د هر څه نه مخکی تاسی او ستاسی ټولو همکارانو ته د زړه له کومی د پیغمبر (ص) ډالي چی هغه عبارت ده د اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
ګرانه الله دی تاسی ته سره له ټولو مسلمانانو دا توفیق نور هم ورکړی چی د اسلام خدمت وکولی شی واقعآ چی یو ښه اسلامی پاڼه ده.
ګرانه زه ۲ دوه پوښتنی لرم د زکات په باره کی. اول ۱ یو کس خپل شخصی موټر لری او هغه شخصی خپل ځان او کور لپاره استعمالوی نو ایا په هغه زکات شته او کنه؟
۲ دوهم: یو کس دواخانه یا لابراتوار لری چی د هغه نه رزق ګټی نو ایا په هغه زکات شته او کنه؟
ستاسی د ځواب په هیله. مننه
فرهاد ایوبزی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
۱- د کور لپاره په شخصي موټر باندې زکات نشته ځکه هغه د ضرورت سامان بلل کيږي او د بيع او تجارت لپاره نه وي .
۲- دواخانه او درملتون پانګه بلل کيږي ځکه چې درمل يې د تجارت او بيع د پاره وي که چيرې نصاب ته ورسيږي زکات ورباندې فرض دی
بوداود روايت کوي چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
[إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]
:« رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.
۳- د لابراتوار په سامان باندې زکات نشته مګر د لابراتوار په عائداتو باندې کچيرې نصاب ته ورسيږي کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض لکن خپله د لابراتوار په سامان او تجهيزاتو زکات نشته .
ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذالم نتو للتجارت (درالمختار ۲/۲۶۵ سعيد ) .
وليس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود