آيا د سون په موادو کې احتکار شته ؟

د اسلامی لارښود قدرمنو کارکوونکوته خپلی نیکی هیلی او سلامونه وړاندی کوم.
محترماً: زه یو پوښتنه لرم چی په دی ډول ده :
که یو څوک غذایی مواد او یا هم مایعات یا د سون مواد لکه لرګی یا مایع ګاز د دوبی په موسم کی رانیسی او بیا یی د په ژمی کی د ډیری ګټی په خاطر پلوری، نو ایا د ا عمل د اسلام له نظره څنکه دی ؟ احتکار دی کنه ؟

خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احتکار تعريف او حکم :

احتکار دې ته وايي چې د قیمتونو دلوړوالی په هیله د خلکو د ضرورت وړ مواد زخيره کړي او د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي او هغه پر خلکو باندي په لوړ قيمت و پلوري ،او د هغه ضرر عامو خلکو ورسيږي .

په کومو موادو کې احتکار مينځ ته راځي :

د امام ابويوسف رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په هر هغو اجناسو کې چې خلکو ته يې ضرر رسيږي احتکار مينځ راځي هغه که د سوخت مواد وي ، لباس وي او حيوانات او غيره .. د اکثرو علماؤ قول همدا دی .

وذهب أبو يوسف من الحنفيّة إلى أنّ الاحتكار إنما يكون في كلّ ما أضر حبسه، سواء كان في الأقوات أم في غيرها، اعتمادّا على علّة الحكم، وهي الضرر، فكلّ ما سبّب ضررّا فهو احتكار. وهذا أقرب إلى قول مالك. (الفقة الاسلامية ) .

احتکار کله مينځه راځي :

احتکار د لاندې دريو شرطونو په صورت کې مينځ ته راځي .

اول داچې : د احتکار جنس د هغه د اهل عيال د يو کال مصرف او تکفل نه زيات وي ، ځکه دا جايز دی چې سړي د خپل کور د خرڅ د پاره د يو کال مواد زخيره کړي .

دوهم دا چې : د احتکار اجناس په دې نيت زخيره کړي تر څو قيمتونه لوړ شي او بيا يې په ګران قيمت و پلوري ، او د خلکو د سختې اړتيا او ضرورت څخه سوء استفاده وکړي .

دريم دا چې : احتکار هغه وخت مينځ ته راځي چې کله خلک احتکار شوي اجناس ته اړتيا ولري لکه خوراکي مواد ، د شون مواد ، پوښاک او نور ….. او هغه اجناس چې خلک هغې ته ضرورت نه لري احتکار نه بلل کيږي ځکه خلکو ته يې ضرر نه رسيږي .

ځنې معاصر علماؤ بل شرط هم ور زياتوي چې دا زخيره کول د اجناسو په نرخ باندې تأثير و نه کړي او په بازار کې د اجناسو قلت را نشي چې دې ډول احتکار ته احتکار قلة وايي :

وفيه يحتكر عدد قليل من المنتجين أو البائعين إنتاج سلعة معينة بحيث يمكنهم التأثير في ارتفاع ثمنها.(مکتبة الاسلامية )

د مطلب خلاصه : هر ډول اجناس چې د نرخونو د لوړوالي په نيت زخيره شي او خلکو ته يې ضرر رسيږي د زخېرې په وجه د موادو کموالی او د نرخ جګوالی را مينځته کيږي د احتکار حکم لري، مګر که کوم اجناس خريداري شي او د شدت او ضرر وخت نه وي د بيع او بازار د ښه والی د پاره وساتل شي باک نه لري په شرط ددې چې خلکو ته يې ضرر نه وي په بازار او نرخ څه تأثير ونه لري .

د بازار او نرخ د انحصار عصري احتکار ، د عصري احتکار ډولونه تفصيل …….

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً