ښځو ته څنګه دين ورسوو ؟

السلام علیکم
زماپوښتنه داده چی څنګه کولای شو چی اسلامی دعوت عام کړو.بالخصوص زه دښځو په بخش کی؟
مننه

muska

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

عالی فکر او ډير ښه نطر او احساس مو وړاندې کړی دی .

د دين رسولو په باره کې نارينه او ښځه دواړه مسئول دي  .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قول عام دی :

بلغوا عني ولو آيةً  ( البخاري ۳۴۶۱ ) ، يعنې زما څخه خلکو ته دين ورسوی که څه هم يو آیت وي .

همدارنګه د مسئوليت په باره کې دا حکم عام دی :

كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ  (البخاری ۸۵۳ ) .

يعنی : هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دی .

الله سبحانه و تعالی فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ ) .

د امربالمعروف او نهی عن المنکر دنده د امت د هر چا مسئوليت .

کله چې په کور کې خاوند نه وي يا چيرې په سفر تللی وي د کورنۍ او اولاد ټول مسئوليت ښځې ته متوجه دی هغه به خپل اولاد ته په نېکی امر کوي او له بدو څخه به يې منع کوي .

د ښځو په مينځ کې چې څه د شريعت خلاف منکرات تر سره کيږي لکه په ودونو ، فاتحه خانۍ ، غمرازی ، نکاح ، معاشرت ، او نورو کې هلته ښځه مسئوله ده تر څو نورې خوندې د الله دين ته متوجه کړي .

لنډه دا چې دا دين د ټول بشريت د پاره راغلی په هر ډله ، هر قوم او هر ولس کې به د اسلامي دين سفيران موجود وي تر څو خلکو ته دين ورسوي .

ددې امت د غوروالی وجه همدا ده لقوله سبحانه و تعالی :

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ) .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

مَنْ جَاءَ هُ الْمَوْتُ وَهُوَ يَطْلُبُ الْعِلْمَ لِيُحْيِی بِهِ الاِ سْلاَمَ فَبَيْنَهُ وَ بَيْنَ النَّبِيِيْن دَرَجَةٌ وَاحِدَةٌ  فِی الجَنَّةِ . (مشكاة المصابيح   240 اسناده مرسل)

    ژباړه: چاته چه مرګ ورسېږ ي او هغه تر دې وخته پوري دعلم په طلب او لټونه کښې وی چه د هغه په واسطه اسلام را ژوندي کاندي د هغه او د پيغمبرانو په مينځ کې يوه درجه توپېر په جنت کې موجود وی .( هغه د نبوت درجه ده )

په څه شان ښځو ته دين ورسوو :

نن عصر خو وينئ چې اکثره خلک د دنيا په تولو کې غرق تللی خپل يې دين او د دين احکام هير دي نو هغه به ځنګه خپل اهل ته دين ورسوي .

په نن عصر د دين رسولو بهترين وسائل شته ، لکه : کتابونه ، انټرنيت ،مديا وغيره .

خو مشکل دا دی چې انټرنيت ته زيات کسان لاس رسی نه لري او بل دا چې زيات کسان سواد نه لري .

آن لاين اسلامي لارښود دا مشکل درک کړی دی او غواړی صوتي څانګه فعال کړي تر څو تر ښځو پورې او ټولو خلکو پورې په ډيره آسانۍ دين ورسيږي .

ان شاء الله لومړی به د زکات مفصل احکام په ليکه شي ، وروسته به د مسلمانو خوندو احکام ، اصلاح او تزکيه ، عقيده ، بدعات او خرافات او همدارنګه د دين ضروري احکام نشر شي .

چې ددې څخه به ان شاء الله ښځې ، نارينه ، لوستي نا لوستي ټول استفاده و کړای شي  .

هيله ده ددې برخي په نشر کې ټول خپله ونډه واخلي .

و السلام عليکم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. عصمت الله

    الله دی تاسی ټولو خیر درکړی او په کارونو کی مو برکت واچوی. اللهم آمین

اترك تعليقاً