د امت مسلمه د شهیدانو قسمونه

شهیدان  درې  ډوله  دي ، لومړی : د دنیا  او آخرت دواړو  په اعتبار شهید  ، دویم  : یوازي  د دنیا  په  اعتبار  شهید ، درېیم  : یوازي  د آخرت  په اعتبار  شهید  .

لومړی : شهید هغه  څوک  دی  چې د کافرانو په خلاف د خدای  دکلمې  دبرلاس  کېدو  په  نیت وجنګیږي او شهید شي  .  داسي شهیدان د لومړي  صف  خلګ او د بېدرېغه  نعمتونو څښتنان دي  په د نیا کې د شهیدانو احکام  پرې  جاري کیږي  .

یعني د جنازې  لمونځ  ورکول  کیږي ، غسل  نه  ورکول  کیږي ، له  وینو ، او هغو جامو سره  چې  کفن  ته  ورته  وي  دفن  کیږي   .

دویم : شهید هغه  څوک  دی  چې  د دنیوي  اغراضو  په  دفاع  کې  ووژل  شي ، په دنیاکې  د شهیدانو احکام پرې  جاري کیږي او په  آخرت کې  د دویم  صف  خلګ  دي  .

درېیم :شهید هغه  څوک دی  چې  د لاعلاجه  وژونکي  ناروغي له امله  ، یا د ناڅاپي  پېښي له امله مړ شي ، په دنیا کې د شهیدانو احکام  نشي  پري  جاري  کېدای  ، په  آخرت کې به د دویمي او درېیمي ډلي نومان هم د شهیدانو په دفتر کې  سبط  شي او پرېمانه اجر  ثواب  ورکړل شي  .

عَنِ الْعِرْبَاضِ بْنِ سَارِيَةَ , أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” يَخْتَصِمُ الشُّهَدَاءُ وَالْمُتَوَفَّوْنَ عَلَى فِرَاشِهِمْ إِلَى رَبِّنَا فِي الَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنَ الطَّاعُونِ فَيَقُولُ الشُّهَدَاءُ: وَإِخْوَانُنَا قُتِلُوا كَمَا قُتِلْنَا . وَيَقُولُ الْمُتَوَفَّوْنَ عَلَى فِرَاشِهِمْ كَمَا مُتْنَا فَيَقُولُ رَبُّنَا: انْظُرُوا إِلَى جِرَاحِهِمْ , فَإِنْ أَشْبَهْتَ جِرَاحَ الْمَقْتُولِينَ فَإِنَّهُمْ مِنْهُمْ وَمَعَهُمْ . فَإِذَا جِرَاحُهُمْ قَدْ أَشْبَهْتَ جِرَاحَهُمْ ” قَالَ الشَّيْخُ أَحْمَدُ رَحِمَهُ اللهُ: ” زَادَ الْحَسَنُ قَالَ: فَيُلْحَقُونَ بِهِمْ ” اخرجه شعب الإيمان للبيهقي . و سلسلة الصحيحية

ژباړه  : حضرت  عرباض  بن ساریة  رضی  الله  عنه  روایت  کړیدی  ، رسول الله  صلی  الله  علیه  وسلم   وفرمایل  :  په  قیامت  کې  به  شهیدان  او په  بستر  مړه  شوې کسان  د الله جل جلاله  حضورته  د هغو کسانو په  سر  چې  د طاعون  ناروغي  وژلي  دي  دعوه  وړاندي  کړي ، شهیدان  به  ووایې  چې  دوی  زموږ   وروڼه  دي  زموږ  په  څیر  وژل  شوې  دي  باید زموږ په  ډله  کې  وشمیرل  شي  ، او په  بسترو مړه  شوې  مؤمنان  به  ووایې  دوی  زموږ  په  څیر مړه  شوې دي  باید زموږ  په  ډله کې  وشمیرل  شي ؟  پروردګار  جل جلاله  به  فرښتو حکم وکړي  ورشئ زخمونه  یې  وګورﺉ  که  یې  زخمونه  شهیدانو ته  ورته وو ، نو  دوی د هغو په  ډله  کې  شماردي  له  هغو سره  به  ملګري  وي  ، فرښتې  چې  وګوري  زخمونه  یې  شهیدانو  ته  ورته  وي  ،  شیخ  احمد رحمه  الله  وایې  چې  الله  جل جلاله  به  حکم  وکړي  چې  دوی  د شهیدانو  په  دفتر  کې  ثبت  کړﺉ  .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا تَعُدُّونَ الشَّهِيدَ فِيكُمْ قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ قَالَ إِنَّ شُهَدَاءَ أُمَّتِي إِذًا لَقَلِيلٌ قَالُوا فَمَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ مَنْ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ مَاتَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ مَاتَ فِي الطَّاعُونِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ مَاتَ فِي الْبَطْنِ فَهُوَ شَهِيدٌ , رواه مسلم . رواه البخاري .

ژباړه  : حضرت  ابوهریرة  رضی  الله  عنه  روایت  کړی دی چې ، رسول الله  صلی  الله  علیه  وسلم   وفرمایل  : ستاسو په  فکر شهید کوم  څوک ګڼل کیږي  ؟  اصحابو رضی الله عنهم  ځواب  ورکړ  یارسول الله  شهید هغه  څوک  دی  چې  د خدای  دلارې  په  جهاد کې  ووژل  شي ، رسول الله صلی  الله  علیه  وسلم  ورته  وویل : که  یوازي  دغه  شهید وګڼل شي  نو ځما  د امت  شهیدان خو  بیا ډېر لږ شول  ؟  دوی  ورته  وویل : یارسو الله ، نور  څوک شهیدان  ګڼل کیږي  ؟  رسو الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل  :

[  ۱ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د خدای  دلارې  په  جهاد کې  ووژل  هغه  شهید دی  . بخاري  ومسلم  عن ابی هریره  رضی  الله عنه .

[  ۲ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  : څوک  چې  دخدای  دلارې  په  جهاد کې  په  خپل مرګ مړ شي  هغه  شهید دی  . بخاري  ومسلم  عن ابی هریره رضی  الله عنه  .

[  ۳ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د طاعون   ناروغي  له امله  مړ شي  هغه  شهید دی .  بخاري  ومسلم  عن ابی هریره رضی  الله عنه  .

[  ۴ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د نسناستي  ( وبا ، یا دې  ورته  بله  وژونکي )   ناروغي  له  امله  مړ شي  هغه  شهید دی  . بخاري  ومسلم  عن ابی هریره رضی  الله عنه  .

[  ۵ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  د چا  مال  چې  څوک  غصبوي ، د هغه  په  دفاع  کې  ووژل  شي  هغه  شهید دی  .  بخاري  وابوداؤد عن  عبدالله  بن  عمرو رضی  الله عنهما  .

[  ۶ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  په  اوبو کې  دغرقیدو  له  امله  مړ  شي  هغه  شهید دی  . ابوداؤد ، و وسنن النسآیی ، عن جابر بن  عتیک رضی  الله عنه  .

[  ۷  ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د سل  (  ټې بي )  ناروغي  له  امله  مړ  شي  هغه  شهید دی  . ابوداؤد ، و وسنن النسآیی ، عن جابر بن  عتیک رضی  الله عنه  .

[  ۸ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :   څوک  چې  په  اور کې  سوځېدو  له  امله  مړ  شي  هغه  شهید دی  . ابوداؤد ، و وسنن النسآیی ، عن جابر بن  عتیک رضی  الله عنه .

[  ۹ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د د رانده  شي د لاندي کېدو  له  امله  مړ شي  هغه  شهید دی . ابوداؤد ، و وسنن النسآیی ، عن جابر بن  عتیک رضی  الله عنه  .

[  ۱۰ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  کومه  ښځه  چې  د اولاد  زېږېدو  ناروغي  له  امله  مړه  شي  هغه  شهیده ده  .  ابوداؤد ، و وسنن النسآیی ، عن جابر بن  عتیک رضی  الله عنه  .

