د ايمان د کمزورۍ اسباب او عوامل (دوهمه برخه )

۶- د مال ، ښځو او اولادونو په محبت کې مشغولتيا :

د مال ، ښځو او اولادنو سره تر داسې حده محبت او مشغولتيا چې د الله جل جلا له څخه د غفلت سبب جوړ شي او د ديني امورو او احکامو د نيمګړتيا سبب شي دا عامل هم د ايمان د کمزوری سبب ګرځي .

لقوله سبحانه وتعالی :

[وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُکُمْ وَأَوْلاَدُکُمْ فِتْنَةٌ ] (انفال: ۲۸) يعنې : او پوه شئ چې مالونه او اولادونه مو آزمښت دی ( د تاسې د هلاکت سبب ګرځي کچېري د هغه محبت ته د الله او د هغه د رسول پر محبت باندې ترجيح ورکړئ ) .

همدارنګه الله جل جلا له فرمايي :

[زُیِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِینَ وَالْقَنَاطِیرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَیْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِکَ مَتَاعُ الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ ] (آل عمران: ۱۴)

ژباړه : خلکو ته د شهوتونو مينه ښايسته شوي دي چې له ښځو ، ځامنو ، د سرو او سپينو رزو له ټولو شوو خزانو ، په نښه کړ شويو آسونو ، څارويو او کښتونو څخه عبارت دي ، دا څيزونه د دنيوي ژوند ګټه ده او د ورتګ ښه ځای د الله تعالی سره شته .

ددې آيت شريف مفهوم دا دی چې که انسان د الله د محبت پر ځای د ښځو ، اولاد ، مالونو او کښتونو محبت ته ترجيح ورکړي او په هغه کې داسې مشغول شي چې د الله جل جلا له څخه د غفلت سبب شي نو دا محبت او مشغولتيا د بنده د هلاکت سبب جوړيږي .

او که د ښځو او اولاد سره محبت د شريعت په اساس وي چې د الله جل جلا له د اطاعت څخه سړی غافل نه کړي ښه او غوره کار دی .

ډير خلک د ښځو او اولاد سره د زيات محبت په وجه د الله تعالی په اطاعت کې پاتې راغلی او په ګناه کې اخته شوي دي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : اولاد د غم ، وېرې ، جهل او بخل سبب دی (طبرانی (۲۴/۲۴۱)،صحیح الجامع (۱۹۹۰) .

د حديث تشريح : دا چې اولاد د بخل سبب کيږي دا دی چې هر کله انسان د الله تعالی په لار کې د انفاق او صدقې قصد وکړي نو دغه وخت شيطان انسان ته خپل اولاد ور يادوي نو انسان له ځانه سره وايي له دې څخه مې خپل اولاد ښه حق دار دی چې بايد هغوی ته مال او دارايي پرېږدم نو انسان ددې ډول وسوسې څخه د الله تعالی په لار کې د انفاق څخه مخ اړوي بخل اختياروي .

او همدارنګه اولاد د ويرې سبب دی ، کله چې انسان د انفاق فی سبيل الله قصد وکړي نو خپل اولاد يې ور په ياد شي چې هغوی مال او ثروت ته ضرورت لري داسې نه چې د لوږې سره مخ شي ، يا که د جهاد قصد وکړي شيطان هغه ته وسوسې ور اچوي چې ته به ممکن په جهاد کې شهيد شي او ستا اولادونه به يتيمان او بې سرپرسته پاتې شي نو دا هغه څه دي چې انسان د هغه په وجه د زکات ، صدقې او جهاد څخه مخ اړوي .

اولاد د جهل او ناپوهۍ سبب دی ، پلار د خپل اهل عيال د ژوند د ضرورياتو په کوښښ کولو کې د علم د زده کړې ، مطالعې او دينې مجلس څخه پاتې کيږي .

اولاد د غم او پريشانۍ سبب دی ، کله چې اولادونه مريضان شي مور او پلار په غم اخته کوي يا داسې څه غواړي چې د مور او پلار په وس پوره نه وي مور او پلار په غم اخته کوي يا کله چې لوی شي او بيا د مور او پلار نا فرماني وکړي مور او پلار په غم اخته کوي .

