افغانستان دارالحرب دی او که دارالاسلام ؟

محترمو ورونو ٠ په إسلامي كتابونو كي ليكل كيزي چه كه په كوم إسلامي هيواد كفري قواوى حمله وكري نو دغه هيواد دارالحرب دي او په هر يوه فرد يي جهاد فرض عين دي خو نن عطاء الله لودين وايي چه افغانستان دارالحرب نه دى ځكه چه ٩٩ فيصده خلك يي مسلمانان دي او دى به دا مسله دسعودي له علماؤ سره هم شريكه كړي٠ هيله كوم فه دى باب داسلامي علماؤ  علمي نظريات بيان كرى زكه حكومتي ملايان غواري جه د خلكو أذهان مغشوش كري٠ مننه

عبيدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم  

اول : آيا د جهاد حکم په دارالحرب پورې اړه لري ؟

يعنې کله چې په اسلامي هيواد حمله وشي د مسلمانانو اسلامي حکومت ونړول شي ، هيواد مکمل د کفار لاس ته ولويږي او مسلمانان مغلوب شي نو بيا جهاد فرض کيږي ؟ او که نه کله چې د اسلام په خاوره کفار حمله وکړي پر مسلمانانو د اسلامي نظام او د اسلامي سرحداتو څخه دفاع فرض ده .

ځکه د جهاد يو هدف د اسلامي حکومت او اسلامي سرحداتو ساتنه ده .

قوله سبحانه و تعالی : وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ …..البقرة /190 .

(او د الله جل جلا له  په لار کې د هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسې سره جګړه کوي ) .

لکه څنګه چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د کفار د مشرانو هر يو كعب بن الأشرف او ابن أبي الحقيق یهوديانو د قتل حکم وکړ ځکه چې دوی د مسلمانانو سخت دوښمنان ؤ .

او همدارنګه د کفر له شر څخه د اسلامې مناطقو د سرحداتو ساتنه چې په ترغيب کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

 ( رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا ) البخاري (2678) . د الله جل جلا له  په لاره يو ورځ بيره کول له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره ده .

مدينه منوره دارالاسلام ؤ خو اسلامي لښکرو د اسلامي حکومت او اسلامي سرحداتو د ساتنې او د کفارو د حملو د مخنوي د پاره او همدارنګه د اسلامي نظام د پراختيا د پاره جهاد کولو .

او که خدای مه کړه د اسلام خاوره کفار لاندې کړي لکه اوس يې چې لاندې کړي ده او د مسلمانانو وژل پيل کړي نو پر مسلمانانو تر هغه وخت پورې قتال فرض دی څو پورې چې دين ټول الله لره شي يعنې کفر له مينځه يوړل شي او اسلامي نظام برقرار شي .

قوله سبحانه وتعالی : وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنْ انتَهَوْا فَلا عُدْوَانَ إِلا عَلَى الظَّالِمِينَ) البقرة /193 .

ژباړه : (او له دوی سره تر هغې جګړه وکړئ چې فتنه (شرک ، کفر او فساد) پاتې نه شي او د الله د دين (حکم ) يوازې د الله شي ، خو که دوی (له تېري ) لاس په سر شي نو تېری له تېري کوونکو پرته پر بل چا نه دی روا) .

او که څوک دا فکر کوي چې مونږ د امريکا او ناتو تر بيرغ لاندې اسلامي نظام جوړوو او يا مو جوړ کړی دی ، دا يو خيال دی ځکه هغوی د اسلام نابودي غواړي او تاسې يې د خپلو شومو اهدافو د پلي کولو لپاره ګمارلې ياست .

داسې نشي کيدای چې له يوې خوا د ملل کفري قوانينو ته ځان وفادار بولئ ( هغه قوانين چې اسلامي حدود ظلم ګڼې ، جهاد ترور ګڼې ، استقلال د دوی د حلقي خلاف ګڼل وي ) او له بلې خوا بيا د اسلامي حکومت دعوي کوئ . ددې دواړو جمع کول مهال دي ؟

دوهم : ځنو پخپلو بې آساسه او مکارو مفکورو خلکو ته په دې باندې بازي ورکړې ده چې امريکا او ناتو واله مستأمنين دي هغوی ته مونږ امن ورکړی دی .

آيا هغه کفار چې د وسلو او خپل نظامي زور سره د اسلام خاورې ته ننوځي او د مسلمانانو قتل پيل کړي مستأمنين دي ؟ ستا مستأمنين به همداسې وي ، آيا ددې پوچې او پلتي شيطاني مفکورې د پاره کوم دليل لرئ ؟

تاسې امريکا او ناتو ته امن ورکړی دی او که هغوی تاسې ته امن درکړی دی ؟ بلکي هغوی تاسې ته امن درکړی دی ، هغوی په نظامي زور سره د اسلام خاوره لاندې کړه او تاسې يې د الوتکو تر وزرونو لاندې تر حکومت او قيادت پورې ورسولای ، دا ستاسو خپل خيالات دي په دې مسئله باندې اوس د غره شپونکی هم پوهيږي .

دريم : ځنې بيا وايي مونږ د هغوی سره صلح او تړون کړی دی هغوی صلح ساتي دي د ملل متحد قواوې دي مونږ د امن د پاره را غوښتې دي .

اول دا چې هغوی تاسې نه دې راغوښتي بلکي د هغوی همدا قصد ؤ چې د اسلام خاوره لاندې کړي مګر تاسې يې ددې لپاره ګومارلي ياست چې د هغوی د شومو اهدافو په پلي کولو کې مرسته وکړی .

دوهم : داچې کوم کفار چې د اسلام نابودي او د مسلمانانو وژل غواړي آيا د هغوی سره په اسلام کې د نورو مسلمانانو پر خلاف تړون او صلح شته ؟ آيا د داسې تړون او صلحې د پاره کوم دلائل لرئ ؟

که ستا په حکومت کې د امريکا او ناتو د وحشي لښکرو په لاس د مسلمانانو وژل جايز وي . آيا د مظلوم ولس لپاره ستا د ياغي ميلمنو وژل جواز نه لري ؟

که دا وحشي لښکري په توره شپه کې د مسلمانانو پر کورونو ورخيږي ، دروازې يې ورماتوي ، خلکو ته بې عزتي اړوي او وژني يې نو آيا مظلوم ولس ته د ځان او کلي د دفاع لپاره ستاسو د صلح ساتو وژل جايز نه دي ؟

پس ستاسې خيالونه او مفکورې بالکل بې ځايه دي .

بل دا خبره چې د افغانستان ۹۹٪ فيصده خلک مسلمان دي ، هو بلکل جهاد پر مسلمانانو فرض دی نه پر کافرانو .

کله چې د اسلام خاوري ته مسلحانه کفار ننوځي او د مسلمانانو وژل پيل کړي ، مسلمانانو ته د الله تعالی حکم دی چې هغوی تاسې وژني نو تاسې د الله په لاره کې د هغوی سره وجنګيږي او هغوی قتل کړی .

قوله سبحانه وتعالی : (وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ) البقرة /190 .

او د الله جل جلا له  په لار کې د هغو کسانو سره جګړه وکړئ چې له تاسې سره جګړه کوي خو له حد څخه مه تېرېږئ ، بې شکه چې الله جل جلا له  هغه کسان نه خوښوي چې له حده اوړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

5 تبصرې

  1. محترمو اسلام علیکم
    محترما ستاسی په جواب کی ما ته سوال پیدا شو او هغه دا چه.
    1: ایا هر سړی دی خپل ټوپک ته لاس کړی او چه کوم ځای کی ورته ددی یهودو نه په لاس ورغی مړ دی کړی او یا دی پری ځان شهید کړی.؟
    2:او یا د کومی ډلی پوری دی ځان وتړی او ورسره یو ځای دی شی ؟
    3:پدی روان حالت کی تاسی داسی یو ډله راوښیی چه سرچینه یی روښانه او د اعلاٍ کلمت الله لپاره جنګیږی؟
    په ډیر درنښت

  2. وروره ! سرچينه بالکل روښانه ده چې قرآن او سنت دی ، جهاد عبادت دی د عبادت حکم الله جل جلا له او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خاص وي ، په کومه ډله او شخص پورې اړه نه لري .
    کله چې کفار مسلحانه د اسلام خاورې ته ننوځي او د مسلمانانو وژل او نيول پيل کړي نو مسلمانانو ته د الله او د رسول حکم دی چې تاسې وژنې نو هغوی د الله د رضا په نيت ووژنئ :
    قوله سبحانه وتعالی : وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ) البقرة /190 .
    و قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ ) . صحيح أبي داود (2186) .
    نن د فتنو دور دی ، د کفارو او منافقينو تبليغاتو ډير کسان په فتنه کې اچولي دي ، که سړی دې فتنو ته متوجه نه وي د انسان د ګمراهۍ سبب ګرځي .
    رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :: تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ»: موطا مالك» 2/899 (1594)
    (ستاسې په مينځ کې مې دوه څيزونه پريښودل تر هغه پورې به هيڅکله ګمراه نشئ څو پورې مو چې په دغو دوه څيزونو منګلې نښلولی وي (په هغه عمل وکړی ) د الله کتاب (قرآن ) او سنت نبوي) .

  3. د اسلام لارښود ګرانو کارکونکو کور مو ودان چی ډیری مهمی موضوع ته مو اشاره کړی خدای پاک دی مونږ ته هم تفیق راکړی چی دغی سپیڅلی لار ته مسلمانان وهڅو او خپله هم ددی لاری پیروان شو. لوی خدای جل جلا له دی مونږټولوته دجهاد کولو توفیق راکړی امین یا رب العالمین.

  4. محترم سلا م ماراببديرد. جهادفرض است وفعلاهم مسلمان ها مسول است كه جهادكند ولي يكنقطه مهم كه درموردمسلمان هاي كنوني وجوانان كه مبارزه ميكند اين است كه اكثريت انها فاسد اند وبغيرازمسلمان كشي وافغان كشي وقطاع الطريقي كارندارد. مه شاهد صحنه هاي جهاد هستيم كه مبارزين بالاي يهودي ها حمله نميكند وازانها ميترسد وفقط بالاي كاروان هاي اكمالاتي حمله ميكند حتي موترهاي ملكي راجورميكند وافغان ها راازموترهاي ميبرد ودرمقابل انها بيسه ميكيرد وموترهاي شخصي راازمردم ميكيرد وبه فروش ميرساند. اومردم بيكناه ومسلمان رابنام جاسوس وغيره ميكشد. ايا رهبريت مبارزين ومجاهدين به مجاهدين همين قسم مشوره داده. ايا اين قسم اعمال مناسب مجاهدين اند؟ مه به مدت دوسال درميدان جهادبودم ولي نتوانستم جوانان راازارتكاب اعمال حرام، قتل،دزدي منع كنم. لطفا راه نجات ازين معزله افغانستان كه ازيكطرف جنكهاي صليبي شدت كسب كرده وازطرف ديكر جوانان ماتحت تاثيرات شوم يهودي ها هم درعرعرصه معركه وهم درعرصه تحصيل اند.

    ———————————————————————————
    بسم الله تعالی
    واضح ده چې مجاهد هغه چا ته ويل کيږي چې خاص د الله تعالی د دين د نصرت او قیام د پاره مبارزه کوي ، داسې کس بيا نه ناحقه قتل کوي او نه خيانت بلکي داسې اعمال او کارونه تر سره کوي چې هغه د الله د رضا سبب ګرځي
    په دې کې هم شک نشته چې د ولس په اسلامي قيام کې ځنې مفسد کسان شته چې د هغوی اعمال واقعاً د شرم وړ دي او داسې کسان د اسلام او مسلمانانو د پاره هر وخت ګواښ او سخت خطر وي ، او داسې کسانو څخه د خپلو صفونو پاکول ډير ضروري وي
    او بل داخبره ده چې تش په نوم مسلمان دې د يهودو په فوځ کې د مسلمان په کور باندې تير او يرغل کوي او هلته د مسلمان لخوا مرداريږي او بيا وايي چې داخلي يې ووژلو دا د تعجب ځای دی
    بل کس چې وژني حتماً به وژل کيږي
    که د ځان وژل نه غواړي نو بل بې ګناه کس ولې وژني

  5. سلامونه:
    محترمو زما پوښتنه داوه چی سرتور سر لمونځ کړل څه حکم لری

اترك تعليقاً