د امريکا په ټول هيواد کې به اسلامي کتابونه وويشل شي

د اسلام ټودې (http://en.islamtoday.net/) په حواله د امريکا اسلامي ټولنه د امريکا د کتابخانو د اتحاديه په کومک غواړي د هيواد په سر تا سر کې اسلامي کتابونه ، ډې وي ډي او نور وويشي .

د امريکا د اسلامي اړيکو شوری وايي : ددې اقدام څخه هدف د امريکا د اوسيدونکو بلتيا د ټولې نړی د مسلمانانو له عقائدو ، تاريخ او فرهنګ څخه ده ، په دې مجموعه کې د اسلامي تمدن آثار هم وجود لري چې امريکايانو ته به معرفي کيږي .

دغه اسلامي کتابونه او ډې وي ډي ګاڼې اوس مهال د امريکا اصلي کتابخانې سره دي او د دغه کتابخانې کارکوونکو د لومړی ځل لپاره ددې ډول کتابونو څخه تود هرکلی کړی دی .

د غربي ويرجينيا د کتابخانې يو مالک پائولامک ګرو وايي : هغه څه چې مونږ د مسلمانانو د کلتور او فرهنګ په باره له رسنيو څخه آورېدلي وو ناقص دي بناً دغه مجموعه به و کولای شي د امريکا اوسيدونکو ته په صحي او اصلي شان اسلام او مسلمانان معرفي کړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً