د زنانؤ سره د تیلیفون په اسلام کی سه حکم لری – بصير محمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د بيګانه ښځې او سړي ملګري ، تعلق او ارتباطات چې په عامه اصطلاح عشق يا محبت بلل کيږي په اسلامي شريعت کې حرام او د ګناهونو او فتنو مجموعه ده .
الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )
يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .
قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .
يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .
د نامحرمو ښځو سره بې ضرورته خبرې کول حرام او د زنا يو حصه ده .
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود