د زکات نصاب په افغانۍ

د احنافو په نزد د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاف اقل دي .

په دې باندې د ټول امت د علماء اتفاق دی چې پانګه هر کوم نصاب ته هغه د سپنو زرو وي یا د سرو زرو وي ورسيږي زکات ور باندې فرض دی معلومه خبره ده چې په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی .

فتاوي للجنة الدائمه هم د احنافو قول ته ترجيح ورکوي ليکي :

ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان )

دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانې، د فابريکه  توليدات او نور ) نصاب  د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږي  ځکه د سپينو زرو نصاب اقل دی  نو په اقل عمل کوو .

همدارنګه د الهيئة الإسلامية العالمية للاقتصاد هم دا نظر دی :

زكاة الأوراق النقدية ، عروض التجارة :
النصاب: ما يساوي الأقل من قيمة نصاب الذهب أو الفضة، والأقل في وقتنا نصاب الفضة، فيكون نصاب الأوراق النقدية ما يعادل قيمة 595 جرام من الفضة .

المقصود بعروض التجارة: ما ملكه المسلم بنية بيعه والمتاجرة فيه، فلا تشمل الزكاة الأعيان التي لا تُعد للبيع، ونصابها معتبر بقيمتها، ومقداره كنصاب الورق النقدي، فإذا كانت قيمة العروض مساويةً لقيمة 595جراماً من الفضة وجبت فيها الزكاة. (الهيئة الإسلامية العالمية للاقتصاد ) .

د نغدو پيسو يا تجارتی اموالو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه دی او دوه سوه شرعي درهم له 595  ګرامو سره سمون خوري .

د يو ګرام سپينو زرو يا نقرې نرخ 70 افغانۍ ( 22/5/1391 – کابل ) دی نو د زکات نصاب به مساوي شي په :

595X70=41650≈41000 AFS

اسلامي لارښود د دقيقو څيړنو وروسته  اوس مهال د افغانستان لپاره د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب يوڅلويښت زره (41000 ) افغانۍ اعلانوي .

څوک چې يوځلويښت زره افغانۍ ولري کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

الله تعالی دې په ټولو مسلمانانو کې د زکات جزبه ژوندی کړي (آمين )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. You recognize therefore considerably when it comes to this topic, produced me personally believe it from a lot of varied angles. Its like men and women don’t seem to be involved until it is one thing to do with Woman gaga! Your personal stuffs outstanding. Always care for it up!

  2. ټولو درنو کارکوونکو او لوستونکو ته د زړه د له کومی السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته.
    زه د زکات په اړه یو پوښتنه لرم او هر څوک چی پوښتم نو مختلف ځوابونه راکوی، هیله ده چی دا ځل تاسی یو ښکلی جوړ او په دلایلو ولاړ ځواب راکړئ. سوال داسی دی چې که چیری تیر کال ما ۱۰۰۰ (زر ډالر)نغدی پیسی لرلی او سږکال زما د میاشتنی معاش سره یو ځای ټولی ۳۰۰۰ (دری زره ډالر شوی دی، یعنی هره میاشت ما خپل معاش هم ورسره یو ځای کړی دی، اوس ددی پیسو د زکات نصاب څنګه تعین کړو، ایا یواځی د همغه ۱۰۰۰ (زر ډالرو چی د تیر کاله راپاتی زکات ورکړم کنه د دغه ۳۰۰۰ (دری زره ډالر) زکات ورکړم کوم چی ما میاشتنی معاش اخیستی دی؟؟؟
    والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

اترك تعليقاً