دې خبرې ته مو پام وي چې د خپل اهل عيال نفقه او تربيه يو ستر مسئوليت دی خو بايد د اولاد پالنه او تربيت سړی دومره مشغول نه کړي چې د ګناه سبب شي او د انسان بايد دې ته پام وي چې دا هر څه د الله تعالی د جانبه آزمښت دی ، او انسان به هميشه کوښښ کوي چې د اهل عيال د ژوند او ضرورياتو پوره کولو په لار کې د اطاعت د ترک او ګناه سبب نه شي .

او بل د مال فتنه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه داسې فرمايلي دي : د هر امت د پاره فتنه وه (د آزمښت اسباب وو ) او زما د امت د پاره فتنه (د آزمايښت اسباب ) مال دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : که دوه وږې ليوان پر رمه کډ شي دومره زيان او خرابي نه لري لکه پر مال باندې حرص کول چې د دين د پاره زيان لري . (ترمذی (۲۳۷۶)، صحیح الجامع (۵۶۲۰)

۷– اوږدې هيلې او اميدونه :

اوږدې هيلې او اميدونه چې زه به په دنيا کې ډير وخت ژوندی وم او د مرګ څخه غفلت کول هم د ايمان د کمزوری سبب دی ، الله جل جلا له فرمايي : ذَرْهُمْ یَأْکُلُواْ وَیَتَمَتَّعُواْ وَیُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ } (حجر: ۳)

ژباړه : پرېږده هغوی چې خوراک وکړي ګټې تر لاسه او اوږدې هيلې يې ښه مصروف و ساتي ډير ژر به پوه شي .

حضرت علی رضی الله عنه وايي : هغه شی چې زه ستاسو په باره کې ور څخه وېره لرم د هوا او هوس پيروي او اوږدې هيلې او آرزوګانې دي چې انسان له حق څخه غافله او آخرت يې له ياد څخه وځي- فتح الباری (۱۱/۲۳۶)

په يوه روايت کې راځي : څلور شيان د انسان د بدبختی علائم دي : د سترګو وچوالی ( هغه سترګې چې د الله د ويرې او د آخرت په ياد کې هيڅ اوښکې نه تويوي ) ، د زړه سختوالی ، اوږدې هيلې او آرزوګانې ، د مال دولت حرص .

همدارنګه اوږدې هيلې آرزوګانې د ښو کارونو د تر سره کولو د ځنډ سبب کيږي او انسان د توبې په ايستلو کې غافله کوي د مرګ او آخرت څخه يې غافله کوي .

۸- زيات خوب ، زيات خوراک او څښاک ، زياته جماع او زياتې خبرې ، د زړه د سختوالی او د ايمان د کمزورۍ سبب کيږي ، ډير خوراک انسان درنوي د انسان د بدن د سستی سبب ګيږي چې بيا عبادت ورته سخت او ګران تماميږي ، په دې اړه علماء وايي : څوک چې زيات خوراک کوي نو زيات څښاک هم کوي د زيات خوراک او څښاک نتجه زيات خوب کول دي چې بلاخره د عبادت څخه محروم ګرځي .

زياتې خبرې زړه کلکوي او زړه وژني ، زيات مجلسونه سړی د خپل ځان د فکر او محاسبې څخه غافله کوي ، زيات خندل په زړه کې د ايمان روښنايي کمزورې کوي او زړه وژني . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ډير مه خاندئ چې ډير خندل زړه وژني ابن ماجه (۴۱۹۳)، صحیح الجامع (۷۴۳۵) .

۹- په عباداتو کې سستي کول د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي .

په عباداتو کې سستي کول د انسان د هلاکت سبب ګرځې لکه جومات نه تلل په کور کې لمونځ کول ، لمونځ په خپل وخت نه ادا کول بلکي د هغه ځنډول ، په تيزی سره لمونځ کول ، د قرآنکريم د تلاوت او ذکر ترکول او نور ….

ليکنه : شيخ محمد صالح المنجد

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً