په زړه کې د طلاق ارادې سره طلاق واقع کيږي؟

اسلام علیکم

په زړه کی اراده کول څنګه دی ؟ که زما په زړه کی داسی راوګرځیدل چه زه خپلی ښځی ته طلاق ور کوم . آیا هغه په ما طلاق کیږی او څنګه ؟

مننه- عبدالرزاق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په زړه کې د طلاق ارادې کولو سره طلاق نه واقع کيږي ، بلکې طلاق هغه وخت واقع کيږي چې له خولې څخه د طلاق الفاظ ووځي .

عن ابی هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ان الله عز وجل تجاوز لامتی عما حدثت به انفسها ما لم تعمل او تتکلم به ( رواه المسلم ) .

هو ما جعل دلالة علی معنی طلاق من صريح او کناية و به ظهر ان من تشا جرمع زوجته فاعطاها ثلاثة احجاز ينوی الطلاق و لم يذکر لفظاً لا صريحا و لا کناية لا يقع ( ردالمختار ، کتاب طلاق ۳/۲۳۰ – کفايت المفتي ۶/۳ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً