د مسبوق لمونځ

مسبوق ( هغه کس چې د جماعت څه رکعتونه ورڅخه تير شوي وي )

 حاجى عپدالمناف تاسى ته دکنړولايت مرکز اسداباد نه زحمت درکوم
پوښتنه مي داوه چه امام پسي ودريدم زما نه يورکعات تللي وه دامام دسلام ګرځولوروسته زه خپل لمونځ پوره کوم چه اوس دا اخري رکعات ډک وکړم اوکه تش

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مسبوق چې د امام سره يې څه رکعتونه موندلي وي هغه به د امام سره ادا کړي باقي رکعتونه چې څه پاتې وي هغه به په لاندې ډول پوره کړي .

اول : که له چا څخه يو رکعت تير شوی وي نو د امام د يو طرف سلام ګرځولو وروسته به پاڅي سوره فاتحه او بل سورة به ولولي رکوع ، سجده او قعده (التحيات ، درد او دعا ويل ) به وکړې سلام به وګرځوي .

دوهم : که دوه رکعتونه ورڅخه تير شوي وي نو لومړی رکعت به ډک ادا کړي دوهم رکعت به هم ډک ادا کړي ځکه د قرآن لوستلو په اعتبار دا د ده دوهم رکعت دی او دوهم رکعت ډک وي وروسته به رکوع ، سجده او قعده وکړي د سلام په ګرځولو سره به لمونځ ختم کړي .

دريم : که دری رکعتونه ورڅخه تير شوي وي نو پاڅې به سوره فاتحه او بل سورت به ولولي د رکوع او سجدې وروسته به قعده وکړي ځکه چې يو رکعت يې له امام سره ادا کړی او دا د ده دوهم رکعت دی په دوهم رکعت کې کيناستل يا قعده وي په دې قعده کې د التحيات ويلو وروسته پاڅي دوهم رکعت به هم ډک ادا کړي ځکه چې د قرآن لوستلو په اعتبار دا د ده دوهم رکعت دی او د امام سره دا د ده دريم رکعت دی نو په دې رکعت کې قعده نشته څلورم رکعت به تش (يوازې فاتحه ويل ) ادا کړي بيا به رکوع ، سجده او قعده وکړي سلام به وګرځوي .

يادونه :

مسبوق به د امام سره سلام نه ګرځوي ، که يې صرف يو طرف ته سلام ګرځولی وي وروسته ور په ياد شي پاڅي به خپل لمونځ به پوره کړي ، او که د امام سره دواړو طرفو ته سلام وګرځوي يا د سلام ګرځولو وروسته څه وخت کيني او پس ور ته ياد شي فوراً به پاڅې لمونځ به پوره کړي او سجده سهوه به ادا کړي – دا په هغه صورت کې چې د دنيا څه خبرې يې نه وي کړي که يې خبرې کړي وي لمونځ به له سره ادا کړي (فقه اسلامي مولانا مجيب الله ندوي ص ۸۳-۴۸ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً