په ولاړه خوراک او څښاک کول څه حکم لري ؟

1:-د ډوډۍ خوړلو په وخت کې خبرې کول څه حکم لري?
2:- په ولاړه خوراک کول څه حکم لري.

بی بی سنا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول په ولاړه خواراک او څښاک کول :

په ولاړه باندې د خوراک د جواز او نهی دواړه قسمه احاديث روايت شوي دي لکه :

سنن الترمذي ، سنن ابن ماجه او صحيح ابن حبان روايت کوي چې : عن ابن عمر قال: «كنا نأكل على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم ونحن نمشي، ونشرب ونحن قيام»، قال الترمذي هذا حديث حسن صحيح غريب

يعنې : ابن عمر رضی الله عنه وايي : چې مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په په ولاړه او تګ کې څښاک کولو .

او امام مسلم رحمه الله روايت کوي : عن أنس رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم، «أنه نهى أن يشرب الرجل قائما»

علماء کرامو د دغو دواړو روايتونو په باب وايي : د ضرورت په وخت کې په ولاړه خوراک او څښاک کول مباح دي د نهي کليمه د استحباب د پاره ده چې په ولاړه خوراک کول مکروه تنزيهي دي .

وقال الحافظ ابن حجر رحمه الله في فتح الباري تعليقا على الأحاديث: (ولا خلاف في جواز الأكل قائما قال والذي يظهر لي أن أحاديث شربه قائما تدل على الجواز وأحاديث النهي تحمل على الاستحباب والحث على ما هو أولى وأكمل). والله تعالى أعلم.

خلاصه : د ضرورت پر مهال په ولاړه خواراک او څښاک کول مباح دي .

مګر په ډډه وهلي حالت کې يا پړمخې حالت کې بغير له ضرورت څخه خوراک او څښاک منع دی ، په دليل د دغه حديث شريف :

كنت عند رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال لرجل عنده لا آكُلُ وأنا متكئٌ. رواه البخاري.
وعن ابن عمر رضي الله عنه أنه قال: نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن مطعمين؛ عن الجلوس على مائدة يشرب عليها الخمر، وأن يأكل وهو منبطح على بطنه(. رواه أبو داود وابن ماجه)

دوهم : د ډوډې پر مهال خبرې کول :

د ډوډی پر مهال خبرې کول جايز دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ډوډې خوړلو پر مهال خبرې کړې دي ، د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک دا ؤ چې د طعام او خوراک صفت به يې کولو مثلاً ډير خوندور خوراک دی او د ډوډې پر مهال يې عمر بن أبی سلمة ته نصيحت کړی چې د ډوډې په پیل کې بسم الله وايه او له خپل طرف څخه خوراک کوه .

وكان يمدح الطعام أحياناً ، كقوله لما سأل أهلَه الإدام ، فقالوا : ما عندنا إلا خلّ ، فدعا به فجعل يأكل منه ، ويقول : “نِعْم الأُدْم الخل” . – رواه مسلم (2052) – .

هـ. وكان يتحدث على طعامه كما تقدم في حديث الخل .

وكما قال لربيبه عمر بن أبي سلمة وهو يؤاكله : “سمِّ الله وكُلْ مما يليك” . – رواه البخاري        ( 5061 ) ومسلم ( 2022) – .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً