة رسول الله، ولا تقتلوا شيخا فانيا ولا طفلا صغيرا، ولا امرأة ، ولا تغلوا، وضموا غنائمكم، وأصلحوا، وأحسنوا إن الله يحب المحسنين “
( لاړ شی د الله تعالی په نوم ، د الله تعالی سره او د رسول الله په دين ،د کار نه غورځېدلي بوډا خلک مه وژنئ ، مګر دا چې په جنګ يې شرکت کړی وي يا يې د جنګ د پاره مشوره ورکړي وي او ماشومان او ښځې مه وژنئ مګر هغه ښځې ووژنئ چې په جنګ کې يې شرکت کړی وي .
په غنايمو کې غلا او جنانت مه کوئ ، عنايم ټول کړئ او اصلاح او احسان وکړئ ، يقيناً چې الله تعالی نيکوکاره خلک خوښوي ).
فقه السنه
ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود
يجب عليك تسجيل الدخول لاضافة تعليق.