په حج کې جنايات

په حج کې جنايات عبارت دي له : په حج کې د منع کړي عمل ارتکاب او يا د واجباتو ترک کول .

جنايات په دوه ډوله دي :

۱- د حرم جنايات

۲- د احرام جنايات .

د حرم جنايات :

۱- د حرم جنايات دا دي چې څوک په حرم کې يا خپله او يا د بل په اشاره ښکار وکړي ، يا د حرم ونې او بوټې پرې کړي فرق نه وي دا کس محرم يا غير محرم وي دا عمل جرم دی او جنايت بلل کيږي .

۲-په احرام کې جنايات : په احرام جنايت دا دی چې محرم کس د احرام په حال کې د حج د ممنوعاتو مرکب شي او يا هم د حج واجبات ترک کړي .

د احرام په حالت کې جنايت پر شپږ قسمه دی :

اول : هغه جنايت چې حج فاسدوي او په جرمانه سره نه جبران کيږي لکه : په عرفات باندې د وقوف څخه مخکې جماع کول .

دوهم : هغه جنايت دی چې جرمانه يې يو غوايی يا يو اوښ دی چې عبارت له :

الف ) : په عرفات باندې د دريدو وروسته او د سر خريلو څخه مخکې جماع کول .

ب ) : د جنابت په حالت د زيارت طواف ادا کول .

دريم : هغه جنايت چې جرمانه يې يو پسه او يا د اوښ يا غوايي اومه برخه ده چې عبارت له :

1- بغير له عذر څخه ګنډلې جامې اغوستل .

2-  بغير له کوم غذر د ږېرې او سر د ويښتانو لرې کول .

3-  د يوې پوره ورځې په موده د مخ پټول .

4-  د يوه لاس او يا يوې پښې د نوکانو پرې کول .

5-  د صدر د طواف ترک کول .

6-  د جماع د تحريک شهوت پارونکې خبرې .

7-  د بدن په کوم کامل غړې باندې خوشبويي وهل لکه : سر ، مخ ، پنډی او همدانګه د داسې جامې اغوستل چې په هغه باندې خوشبويي وهل شوی وي .

څلورم : هغه جنايت چې جريمه يې صدقه ده ، چې نيم صاع غنم يا د هغه قيمت دی چې عبارت له :

1-  د څلورمې برخې څخه کم د سر يا ږېري د ويښتانو خريل .

2-  د يوې يا دوو ګوتو د نوکانو پرې کول

3-  د بدن د يوه غړي نه کمه حصه باندې خوشبويي وهل .

4-  د يوې کاملې ورځې نه کمه موده د ګنډلې جامې اغوستل .

5-  د يوې ورځې نه کم د سر يا مخ پټول .

6-  د بې اودسۍ په حالت کې د طواف قدوم او طواف صدر ادا کول .

7-  د رمی د يوې شګې ترک کول .

پنځم : هغه جنايت چې جرمانه د نيم صاع څخه کمه ده چې عبارت له : د احرام په حالت کې د سپږې او ملخ وژل .

شپږم : هغه جنايت چې جرمانه د هغه د قيمت ادا کول دي چې عبارت له : که چا په حرم کې ښکار وکړ د هغه حيوان يې ووژلو او يا يې د هغه په وژلو کې ګډون وکړ نو د همغه ښکار او وژل شوي حيوان قيمت به ورکوي که هغه حلال وي يا مردار .

او د حج له واجباتو څخه د يو شي پرېښودل باندې دم ( پسه يا څيرلی او يا د اوښ او غوايی اومه برخه ) لازميږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

( فقه حنفي مُيسر ، فقه اسلامي ، حکمت احکام او اسرار حج )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً