۱- دعفت اوعصمت ساتنه :
د اسلام په نزد باندې د نکاح د ټولو نه لوی مقصد د انسان د هغه فطري پاکدامنۍ او پرده دارۍ حفاظت کول دي کوم چه په هر انسان کې که نر وي او که ښځه په فطری ډول موجود وي .
د همدې هدف د حفاظت لپاره اسلام زنا او د هغه اړوند ټول اسباب لکه بې حجابي ،بې حيايي ،د بې شرمۍ خبری او د نامحرم سره ګډون کول حرام ګرځولي دي .
سړی او ښځه يې دواړه مجبور کړي چه هغوی دواړه دې د يوې داسې رابطې په ذريعه سره خپل فطري تعلق قائم کړي چه د هغې په ذريعه سره د هغوی عصمت د زيانمن کيدو پرځای محفوظ شي .
قوله تعالی :[فأانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلاَ مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ] (النساء ۲۵ ).
ژباړه : تاسې د دوی د ذمه دارو مشرانو په اجازت سره د دوی سره نکاح کوئ او د طاقت مطابق د دوی مهر ادا کوئ هغه دې پابندې شوې او پاکدامنه اوسيږي – په ښکاره يا پټه سره دی شهوت راني نه کوي .
۲- الفت اومحبت :
د نکاح دوهم هدف د خاوند او بی بی تر مينځ محبت دی داسې نه چه د ښځی او ميړه تعلق صرف د نفساني خواهش پوره کولو لپاره وي بلکی دا تعلق د دوی د محبت او دوستۍ يو مظبوط بنياد ثابت شي چه ددې پواسطه سره د دواړو آرام او خوشحالي حاصله شي او د يو او بل تسل وګرځي دا لومړی بنسټ دی چه ورسته به همدا خاوند اوښځه مور او پلار ګرځي او د اولادونو روزنه به کوي .
قوله سبحانه و تعالی :[وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً] (الروم ۲۱ )
ژباړه: او د هغه به نښو کې يوه دا هم ده چه هغه ستاسو د جنس نه ستاسو جوړې پيدا کړې د پاره ددې چه تاسې د هغې سره آرام حاصل کړئ او هغه ستاسو په مينځ کښی الفت اومحبت پيدا کړي .
او فرمايي :[هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ] (البقره ۱۸۷ ).
ژباړه : هغه ستاسو لپاره جامه ده او تاسې د هغوی د پاره .
۳- د الله تعالی د حدودو قيام :
د نکاح دريم هدف دا دی چه دا تعلق د خدای تعالی د مقرر کړو حدودو د قائم ساتلو سبب جوړ شي .
[أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ] (البقره ۲۳۰ )
يعنې: چه دا دواړه د الله تعالی حدود قائم وساتلی شي .
د نکاح او طلاقو د احکامو بيانولو نه پس ويل شوي دي :وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (البقره ۲۲۹ )
ژباړه: کوم خلک چه د الله تعالی د قائم کړو حدودو نه تجاوز وکړی دغه ظالمان دي .
ددی وجه نه د مسلمانانو نکاح د کافرانو سره حرام ګرځول شوي ده چه د کافرانو نه د الله تعالی د حدودو د قائم ساتلو توقع نشي کيدای .
لکه څنګه چه د مشرک او مشرکی سره نکاح کول حرام دي د شريعت د حکم له مخې که څه هم چه تاسو ته ښه ښکاري خو بيا هم د دوی سره نکاح مه کوي ځکه چه :
[أُوْلَـئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ] (البقره ۲۲۱ ).
ژباړه: دا خلک تاسې د دوزخ طرف ته بولي او خدای پاک پخپل حکم سره تاسې د جنت او بښنې طرف ته بولي .
۴- څلورم نسب :
د نکاح څلورم هدف دا دی تر څو ټولنې ته پاک او معلوم نسل وړاندې کړي .
Hi! I just want to tell you that I found this blog really useful to me. I will visit this blog regularly to read more. Thanks.
Hello! Just want you to know that I really found this website really helpful to me. I will come back to this blog more often to read more. Thanks.