اټکل شوی دی چې په 2020 کال کې به د انګلستان لومړی دين اسلام وي

د انګلستان د شمېرنې دفتر په نوي راپور کې اعلان کړی دی چې په 2020 کال کې به ددې هيواد لومړی دين اسلام وي

د فرانسې د خبري راپور له مخکې د انګليس د شمېرنې دفتر پخپل نوي راپور کې اعلان وکړ چې اټکل کيږي په 2020 کال کې به د انګلستان لومړی دين اسلام وي .

دغه شميرنه ښيي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په انګلستان کې نور اديان د اسلام په ګټه له صحنې ووځي .

ځکه چې په دې ورستيو کلونو کې له مسيحيت څخه د انګليسانو جلاوالی زور اخستی دی .

په انګليستان کې د هر لسو هغو کسانو څخه چې سن يې تر 25 لاندې دی يو يې مسلمان دی .

دا راپور څرګندوي چې اکثريت هغه کسان چې مسيحيت ته معتقد دي سن يې له 60 کلونو لوړ دی .

ددې څخه پخوا “کيت پورتاوز وود” د سکلار شرکت د مدير ځای ناستي اعلان کړی وو چې : په راتلونکی 20 کلونو کې به په انګلستان کې د مسلمانانو ټولنيز حضور د مسيحيانو په نسبت په مراتبو زيات شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. سبحان الله د خوب ليدل دي
    انا نحن نزلنا الذكر و انا له لحافظون
    سبحان الله د الله څومره ستر قدرت هغه ملک چې غوښتل اسلام له بيخه وباسي نن په هغه د اسلام دومره تيز پرمختګ وګورئ
    دا څه وړه خبره نه ده .

  2. الحمدالله الحمدالله الحمدالله
    خدای جل جلاله دغه شته مسلمانانو او خاصتا د افغانستان مسلمانانو ته هدایت وکړی.

    آمین

اترك تعليقاً