سلطان صلاح الدين ايوبي د اسلامي امت اتل قوماندان (لومړی برخه )

سلطان صلاح الدين ايوبي (532-589 هجري )

صلاح الدين يوسف بن ايوب چې د ايوبيانو د حکومت مؤسس وو د مصر ، شام ، عراق ، يمن ، حجاز  مناطق يې د حکومت تر تسلط لاندې وو ، قدرت تر رسيدو مخکي په دمشق کې د صلاح الدين لقب ورکړ شو او په مصر د «الملک الناصر» لقب ورکړ شو هغه و توانيد چې د بين المقدس په شمول زيات ښارونو د صليبيانو څخه آزاد کړي همدا وجه وه چې د صلاح الدين ايوبي اسلامي فتوحاتو اروپا ولړزوله د صليبيانو د دريم جنګ عامل شو چې فرانسې ، انګليستان او جرمني د ده د مقابلې د پاره ستر لښکر چمتو کړ .

د صلاح الدين ايوبي نسب :

د ايوبيانو نسب د ايوب چې د شادي ځوی او هغه د مروان ځوی چې د «دوین» ښار چې اوس ارمنستان بلل کيږي رسيږي چې په غالب ګمان د کرديانو له نسل څخه دی .

د صلاح الدين ايوبي زږيدنه ، تعليم او تربيه :

صلاح الدين ايوبي په کال د 532 هجری (1138 میلادي) د عراق د تکريت په ښار کې وزږيد .

د هغه کورنۍ د ده د پيدا کيدو په شپه عراق ترک او د موصل ښار ته وکوچيدل ، يو کال وروسته له هغه ښار څخه بعلبک چې په اوسني لبنان کې موقيعت لري ميشت شول او پلار يې هلته حاکم مقرر شو .

د صلاح الدين ماشومتوب په همدې ښار کې تير شو ، لومړی زده کړې په همدې ښار کې تر سره کړې ، قرآنکريم يې حفظ کړ ، حديث ، فقه ، لغت او تاريخ يې ولوستل ، د سورلی او مبارزې فن يې زده کړ .

د ځواني په پيل کې حلب ( چې په اوسنی سوريه کې موقيعت لري ) لاړ او هلته د خپل کاکا سره چې د «نورالدین محمود» له قوماندانو څخه وو يو ځای شو «نورالدین محمود» هغه وخت د حلب او دمشق حاکم وو .

د صلاح الدين ايوبي د فعاليت او کار پيل :

په هغه وخت کې مصر د «عاضد» چې فاطمي خاندان له خلفاؤ څخه وو تر سلطنت لاندې وو چې مصر له سختو شرايطو سره مخ وو ځکه ددې سلطنت دوو خليفه ګانو «شاور» او «ضرغام» د مصر د وزارت پر سر پخپل مينځ کې په جګړه بوخت وو چې مصر يې له سختو مشکلاتو سره مخ کړی وو .

بلاخره ضرغام مصر تر خپلې ولکې لاندې راوست او شاور يې له مصر څخه ويستلو ، شاور په کال د 558 هجري د نورالدين د کومک غوښتلو په موخه دمشق ته لاړ .

نورالدين د دوو اهدافو د پاره اسدالدين شير کوه له شاور سره يو ځای مصر ته وليږلو ، لومړې دا چې د شاور مرسته وکړې ، دوهم دا چې د مصر له اوضاع څخه خبر شي ، ځکه ده اوريدلي وو چې د مصر اوضاع کاملاً خرابه ده او په مصر کې فاطمي حکومت له ضعف سره مخ دی ، صلاح الدين که هم مصر ته تګ يې نه خوښولو خو کاکا يې هغه له خپل فوځ سره ملګری کړ .

هغوی په کال د 559 جمادي الاول کې مصر ته داخل شول او د همدې کال د رجب په مياشت کې يې مصر لاندې کړ . د ضرغام له وژلو او د شاور د دوهم ځل قدرت ته رسیدو وروسته شاور له اسدالدين سره خيانت وکړ له اروپايانو څخه يې مرسته وغوښته . فرنګيانو نورالدين په بلبيس کې محاصره کړ او هغه د لښکر د کمود له امله له مصر څخه په شا تګ ته مجبور شو .

