محترم سلام كوم: زه به يوه بانك كي سرمايه لرم (حساب اكونت لرم)اوزما به سرمايه باندي بانك راته منفعت راكوي اوزه دغه اضافي منفعت(سودي منفعت) دخبل ضرورت لباره نه استعمالوم بلكه محتاجو كسانوته يي وركوم اودثواب نيت هم نه لرم أيا داكارماته جوازلري كه يي نه لري. زه سرمايه به كوركي نه شم ساتلي اومجبوريم بانك كي يي وساتم اوبانك زما به سرمايه منفعت اخلي اوكارباركوي. كه زه دغه اضافي منفعت جه زما دسرمايي نه دبانك له خواراكول كيزي له بانك نه وانخلم نوبانك يي فقيرانوته نه وركوي اوبل داجه كه زه خبله سرمايه به saving account كي كيزدم بيا هم بانك زما له سرمايي نه نفعه اخلي اواضافي بيسي ياسود زما به سرمايه نه اضافه كيزي ليكن بانك خبله فايده كوي اوزما بيسي يي به كاراجولي .راته معلومات راكري. ماته كوم كارغوره دي: ايا سودي حساب راته شه دي جه دخبلي سرمايي اضافي فايده جه بانك يي راكوي غريبانوته وركرم داجوازلري؟ – کتوازی
————————————————————————-
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هيڅ مسلمان او مسلمانې ته جايزه نه ده چې خپلې پيسی په سودي بانکونو کې وساتي ځکه دا عمل د سودي ادارې سره امداد دی ، لقوله سبحانه وتعالی :وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ (په ګناه او نافرمانی کې يوله بله مدد مه کوئ). «مائده/20» .
مګر هغه به يو صادق او امانتداره تجار ته د مضاربت په توګه ورکوي ، يا که د پيسو د چلولو څوک نه وي او په کور کې ساتل يې سر او مال ته زيان او خطر وي نو د مجبوريت په خاطر يې په بانک کې د جايري حساب په توګه ساتل باک نه لري .
(جديد فقهی مسايل ج۱ص۲۸۱ ) ، (فتاوي البدالحرام 390-386/3 ) .
د سود اخيستل په دې نيت چې د خير په کار کې به يې مصرفوم
د فتاوی معاصر علماء البلدالحرام څخه پوښتنه :
پوښتنه : يو ځوان په امريکا کې تحصيل کوي ، د ناچاری په وجه خپلی پيسی په يوه سودي بانک کې ږدي آيا د سود اخيسل په دې نيت چې هغه به د خير په کار کې مصرفوم جائز دی ؟ په دې چې بانک خو يې هسې هم خپل ځان ته ګرځوي .
ځواب : پدې کې څو خبرې دي
اول : پداسې بانکونو کې د پيسو ايښودل جايز نه دي ځکه د خلکو له سرمايي څخه استفاده کوي او په هغه باندې خپل تجارت کوي مونږ اجازه نه لرو تر څو خپل مال د سود خورو او کفارو په اختيار کې ورکړو تر څو له هغه څخه سود او ګټه پورته کړي .
مګر که د غلا له ويرې او د ځان له ويرې دا کار وشي باک نه لري مګر دهغه سود اخيستل حرام دي ځکه چې له هغه څخه څه قبلول ربا او سود دی کوم چې الله تعالی منع کړي قوله تعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (٢٧٨)فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ (٢٧٩)]
ای مؤمنانو ! له خدايه ووريږی او تاسې چې کوم سود پر خلکو پاتې دی هغه ور پريږدی که په رښتيا مو ايمان راوړی وي ، خو که تاسې داسې ونه کړل نو خبر ووسئ چې د الله او دهغه د رسول لخوا ستاسې پر خلاف د جنګ اعلان دی اوس هم توبه وباسئ او سود پريږدی او تاسې د خپلی پانګی حقدار يئ .
دا آيت شرِيف پدې دلالت کوي چې هيڅ نوعه سود اخيستل روا نه دي .
که داسې ووايو چې که دا پيسی د هغوی په اختيار کې ورکړو نو هغوی عبادت ځايونه ، او جنګې تجهيزات چې د مسلمانانو پر ضد کارول کيږي کار واخلی په ځواب کې بايد ووايو چې مونږ د الله تعالی په امر او د ستور مامؤر شوی يو دا چې له يوه شي څخه چې الله (جل جلاله ) منع کړي ؤ منعه شو او که فرضاً هغه شی د فاسد سبب ګرځي زمونږ پرغاړه نه دی او زمونږ پر غاړه د الله (جل جلا له ) فرمانبرداري ده د الله تعالی فرمان په هرڅه کې مقدم دی .
دوهم :آيا دا سود چې له بانک څخه اخيستل کيږي زما له پانګي څخه به وي ؟
په ځواب کې وايو : دا د تا له سرمايې څخه نه دی ځکه ممکن بانک هغه وخت ضرر کړی وي نو ځکه دا سود په قطعی توګه په تا پورې اړه نه لري .
دريم : د سود اخيستل په هغه څه اقرار کول دي چې هغه حرام بولو ځکه د قيامت په ورځ به د الله تعالی په حضور په هغه باندې د ربا او سود اقرار کيږي نو آيا دا به جايز وي چې څه حرام شي د خير او مصلحت په نوم حلال کړو پداسې حال چې پدې عقيده لرو چه حرام دي ؟
ځکه د قرآنی نص په مقابل کې په قياس عمل کول جايز نه دی .
څلورم :که هغه پدې نيت اخلې چې د خير په کار کې به يې مصرف کړي تر څو له ګناه څخه پاک شي په اصل کې دا کار پدې معنی دی چې په ګناه کې ځان ورګډوي او وروسته د هغه د خلاصون فکر کوې ، دا له عقل او منطق سره سر نه خوري ځکه مخکې له دې چې په ګنا ککړ شي له څخه لرې شه ، آيا دا يو عاقلانه عمل دی چې انسان خپلی جامې په ادار ککړې کړي او هرکله چې ککړی شي هغه پريمنځي ؟ هيڅ کله هم دا يو عاقلانه عمل نه دی د ربا او سود په تحريم معتقد يئ هغه اخلې او صدقه کوی يې ، نو ځکه هغه بالکل اخله مه او ځان له هغه څخه پاک وساته .
پنځم : سود خوړل مشابهت له يهودو سره دی چې الله تعالی هغوی ملامت کړي او فرمايي :
[فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا (160) وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (161)]
فتاوي البلد الحرام ، علماء حرمين (3/386-390)
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود