په جهان کې لوږه را روانه ده بايد د حمل مخنيوی وشي (ستاسې نظر څه دی ؟ )

محتر م وروره:

ستاسی لخوا هغه معلومات چه  په رحم کې د اولاد يا حمل د مخنيوي په هکله وو ډیرجا مع وو مګر ددی پروګرام بنیاد په دی اساس دی چه په جهان کی لوژه راروانه ده با ید د حمل مخنيوی وشی.او دی پروژی سره د غیری مسلمو له خوا کومک کیژی نو اوس ستا سی نظر غواړو   – عبدالله،شمس

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حمل مخنيوی دوه صورته لري :

اول صورت دا دی چه نفسي خواهش پوره شي خو رحم ته د مني مخه ونيول شي چې دې ته عزل وايي ځنې فقهاء يې جايز او ځنې مکروه تحریمي بولي .

دوهم صورت : دا دی چې په رحم کې حمل له مينځه يوړل شي هغه که په هره طريقه وي . پوره تفصيل دلته وګورئ

د حمل لري کول د ژوندې کيدو نه پس قتل دی الله جل جلا له  فرمايي :

وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا ( 31 اسراء)

ژباړه : او د فقر له وېرې خپل اولاد مه وژنئ ، مونږ دوی او تاسې ته روزې درکوو . په رښتيا چې د دوی وژل لويه ګناه ده .

هغه کسان چې په دې نيت د حمل مخنوی کوي چې له لوږي مړه نه شي نو خپله دوی ته څوک روزي ورکوي؟ که الله جل جلا له  پر خلکو روزې بنده کړي ، مثلاً د بارانونو وورول بند شي او اوبه ډيرې کښته په ځمکه کې ننوځي او ځمکه بالکل وچه شي نو بيا به انسانان خواړه له کومه کړي او څوک به وي چې بارانونه ووروي او څوک به وي چې د ښکته شوېو اوبو سطحه لوړه کړي .

 قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاء مَّعِينٍ ( الملک 30 ) . يعنې : ووايه : آيا تاسې څه فکر کوئ ؟ که ستاسې اوبه (په ځمکه کې ) ننوځي نو څوک به تاسې ته صافې او جايري اوبه برابرې کړي ؟ .

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ  (21 الملک) يعنې : آيا څوک دی هغه چې تاسې ته روزې درکړي که (الله له تاسې ) خپله روزې منع کړي ؟

بل دا چې اسلام په آخر زمان کې د رزق د پراخۍ ، مالدارۍ او مړښت وړانديز او پيشبني کړې ده :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «تَصَدَّقُوا، فَإِنَّهُ يَأْتِي عَلَيْكُمْ زَمَانٌ، يَمْشِي الرَّجُلُ بِصَدَقَتِهِ، فَلا يَجِدُ مَنْ يَقْبَلُهَا، يَقُولُ الرَّجُلُ: لَوْ جِئْتَ بِهَا بِالأَمْسِ لَقَبِلْتُهَا، فَأَمَّا الْيَوْمَ فَلا حَاجَةَ لِي بِهَا». (بخارى: ۱۴۱۱)

ژباړه : صدقه ورکړئ ،ځکه داسې وخت به راشي چې يو سړی به په مستحق کس پسې ګرځي مګر هيڅ څوک به نه پيدا کيږي چې هغه قبوله کړي ،يو کس به وايي : که دې پرون صدقه راوړې وای قبوله کړې به مې وای مګر نن ورځ هغې ته ضرورت نه لرم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د مهدي دور داسې بيانوي :

يخرج في آخر أمتي المهدي، يسقيه الله الغيث وتخرج الأرض نباتها ويعطي المال صحاحاً وتکثر الماشية، وتعظم الأمة، يعيش سبعاً أو ثمانياً» (يعني: حججاً) («مستدرک حاکم» (4/557 – 558) حاکم وايي: دا حديث صحيح الإسناد دی او شيخينو د هغه روايت نه دی کړی. ذهبي ور سره موافق دی. او آلباني صحيح بولي «سلسلة الأحاديث الصحيحة» (م 2 / ص 336) (حديث 711)

(زما د امت په آخره زمانه کې به مهدي ظهور وکړي الله تعالی به هغه ته ډير بارانونه او حاصل خيزه ځمکې وبخښي ، دارايی به زياتې شي اهلي حيوانات به زيات شي او اسلامې امت به لوی شي هغه به د ظهور څخه وروسته اوه يا اته کاله ژوند وکړي ) .

همدارنګه د عيسی عليه سلام د نزول په دور کې به هم دارايي زياتې وي :

د عيسی عليه سلام دور زمان به هم د حضرت مهدي په شان د امنيت ، سلامت خوشحالۍ دور وي بارانونه به زيات اوريږي آب سالي به وي ځمکه به ښه حاصل خيزه وي خلک به مالداره وي ، کينه او حسد به نه وي .

په هر حال الله جل جلا له  د ټول مخلوق روزې رسونکی دی .

په کافرانو کې چې نن سبا د حمل د وژلو کوم وحشيانه طرزالعمل روان دي د بشريت پر وړاندې ډير ستر ظلم دی حال دا چې د حقوق بشر نارې يې ډيرې تودې دي .

د دغه وحشانه قتل عام يو مثال دلته وګورئ

غير مسلم کافران دې ته شنه ناست دې تر څو د مسلمانان نسل له مينځه يوسي او ددې هدف د پاره يې ډيرې پروژې په کار اچولې هم دي خو لله حمد دوی په دې شوم هدف کې پاتې راغلی دي .

مسلمانان دې يوازې پر الله جل جلا له توکل وکړې ،د الله تعالی فرمانبرداري دې وکړي او د شيطاني لښکرو تقليد دې نه کوي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. ګرانو د ان لاین اسلامي لارښود چلوونکو
    السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته

    په قران کریم کې د عزت د میاشتو یادونه شوی ده، دا کومې میاشتې دي؟ او ددې میاشتو څنګه عزت وشي؟ یانې کوم کارونه په کې کول نه دي پکار ؟
    والسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته

  2. عبدالله

    جزاک الله خيراً کثيراً
    ډيره ډيره مننه له داسې جامع ځواب نه