د اسقاط مسئله

د اسلامی لارښود محترمو مسولینو اسلام علیکم ور حمت الله وبرکاته.د الله تعالی له دربار څخه تاسی او ستاسی پیروانو ته د دنیا او اخرت د سعادت او نیکبختی غوښتونکی یم . زه په لاندی ډول یوه پوښتنه لرم .که جواب یی زر راکړی ستاسی لطف به وی.
د عرفی په ورځ زما ماما وفات شو. ماما می ډیر لمونځګذار وو .د جنازی وروسته مولوی صاحب اعلان وکړی چه ددی میت زامنو 50000 کالداری د اسقاط لپاره بیلی کړید خو حیله اسقاط چه نن مروجه ده نه کوو خو ددی 50000 کالدارو نه 10000 زره کالداری مسکینانو ته ورکول غواړو هر هغه څوک چی مسکین وی د یو کس نوم یی واخیست دهغه خوا ته دی ورشی او ددی لس زره روپو نه به د هغه سره کومک وشی او په پاتی 40000 زره کالدارو به د مسجد لپاره کوهی جوړ کړی او یا به د مسجد نور ضروری اشیا لکه جنراتور ،پکی او داسی نور واخلی . ایا د شریعت له مخی دا کار جایز دی ؟سره ددی چه دی سړی نه د روژی د خوړواو یا د لمانځه د قضی په هکله  وصیت  کړی وی. او یا ددی سړی دلمانځه په قضا او یا خدای نخواسته د روژی د خوړولو په هکله کوم ثبوت وی.
دوهمه پوښتنه: که د چانه لمونځ قضا شوی هغه باید څومره فدیه ورکړی ؟ ایا د لمانځه فدیه شته او که وی نو اندازه یی څومره ده؟

وسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فديه او حيله اسقاط څه ته وايي :

فديه : که د مړي څخه څه لمونځونه ، روژې و غيره فوت شوی وي او هغه وصيت کړی وي د مړي د ميراث د ثلث څخه د هغه د فديې ادا کول واجب دي چې هر لمونځ او هرې روژې په بدل کې به 1.7 ګرامه غنم يا د هغه قيمت ادا کوي او که وصيت نه وي کړي ادا کول يې مستحب دي .

حيله اسقاط يا دوره يا دائره : حيله اسقاط ځنو فقهاؤ د داسې شخص د پاره يوه جايزه حيله ګرځولې ده چې د هغه څخه څه لمونځونه ، روژې و غيره فوت شوي وي او په ژوند کې يې د هغه د قضا د پاره فرصت نه وي موندلی ، او د مرګ په وخت کې يې وصيت کړی وي ، خو د ده څخه پاتې شوی مال دومره نه وي چې د هغه له دريمې حصې څخه د هغه د لمونځونو او روژې فديه ادا شي . (کفايت المفتي ج ۴ ص ۱۷۲ – ردالمختار ۲ / ۷۲ ) .

د مړي څخه چې کوم مال پاتې شي اسلامې شريعت په هغه کې څلور حقوق وضع کړی دي :
اول : د مړي تکفين او تجهيز
دوهم : د مړي د قرضونو ادا کول .
دريم : د مړي د وصيت پر ځای کول .
څلورم : پاتې مال به د واريثانو په مينځه تقسيمول .
که د مړي څخه څه لمونځونه ، روژې و غيره فوت شوی وي او هغه وصيت کړی وي د مړي د ميراث د ثلث څخه د هغه د فديې ادا کول واجب دي.
حيله اسقاط اصلاً په دور نبوت ، دور صحابه او خير القرون نه وه او دا وروسته د فقهاؤ لخوا د يوې اجتهادي مسئلې په توګه منيځته راغلی دی .
د دغه حيلې د پاره فقهاؤ لاندې شرطونه ذکر کړی دي :
۱- دغه حيله به لازمي نه ګڼل کيږي ، فرض ، واجب ، سنت به نه ګنل کيږي .
۲- که څوک دغه حيله و نه کړي په هغه باندې به ملامتيا نه ويل کيږي .
۳- په عمومي محضر کې به نه تر سره کيږي .
۴- د اسقاط مال به فقط پر مسکينانو تقسيميږي ( يا د صدقاتو پر مستحقينو باندي ) .
۵- مړي به وصيت کړی وي ، مګر د هغه د ميراث له دريمې حصې څخه پوره نشي .
۶- چا چې وصيت نه وي کړي او واريثان يې سرمايدار وي د هغه د پاره د اسقاط حيله جايزه نه ده .
۷- اسقاط د قومې رواج په شکل ادا نشي تر څو د خلکو له عار او پيغور څخه خلاص شي .
۸- يوې خاصې ډلې ته لکه ملايان او طالبان ته خاص نشي .
۹- د هر مړي د پاره لازم و نه بلل شي .
۱۰- د اسقاط د پيسو سره قرآن و نه ګرځول شي .
فتاواي حقانيه 2/ 61 الي67 ـ جواهرالفقه ـ احسن الفتاوى ـ امدادالاحكام ـ محمودالفتاوي. والله اعلم باالصّواب
نو اوس تاسې ووايئ چې دا شرايط پکې شته ، بلکي يو هم پکې نشته نو ځکه د خرافاتو ، بدعاتو او منکراتو مجموعه ده

ننی حله اسقاط د خرافات مجموعه ده پوره تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/4712

پاتې شوه د ایصال ثواب مسئله :

که د مړې وارثان د خپل طرف نه په مړی پسې څه پسې صدقه کړي هغه په مسکينانو او فقيرانو وويشي يا هغه د جومات د پاره وقف کړي مشروع او ډير ښه کار دی ان شاء الله چې مړي ته يې ثواب رسيږي په دليل د لاندې حديث شريف :

يو سړی پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويی ويل :

« إِنَّ أُمِّي افْتُلِتَتْ نَفْسُهَا – أی ماتت بغتة- وَأُرَاهَا لَوْ تَكَلَّمَتْ تَصَدَّقَتْ، أَفَأَتَصَدَّقُ عَنْهَا؟ قَالَ: نَعَمْ »[1]

مور مې ناچاپه وفات شو زما په نظر که د خبرو کولو فرصت يې پيدا کړی وای نو صدقه يې ادا کوله ، ايا کولای شم د هغه له طرفه صدقه ورکړم ؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو .

همدارنګه پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  سعد بن عباده رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُا ته اجازه وکړه تر څو د خرما باغ د مور د وفات وروسته د هغه د پاره صدقه کړي .[2]

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

[1] بخاری1388،2760،و مسلم1004

[2] بخاری 2762

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. الله پاک دی تاسو ټولو کارکونکو ته فردوس جنت نصیب کړی. امین

  2. الله پاک دی تاسو ټولو ته عظیم اجر در په برخه کړی! آمین

اترك تعليقاً