نورالدين او اسدالدين چې د فرنګيانو سره د شاور په پټو ارتباطاتو خبر شول نو دوی ووېريدل چې هسې نه مصر او نور اسلامي مناطق د فرنګيانو لاس ته ولويږي نو ځکه يې د اسدالدين په مشری لوی فوځ چمتو او صلاح الدين سره يو ځای يې پر مصر حمله وکړه ، فرنګيان ، شاور او نور مصريان د نورالدين پر وړاندې يو لاس شول او ستره جګړه را مينځته شوه .

څه وخت وروسته يې له اسدالدين سره صلح وکړه ، اسدالدين بيرته دمشق ته لاړ لکن د اسدالدين په غيابت کې فرنګيانو يو ځل بيا پر مصر حمله وکړه ، نورالدين او اسدالدين بيا خپل لښکري چمتو کړې ، شاور چې کله پوه شو چې اروپايان وځي نو له اسدالدين څخه يې کومک وغوښتلو ، او ارويايان چې کله پوه شول چې شاميان او مصريان سره يو لاس شول نو له حملې کولو يې صرف نظر وکړ او بيرته په شا شول .

اسدالدين په مصر کې ميشت شو او دی پوهيده چې شاور هر لحظه په دې فکر کې دی چې څنګه خيانت وکړي نو ځکه يې شاور له صحنې لري او خپله د ربيع الاول په 17 په کال د 564 يې د مصر وزارت په خپل واک کې راوستلو ، وروسته په همغه کال د جمادی الثانی په 22 تاريخ وفات شو .

د مصر وزارت :

د اسدالدين د وفات وروسته ، صلاح الدين د مصر د وزارت مقام تر لاسه کړ ، په پيل کې څه نارامۍ موجودي وې چې د فاطمي خلفاؤ صلاح الدين ته مکمل واک نه وو سپارلی مګر صلاح الدين څه وخت وروسته په پوره تدبر سره د مصر مکمل واک لاس ته راوړ .

په مصر باندې حکومت :

د عاضد د مرګ وروسته چې د فاطمي خلفاؤ وروستی خليفه وو ، په مصر کې د عبيديان خلافت پای ته ورسيد او صلاح الدين ايوبي د نورالدين د نماينده په توګه د مصر حاکم شو .

صلاح الدين ايوبي د مصر اقتصاد ورغولو او د پخواني نظام عناصر يې لري کړل او فوځ يې دوباره تشکيل کړ ، هغه د خپل پلار وصيت عملي کړ چې له نورالدين سره به هيڅ اختلاف نه کوې د نورالدين تر وفات پورې د هغه تر بيرغ لاندې وو .

د ايوبيانو حکومت :

کله چې نورالدين محمود په کال د 569 هـ (1174 میلادی) وفات شو، صلاح الدین ایوبي د ايوبيانو حکومت تشکيل کړ او قاهره يې د خپل سلطنت پلازمينه وټاکله او د سلطان لقب يې و ګټلو .

وروسته صلاح الدين د دمشق ، حمص ، حماة او بعلبک سيمې هم و نيولې او د نورالدين له خاندان څخه يې خپله خپلواکي اعلان کړه او خپل ځان يې مستقيماً د عباسي خلافت تابع و بللو او د هغوی څخه يې د سلطان لقب تر لاسه کړ .

د سطان صلاح الدين ټول کوښښتونه د اسلامي امت د وحدت او يوالي د پاره وو ، هغه تقريباً لس کاله د اسلام د سياسي قوت او اسلامي فوځ د يوالي او خپل منځي اختلافاتو د له مينځه وړلو په لاره کې مبارزه وکړه بلاخره هغه د يو ستر اقدام د پاره چې د صليبي يرغلګرو څخه د بيت المقدس آزادول وو ځان چمتو کړ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً