په خور او لور باندې د ولور اخيستل څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !

ستاسو قدرمنو څخه ډیره زیاته مننه کوم چې پر وخت د هر د هری پوښتني ځوابونه راته استولی دی

ګرانو ملګرو اوس بیا له دوه پوښتنو سره مخامخ شوی یم

اوله پوښتنه

د ولور اخستل په خپله لور یا خور باندې څنګه دی څګه زمونږ په ځای کی اوس ولور اخستل کیږی او هغه هم اووه لکه آته لکه افغانې او په بدل کې يې لور یا خور ته دری یا څلور لکه مصرفوی اونوری خپل جیب ته اچوی  که په دی اړه قرانې ایاتونه او یا هم احادیث موجود وی نو مهربانې وکړئ راسره شریک ېې کړئ

دوه همه پوښتنه

زما په کور کې ماشوم پیدا شو د ماشوم تر پیدا کیدو ۱۴ پنځلس ورځي وروسته ما د خپلی کور ودانې سره کور واله وکړل او داسې کورواله لکه څرنګه چې د ماشوم د پیدا کیدلو تر مخ به مو سره کول خو زما میرمني ویل زه اوس پاکه شوی یم کومه غلطی نه ده

خو ما ورته ویل نه شاید ګنا مو کړی وی

هغوی راته ځواب راکړ نه  دا کومه ګناه نه ده ځکه زما د حیض نیټه تیره شوی ده

خو تر اوسه پوری ډاډه نه یم چې څه وکړم ایا مونږ ګناهګار یو ؟

 هیله لرم چې په پوښتنه مو سر خلاص شوی وی او ستاسو د لا بریالیتوب په هیله

الفت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په اسلامې شريعت کې د مهر کمه اندازه لس درهمه ده او د زياتې اندازې حد نه دی ټاکل شوی .

سنته طريقه دا ده چې په نکاح او مهر کې اساني وشي.

قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان ، صحيح الجامع (3300) .

وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خير الصداق أيسره ) رواه الحاكم والبيهقي و صحيح الجامع (3279)

يعنی غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .

يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت د خوا نه نه دی تعين شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي  اوس وخت کې د مهر په زياتوالی کې بې حده افراط روان دی چې دا افراط په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د فساد ختمول د مسلمانانو د امير د فرائضو نه دي .

دوهم : مهر د ښځې حق دی د هغې پلار ، ورور او بل سرپرست ته يې اخيستل حرام دي قوله تعالی :

وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة ( او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ .

که بې بې خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی قوله تعالی : فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا (النسآء ۴ ) البته که هغوی  په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .

دريم : د مهر نه علاوه چې د هلک د کورنۍ نه د خلیتي (د نجلی خپلو خپلوانو ته جامۍ ) او د خواراک د پاره او نور څه اخيستل کيږي رشوت دی او ددې اخيستل نا روا دي .

اخذ اهل االمراء شيئاً عند التسليم فلزوج ان يسترده ،لانه رشوه (الدرالمختار کتاب نکاح ،باب المهر ۳ /۱۵۶ – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۵ ) .

دوهم سوال ځواب :

که د ښځې د پاکيدو عادت همدا پنځلس ورځې وي جماع کول ور سره جايز دي ځکه د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده د کمې مودې حد د ښځې په عادت پورې اړه لري .

او که ښځه د خپل عادت له مخې پاکه شوي نه وي د هغې سره جماع کول حرام دي ، تفصيل

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً