اول قدم کی آن لاين اسلامي لارښود ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم:
زما دا پوښتنه ده چی زما ښځی تقریباً ۳۰ ګرامه سره زر دی او د ورندار می ۶۵ ګرامه دی او د مور می هم ۳۰ ګرامه دی او مونږ کور کی یو ځای اوسیږو که جدا جدا یی حساب کړی نو زکات پری نه کیږی او که سره یی جمع کړی نو کیږی نو ددی مسلی په باره کی راته معلومات راکړه چی زکات کیږی او که نه؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحپم
د سرو زرو د زکات نصاب ۸۵ ګرامه دی او ددې مقدار نه کمو باندې زکات نشته
په بيان شوي صورت کې د هرې ښځې ملکپت ځانته دی ،چې دوی ته دغه سره زر د پلارګنۍ يا خسرګنې لخوا هدپه شوی دي چې د ښځې خپل ملک دی بل څوک په هغه کې د شراکت حق نه لري
و الله اعلم
(Visited 87 times, 1 visits today)
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله