د ابو ملکيت چا لره دی ؟

د اوبو مليکت څلور صورتونه لري :

۱- لوی سمندرونه چې د هيچا ملکيت نه دی .

۲- لوی سيندونه ددې حکم هم د سمندرونو دی .

۳- هغه ويالې ، حوض او نهرونه چې خلکو يا حکومت پخپل محنت يا پانګه لګولو سره جوړ کړی وي ددې اوبو مليکت د پانګې لګولو واله دی .

لکن هغوی ته دا حق نشته چې خلک يا حيوانات د اوبو څښلو څخه منع کړي يا د اوبو ورکولو څه کرايه واخلي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د دينه منعه فرمايلې ده او حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د داسې خلکو سره د جنګ اجازت ورکړی دی (بدائع ج ۶ ص ۱۸۹ ) .

که د ډيرو حيواناتو د راتلو په وجه د حوض د غاړو د ماتېدو يا خرابيدو ويره وي نو هغه ورباندې پابندي لګولای شي او د خلاف ورزی يا فصل ته د نقصان رسولو په صورت کې هغه د منع کولو حق هم شته .

۴- هغه اوبه چې کوم چا پخپل لوښي کې زخيره کړی وي ، هغه د ده حق دی او هغه خرچولای هم شي او څوک ور څخه منع کولای هم شي .

د ابو ښکار :

د سيند ماهيان د هيچا حق نه دی ، مګر که چا شخصي حوض جوړ کړي ماهيان ونيسي او په هغه کې يې واچوي نو ددې دوه صورتونه دي :

الف ) : دا چې حوض کوچنی وي ماهيان بغير له وسائلو نيول کيدای شي نو داسې ماهيان د هغه ملک بلل کيږي .

ب ) : که لوی حوض وي چې ماهيان بغير له وسائلو جال وغيره نشي نيول کيدای نو دا حوض د ده ملک دی خلک له ښکار څخه منع کولای شي مګر په اوبو کې د ماهيانو خرچول نه صحي کيږي د ماهيانو بيعه هغه وخت صحي وي چې کله يې ښکار کړي او بيا يې پر خلکو و پلوري په اوبو کې د ماهيانو خرچول صحي نه دي . (اسلامي فقه مولانا مجيب الله ندوي )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً