د اولاد تر مينځ وقفې لپاره د حمل مخنيوی

تاسودبشپړې روغتیا اوسلامتیا په هیله

د ان لاین اسلامي لارښود ددیني  څېړنو او تحقیقاتو څانګې  چلوونکو او همکارانوته  سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم هیله تر دې دمه روغ،جوړ او خوشحال وئ.

قدرمنویوه پوښتنه مو درلوده که داسلامي شریعت په رڼاکې یې ځواب راکړئ مهرباني به مووي.هغه داچې زه درې بچیان لرم او درې واړه یو پربل پسې پیدا شوي،اوسمهال غواړم  دلنډ وخت یا دایم  لپاره یې  دمخنیوي دوا وکړم.  داولاد دمخنیوي دارنګه دوا کول په شریعت کې څه حکم لري.یعنې  دواړه حالتونه يې موقت او دایمي مخنیوی.

که څه هم داپوښتنه مو مخکې هم مطرح کړې ده،خو هلته مو ددیته اشاره نه وکړې چې  مخنیوي يې جواز لري اوکه نه ځکه چې ټول وروڼه باید په دې موضوع پوه شي.

عبدالمتين حميدی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رحم ته د مني د داخليدو مخنوی کول که د پوکانې په وسيله وي يا کومه بله وسيله په عام ډول دې ته عزل ويلای شو چې د حکم په اړه يې د فقهاؤ بېلابېل نظريات دي .

ځنې فقهاء کرام يې د ښځې د اجازې په صورت کې جايز بولي ځکه په اولاد کې د ښځې هم حق دی .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

قول أبي حنيفة إلاّ برضا سيّدها لأنّ الحقّ له في الولد . وقال صاحبا أبي حنيفة : الحقّ في الإذن لها خاصّةً ; لأنّ الوطء حقّها إذ تثبت لها المطالبة به ، وفي العزل تنقيص حقّها فيشترط رضاها كالحرّة . وقال المالكيّة : ليس للزّوج أن يعزل عن زوجته الأمة إلاّ بإذن السّيّد وإذنها ، لأنّ العزل ينقص الاستمتاع .

للزّوجة حقّ في الوطء والاستمتاع ولذلك لا يجوز للزّوج أن يعزل عن الحرّة إلاّ بإذنها .

نور تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/319

مګر دا چې په دايمي ډول رحم ته د مني د داخليدو مخ ونيول شي په دې اړه ما ته علم نشته په دې باره کې مو شرعي دليل پيدا نشوای کړای .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً