مساقات

د ځمکې حصه يا دهکانۍ ورکولو ته مزارعت وايي کوم چې مخکې بيان شو او د ميوه دارو ونو حصو ورکولو يا دهکاني ورکولو ته مساقات وايي .
يعنې که څوک ميوه داري ونې په دې شرط چا ته وسپاري چې ددې باغ اوبول او خدمت کوه چې کوم حاصل وشو نو هغه به تقسيموو چې دې ته په شريعت کې مساقات وايي ، او د سقي معنی اوبه ورکول دي .
د مساقات شرطونه : د مساقات د پاره هغه شرطونه دي کوم چې د کرهنې د پاره وو مګر په ځنو شيان کې له مزارعت سره فرق لري چې د هغې بيانول ضروري دي .
د مساقات د پاره يو شرط دا دی چې د ميوو باغ به تيار وي داسې نشي کيدای چې د بزګر ته وويل شي چې ته ونې کښيوه بيا چې هر کله حاصل ته ورسيد دواړه به پکې شريک وو دا معامله نا جايزه ده ځکه په زراعت کې د کروندې موده لنډه وي دهکان ته هم نفعه ژر په لاس ورځي او د مودې د کموالی له امله د اختلاف ګنجايش هم نه وي مګر د باغ رسيدل زيات وخت نيسي د هغې حاصل هم ژر په لاس نه راځي او د مودې د زياتوالی له امله په هغه کې د اختلاف ويره هم وي ځکه کيدای شي د يو طرف فيصله بدله شي.
په مساقات او مزارعت کې دوهم فرق دا دی چې د مساقاتو په معامله کې يو طرف هم بغير له سخت ضرورت خپله معامله نشي فسخ کولای که کوم طرف يې فسخ کړي نو هغه به قانوناً د هغه په کولو مجبوريږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً