۳- په زکات ، عشر او سرسايه باندې آخوندان او امامان نيول :
په ډير سيمو کې دا دود او رواج دی چې د جومات د امام ته زکات ، عشر او يا هم د روژې سرسايه د اجرت په توګه ورکول کيږي ، هغوی ته د امامت د اجرت په عوض کې عشر يا سرياسه ورکول کيږي ، په دې نه زکات ، نه سرياسه قبليږي او نه يې اخيستل دغه امام ته جايز دي ، چې دا د زکات
د زکات په اجرت کې ورکول مطلق حرام دی که هم چې دا حيله ور ته جوړه کړي چې دغه کس د زکات او سرسايي مستحق دی .
که امام د زکات مستحق وي نو د اجرت څخه بغير د زکات او فطر په نيت هغه زکات او سرسايه ورکول کاملاً جايز دي .
فقه حنفي ابوالمختار ليکي :
زکات په اجرت کې ورکول جايز نه دي که څه هم د امامت اجرت وي .(تنوير و شرحه:2/4 كفاية المفتي:4/294)
ځکه قرآنکريم د زکات او صدقاتو د مصرف ځايونه تعين کړی دي :
لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ِ( التوبه ۶۰ ) .
ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .
که امام فقير او د زکات مستحق وي هغه ته د فقير او مستحق په نيت سرسايه ورکول جايز دي .
په اکثره مناطقو کې امامانو ته د اجرت په بدل کي عشر ورکوي ، يا د تراويح د امامت په بدل کي فديه ورکوي ، په دغه شان نه زکات ادا کيږي او نه هم امام ته دغه مال حلال دی بلکي هغه ته د دغه مال اخيستل حرام دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۳۶۶ او مجالس حکيم امت اشرف علي تهانوي – عنوان په زکات کې حېلې جوړول ) .
۴- خور او لور ته مهر نه ورکول کيږي :
مهر د ښځې حق دی د هغه پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي قوله تعالی :
وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة (ً او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ )
که بې بې خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی قوله تعالی : فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا (النسآء ۴ ) البته که هغوی په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .
۵- د ښځو په ملکيت حرام تصرف کول :
پلارګنۍ چې نجلی ته څه هبه ورکوي (جهيز ) مثلاً د کور سامان ، جامې و غيره هغه شيان د نجلی حق او ملکيت دی ، د کور نور اقرباء په هغه کې هيڅ حق نه لري ، خو لږ شی ته هم خلکو سترګې پټې کړی وي او په خپلو مينځو کې يې تقسيموي او وايي د کور هر څه شريک دی ، ددې مال اخيستل بل چا ته جايز نه دی .
لو جهز ابنته وسلمه اليها ليس له فی الاستحسان استرداده منها وعليه الفتوی …. و اذا بعث الزوج الی اهل زوجته شيئاً عند زفافها منها ديباج ، فلما زفت اليه اراد يستردمن المراءة الديباج ليس له ذالک اذا بعث اليها علی جهة التمليک (الهندية ،کتاب النکاح ۳۲۷/۱ ما جدية – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۶ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله