د سفر په هکله دوې پوښتنې

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
درنو وروڼو! زه دخپل کار لپاره یوځای لرم چې په کرایه مي نیولی دی اوټولي اسانتیاوي پکي شته خو له کورنه مي ۱۳۰ کيلومټره لیري دي ،زه چې ورځم ځلورياپنځه شپې کوم زما لمونځ به هلته قصر وي که پوره ؟

حسن نوال :

محترم  مولوی صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبراکاته وبعد د سفراندازه څومره وی چی یوسړی روژه یا ونیسی او یایی ماته کړی

واصف الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اول سوال ځواب :

د قصر يعنې مسافرانه لمانځه د پاره دوه شرطونه دي :

اول د سفر مسافه : کله چې د سفر موقيعت له خپل اقامت ځای څخه ۷۸ کلو متره يا زيات وي .

دوهم د سفر موده : کله چې مسافر د سفر نيت له نمې مياشتې يا پنځلسو ورځو کم وي .

کله چې دغه دوه شرطونه مينځ ته راشي مسافر به مسافرانه لمونځ کوي هغه که هر څومره وخت وي .

«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

همدارنګه د چا چې د سفر نيت له پنځلسو ورځو کم وي او د سفر فاصله موجوده وي هغه که هر څومره وخت تيروي د سفر لمونځ به ادا کوي :

«أو ينوي اقامة نصف شهر بموضع صالح لها فيقصر ان نوي الاقامة في اقل منه أي في نصف شهر».

و في الرد:

«(قوله: في اقل منه) ظاهره و لو ساعة واحدة». (رد المحتار: 1/581 ط)

نو څرنګه چې ستا اقامت ځای فاصله د ۷۸ کلومتره زياته او د سفر نيت مو تر پنځلسو ورځو کم دی نو تاسې مسافرانه لمونځ کوئ .

د دوهم سوال ځواب :

د سفر مسافه ۷۸ کلومتره او يا هم د ځنو فقها‌ؤ په نزد ۸۴ کلومتره ده کوم چې د اقامت نيت به يې د پنځلسو ورځو کم وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً