جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
عن انس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان العبد ليموت والده او احدهما وانه لهما لقاق فلا يزال يدعوا لهما ویستغفر لهما حتی يکتبه الله باراً [1]
دحضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : که د چا مور او پلار يا په دواړو کې د يو تن وفات وشي او اولاد په ژوند د هغوی نه عاق (نافرمانه وي يا يې د مور او پلار له رضامندﺉ نه محروم ) وي لکن دا اولاد د هغوی له وفات وروسته په رښتني زړه سره د هغوی د پاره د خير او رحمت دعا کوي مغفرت او پخشش غواړي او همدارنګه د خپل قصور تلافي کول غواړي نو الله تعالی به دغه اولاد د نافرمانۍ د وبال نه بج کړي .
[1] شعب الاخبار للبیهقي
(Visited 29 times, 1 visits today)