امريکايي رياضي پوه په اسلام مشرف شو

امريکايي رياضي پوه او د کمپيوټرې علومو متخصص ديويد ليولي د “لی های” په پوهنتون کې په خپلو څرګندونو کې وويل چې : اسلام حق دين دی .

هغه وايي : هيڅکله نشم کولای د مسيحيت د “تثلیث” عقيده کوم چې زه ورباندې روزل شوی يم قبوله کړمه ځکه هغه د عقل سره په ټکر کې ده . نو ځکه مې تصميم ونيو تر څو داسې عقيده انتخاب کړم چې ما د انحرافاتو او بربادۍ څخه وژغوري او کومه روحي خلا چې لرم او د هغه څخه رنځ وړم هغه پوره کړي ، بلاخره د يوه امريکايي سره چې مخکې مسلمان شوی وو آشنا شوم ، هغه ما ته د قرآنکريم انګليسي ژباړه راکړه .

هغه زياتوي : کله مې چې د قرآن مطالعه پيل کړه زړه مې په دليل د هغو اصولو کوم چې په اسلام کې شامل دي آرام شو ، که څه هم زه په پروتستان کورنۍ کې روزل شوی وم او هميشه به کليسا ته تللم ، مګر تر اوسه يوه اونۍ نه تيريږي چې اسلام مې په زړه کې ځای ونيو .

اسلام مې په بدن کې خپلې ريښې تيت کړې ، زړه او روح مې په هغه باندې پوره اطمنان او سکون حاصل کړ . او په پوره توګه مطمئن شوم چې اسلام حق دين دی او قرآن حق بيان کړی دی چې فرمايي : «إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللهِ الإِسْلامُ» (يقيناً د الله په نزد بر حق دين اسلام دی )  .

امريکايي متخصص د ځان د پاره د داود عبدالله التوحيدي نوم غوره کړی دی .

امريکايي مختصص زياتوي : هيله او آرزو مې دا ده چې په مقارنه ادیان کې تخصص تر لاسه کړم تر څو وکړای شم د مسلمانانو د راتونکو نسلونو د پاره په متحده آلاتو کې د اسلامي دعوت د پاره فعاليت وکړم او اسلام ته د غير مسلمو په دعوت کې برخه واخلم .

منبع:  المختصر

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً