اسلامی امت ته ورپاتی ستر مسئوليت (دعوت )
امربالمعروف او نهی عن المنکر
په هره زمانه الله جل جلا له د انسانو د اصلاح لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلی دي چې ورستی او خاتم النبين پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دی .
ولی تر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ورسته بل پيغمبر نه راځي ؟
دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:
۱- دا چې د مخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي او دې ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندې شي .
۲- د مخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .
۳- چې د پيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري .
نو اوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري نو د نبوت سلسله هم ختمه شوي .
اوسنۍ نړۍ نوي تعليماتو ته هيڅ ضرورت نه لري ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان رضی الله عنه د وخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره د هغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي .
همغه د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د وخت تعليمات په ټوله نړی کې داسې روان دي چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر صلی الله عليه وسلم ژوندی دی .
نو ثابته شوه چې د پيغمبران د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتې دی .
د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص) امت غوره د امتونو دی .
قوله تعالی :
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ) .
آن لاين اسلامي لارښود