په نوروز کې خسرګنې او خپلوانو کره د سوغاتونو وړل

ترټولو د مخه اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

که څوک کوزدن (نامزاد) وی د نوی کال ډالۍ د خسرګنی کره وړل او د نوی کال مبارکی ویلو په هکله معلومات غواړم .

دوست محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نوروز اختر د اور پرستو مجوسيانو اختر دی د هغه لمانځل ، د مبارکي ورکول ، د تحفو او سوغاتونو وړل جواز نه لري ،

بيهقي په سنن الکبري ١٤جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨ نمبر کي له علي رضی الله عنه څخه روايت کړي دي چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالى وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه: او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دى ددې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على رضی الله عنه د نوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شوي دى بيهقي وايې چې د کراهت وجه يې دا ده چې دا ورځ شريعت نه ده خاص کړې او دوى يې د ځان څخه خاصوي .

فتاوي قاضی خان يې په ډيرو سختو الفاظو کې داسې رد وي :

“رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت يې ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ). فتاوی قاضی خان

نور تفصيل دلته وګورئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 13 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً