سوال : آيا د خبل مال څخه مې د خپلې مور د پاره صدقه ورکولای شم ؟ ايا ددې صدقې ثواب زما مور ته رسيږي ؟
ځواب : هو ، دا رواه ده چې سړی د خپل وفات شوی مور يا پلار د طرف نه صدقه ورکړي ،او د صدقې ثواب په چا پسې چې شوی وی رسيږي , دليل دا دی چه په صحيح بخاري کې روايت دی چې
يو سړی پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويی ويل :
« إِنَّ أُمِّي افْتُلِتَتْ نَفْسُهَا – أی ماتت بغتة- وَأُرَاهَا لَوْ تَكَلَّمَتْ تَصَدَّقَتْ، أَفَأَتَصَدَّقُ عَنْهَا؟ قَالَ: نَعَمْ »[1]
مور مې ناچاپه وفات شو زما په نظر که د خبر و کولو فرصت يې پيدا کړی وای نو صدقه يې ادا کوله ، ايا کولای شم د هغه له طرفه صدقه ورکړم ؟ پيغمبر صلی الله عليه
وسلم وفرمايل : هو .
همدارنګه پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ سعد بن عباده رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُا ته اجازه وکړه تر څو د خرما باغ د مور د وفات وروسته د هغه د پاره صدقه کړي .[2]
مګر بايد په دې پوه شو چې د انسان د پاره غوره داده چې په خپل مور او پلار پسې دعا وکړي او د نيکو اعمال ثواب ورته وبخښﺉ ځکه هغه څه چې د خيرالقرون علماؤ تر سره کړي دي همدا ؤ .
د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»[3]
کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي .
[1] بخاری1388،2760،و مسلم1004
[2] بخاری2762
[3] مسلم 1631