عَنْ عُبَادَةَ بْنَ الصَّامِتِ قَالَ : رَسُولُ اللَّهِ : وَالنُّفَسَاءُ شَهِيدٌ يَجُرُّهَا وَلَدُهَا بِسُرَرِهِ إِلَى الْجَنَّةِ .

کومه  مېرمنه  چې  د او لاد  زېږېدني  ناروغي  له  امله  مړه  شي دهغه  او لاد  د نو تناو  به ورسره  وصل  وي  جنت  ته  به  یې  بیایي  .  مسند احمد .

[  ۱۱ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د دیني  ارزښتونو  په  دفاع  کې  ووژل  شي ، هغه  شهید دی  .  الترمذی ، سنن ابی داؤد ، و وسنن النسآیی ،عن سعیدبن زید رضی  الله عنه .

[  ۱۲ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  له  خپل  ځان  څخه  په  دفاع  کې  ووژل  شي  هغه  شهید دی  . الترمذی ، سنن ابی داؤد ، و وسنن النسآیی ،عن سعیدبن زید رضی  الله عنه  .

[  ۱۳ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  دخپل  اهل   په  دفاع  کې  ووژل  شي  هغه  شهید دی  . الترمذی ، سنن ابی داؤد ، و وسنن النسآیی ،عن سعیدبن زید رضی  الله عنه  .

[  ۱۴ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :   څوک  چې  دمظلومیت  په  حال  کې  ووژل  شي  هغه  شهید دی  .  سنن  النسآیی  ، عن  ابی جعفر  رضی  الله عنه  .

[  ۱۵ ] رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  : څوک  چې  له  همجوار  څخه  په  دفاع  کې  ووژل  شي  هغه  شهید دی  .  بغیة الحارث ، عن  عبادة  بن  الصامت رضی  الله عنه .

[ ۱۶ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د زهر  لرونکي  حیوان  د چیچلو  له  امله  مړ شي  هغه  شهید دی  . معجم  الکبیر للطبراني ، عن عقبة  بن عامر ، و عبدالله بن عباس  رضی  الله عنهما  .

[  ۱۷ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د ځناور  په  حمله  او خوراک  مړ شي هغه  شهید دی  . معجم  الکبیر للطبراني ، عن عقبة  بن عامر ، و عبدالله بن عباس  رضی  الله عنهما  .

[  ۱۸ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  دسوارلۍ  حیوان  وغورځوي  ( مغزﺉ یې  مات  شي )  مړ شي  هغه  شهیددی  . معجم  الکبیر للطبراني ، عن عقبة  بن عامر ، و عبدالله بن عباس  رضی  الله عنهما  .

[ ۱۹ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  له  لوړ  ځای  څخه  راوغورځي  مړ شي  هغه  شهید دی  . معجم  الکبیر للطبراني ، عن عبدالملک بن  هارون  بن عنترة  رضی  الله عنه  .

[  ۲۰ ] رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  : څوک  چې  د اوږ دې  ناروغي  له  امله  مړ  شي  هغه  شهید دی  . معجم  الکبیر للطبراني ، عن  ابی هریرة  رضی  الله عنه  .

[  ۲۱ ]  رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  : څوک  چې  د مسا فري  په  حال  کې  مړ شي  هغه  شهید دی  . شعب الایمان  للبیهقي ، ومسند شهاب  القضاعي . عن ابی هریرة  رضی  الله عنه .

عن أبي هريرة وأبي ذر قالا سمعنا رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : إذا جاء الموت طالب العلم وهو على تلك الحال مات شهيدا . نقله عمدة القاري شرح صحيح البخاري المؤلف : بدر الدين العيني الحنفي , في باب الشهادة سبع سوي القتل . والمعرفة والتاريخ – الفسوي , من المؤرخين القدامى الذين نقل عنهم الخطيب في ” تاريخ بغداد ” وابن عساكر في ” تاريخ دمشق ” وابن الجوزي وغيرهم . ” والفقيه والمتفقه ” للخطيب البغدادي . وجامع بيان العلم وفضله تأليف: أبي عمر يوسف بن عبد الله النمري القرطبي . والتذكرة في أحوال الموتى وأمورالآخرة , للإمام القرطبي . ومفتاح دار السعادة , لابن قيم الجوزية .

[  ۲۲ ]   رسول  الله  صلی  الله  وفر مایل  :  څوک  چې  د طالب علمي  په  حال  کې  مړ  شي  هغه  شهید دی  . عمدة القاري ، والمعرفة والتاریخ ،للفسوي ، والفقیه والمتفقه ، للخطیب  البغدادي ، وجامع  بیان العلم  ، للقرطبي ، والتذکرة فی احوال الآخرة ، للقرطبي . ومفتاح الدارالسعادة ، لابن قیم الجوزي  . عن ابي هریرة ، و ابی ذر الغفاري  رضی الله  عنهما .

عن جابر بن عتيك قال رسول الله الشهداء  سبعة : وذكرمنها والمرأة تموت بجمع شهيدة. رواه مالك والشافعي وأحمد وأبو داود والنسائي من رواية جابر بن عتيك ((بأسانيد صحيحة)) لا جرم استدركه الحاكم وقال صحيح الإسناد .

عن غطيف بن أبى سفيان الثقفي ، قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : «أَيَّمَا امْرَأة مَاتَتْ جُمْعًا لَمْ تَطْمَثُ دَخَلَت الْجَنَّةَ» .رواه كتاب العيال المؤلف :  عبدالله بن محمد بن عبيد بن سفيان بن قيس أبو بكر القرشي , و النفقة على العيال لابن أبي الدنيا , و محلي الاثار لابن حزم , و أسد الغابة المؤلف : ابن الأثير , و معرفة الصحابة لأبي نعيم الأصبهاني , و الكشف والبيان  المؤلف: أبو إسحاق أحمد بن محمد بن إبراهيم الثعلبي النيسابوري . و تفسير الثعلبي .

[ أَيُّما امرأةٍ ماتَتْ بِجُمْعٍ لم تُطْمَثْ دَخَلت الجَنَّةَ ] تموت وفى بطنها ولد، وقيل التى تموت بكرًا والمراد بها البِكْرَ ههنا قال لم تطمث بمعنى لم تحض .النهاية في غريب الحديث والأثر.: 1/176.

[  ۲۳ ]  رسول  الله  صلی الله  علیه  وسلم  وفر مایل  :  کومه  ښځه  چې  د پېغلتوب  په  حالت کې  مړه  شي  هغه  شهیده ده  .

{ ” وَالآمِرُ بَالمَعْرُوفِ وَالنَّاهِي عَنِ المُنْكَرِ شَهِيدٌ ” } ابن عساكر عن علي”. الفتح الكبير في ضم الزيادة إلى الجامع الصغيرالمؤلف : جلال الدين عبد الرحمن بن أبي بكر السيوطي . و كنز العمال في سنن الأقوال والأفعال ., وصححه محمدناصرالدين الالباني .

[ ۲۴ ]  رسول  الله  صلی  الله علیه  وسلم  وفرمایل :  څوک چې  د ښې  لارې  د پیروي  لپاره خلګوته  بلنه  ورکوي  او له  بدي لارې  څخه  یې  منعه  کوي ، هغه  ( چې  مړ  شي ) شهید دی  . ابن عساکر عن  علي  رضی الله  عنه  .

” المحموم شهيد “. ” الديلمي عن أنس ”  . وعمدة القاري شرح صحيح البخاري . وفردوس بمأثور الخطاب، أبو شجاع شيرويه بن شهردار بن شيرويه الديلمي الهمذاني الملقب إلكيا سنة الولادة 445 هـ/ سنة الوفاة 509 هـ , . وكنـز العمال في سنن الأقوال والأفعال .

[  ۲۵ ] رسول  الله  صلی  الله علیه  وسلم  وفرمایل :  څوک چې  د تبي  د ناروغي  له  امله  مړ شي ، هغه شهیددی

راليږنه :سايت اسلام و فرهنګ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً