فرض لمونځونه په کور کې ادا کول

د اسلام د دین محترمنو خادمینو ته السلام علیکم زما یوه پوښتنه ده او له نږدی څلور پنځو نورو علماوو نه مې هم پوشتلی خو مقنع ځواب چاراته نه دی وئیلی.
پوښتنه:
په کور کې د سنتو او نفلی لمونځو کول جائز دی او حتی د نفلی لمونځونو کول په کور کې بهتره ده خو مسئله په فرضی لمونځو کې دی. اول باید په جماعت او په جمات کې وشی که چیری په جماعت نشی نو باید جومات کې وشی او یا کیدای شی په کور کې هم ادا شی؟؟؟ که داسی وشی نو خلکو ته به پلمه پیدا شی او لمونځونه به په کور کوی؟؟؟

د ځواب په تمه
جزاک الله

شاپور عادل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو په کور کې د نفلونو او سنتو لمونځونو کول غوره او بهتره دې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو همدا عادت وو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : أفضل الصلاة صلاة المرء في بيته إلا المكتوبة ” (رواه البخاري ) د سړي د پاره بغير له فرضو څخه په کور کې لمونځ کول غوره او افضل دي .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النّبِيّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: “اجْعَلُوا مِنْ صَلاَتِكُمْ فِي بُيُوتِكُمْ. وَلاَ تَتّخِذُوهَا قُبُوراً”. (متفق عليه )

ابن عمر رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : تاسې خپل لمونځونه (سنت او نفل ) په کورونو کې کوئ او خپل کورونه قبرونه مه ګرځوئ .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  صحابه کرامو رضی الله عنهم به بغير له فرض لمانځه څخه نور لمونځونه په خپل کور کې ادا کول

په جماعت سره لمونځ کول زيات فضيلت لري په دې اړه پوره تفصيل دلته وګورئ .

په جماعت سره لمونځ کول واجب دي پوره تفصيل دلته وګورې

په جماعت سره د لمانځه ترک کول ګناه ده پوره تفصيل دلته وګورئ

مسلمانانو وروڼو!

جوماتونو ته لاړ شئ ، دا جوماتونه د چا د پاره جوړ شوي دي ؟ ستاسې د پاره او که د پيريانو د پاره ، تاسې ته د الله په نوم نارې وهل کيږي چې راشئ ځای د لمانځه ته او راشئ ځای د خلاصون ته خو تاسې دغه نارې په غوږونو اروئ او جومات ته نه ځي د شيطان دوستی څخه لاس واخلی لږ غيرت وکړئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً