عصري علوم او مکاتب

قدرمنوداسلامی معلوماتو ورکونکی اسلامعلیکم ورحمته الله وبرکاته . الله ج دی تاسی ته عظیم اجردرګړی چی مسلمانانو ته اسلامی معلومات ورکوی.
زموږ پوښتنه داده چی زه په یوه موسسه کی کارکوم او هلته زما وظیفه دمکتبونو دانجنیری وظیفه ده ایا ماته دغه معاش روادی اوکنه ځکه چی دلته کوم غیرمسلمان زموږسره کارنه کوی او داهم موږته معلومه ده چی کفارو اواشغالګروته زموږدکارهیڅ مستقیم او غیرمستقیم فایده نه رسیږی که په دی مورد خپل اسلامی معلومات راکړی جی دغه کارموږته جايزدی اوک نه مهربانی به مووی.

عبدالله کندهار

ځواب

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:

د امت د معاصرو فقهاوو په اتفاق نني عصري علوم چې د اسلامې امت ضرورت ګڼل کيږي زده کړه يي فرض کفايي ده لکه : طب ، انجنيري ، زراعت ، تخنيک تنالوجي وغيره .

فإن العلوم الدنيوية التي تقوم عليها مصالح الناس وبنية المجتمع تعتبر فرض كفاية، وصاحبها في عبادة إذا نوى بعمله القيام بهذا الفرض وخدمة المجتمع… ولا شك أن أجره عظيم في هذه الحالة لأنه قائم بفرض من فروض الكفاية (اهل سنت والجماعت شبکة اسلامية ) .

شيخ صالح المنجد ليکي :

کچيرې څوک د دنيوي يا عصري علومو زده کړه د مسلمانانو د مصالحو ، لوړوالي او د کفارو څخه د مسلمانانو د بې احتياجۍ او اکتفاء په نيت وکړي نو دا لوی اجر لري ، بل دا چې د شرعي او نيوي علومو يو ځايوالی ضروري دی او دا دواړه يو له بل څخه نشي جلا کيدای ، په پخوا وخت کې ډير علماؤ شرعي او دينوي دواړه علوم حاصل کړی وو ، لکه ابن جوزيه رحمه الله په شرعي علم کې وتلی عالم وو مګر د طب علم يي هم حاصل کړی وو ، همداسې نور علماء

فمَن تعلم العلوم الدنيوية ونيته أن يُصلح للمسلمين أمورَهم في معاشهم  , ورفع مكانتهم ، والاكتفاء عن الأمم الكافرة : فلا شك أن أجره عظيم ، ويثاب على هذا العلم الذي يتعلمه , مع بيان أن الجمع بين العلوم الدينية والدنيوية أمر مقدور عليه , ولا يتنافيان , وقد كان كثير من العلماء السابقين يجمعون بين تخصصات مختلفة ، فابن قيم الجوزية رحمه الله كان مبرزاً في العلوم الشرعية ، ولا تخفى مكانته فيه , وكذلك كان مبرزاً في علوم الطب ” زاد المعاد “

او دا بالکل صحي ده چې ډير بزرګوار علماؤ داسې وو چې دواړه علوم يي حاصل کړی وو ، څه وخت مخکې مو په همدې پاڼه کې د شيخ محدث شاولی الله رحمه الله  زندګي نامه ولوستله هغه چې د شرعيت په علم کې يو وتلی عالم تير شوي دی طب او فلسفه يي هم لوستي وو چې د هغې وخت مروج عصري علوم بلل کيدل .

همدا رنګه فتاوی اللجنة الدائمة ليکي : هر عصري او دنيوي علم چې هغې ته امت احتياج لري او په هغې باندې يي ژوند و لاړ دی لکه طب ، زراعت ، انجنيري او داسې نور که د زده کړې څخه اراده او نيت دا وي چې اسلامې امت ته مې ګټه ورسيږي ، د امت شان لوړ شي ، او مسلمانان د کفري هيوادونو څخه بې نيازه شي نو دا همغه درجات دي چې په قرانکريم ور ته اشاره شوې ده مګر په درجات کې فرق دی نظر منفعت او دفع حاجت ته .

وكل علم دنيوي تحتاجه الأمة ، وتتوقف عليه حياتها ، كالطب والزراعة والصناعة ونحوها ، داخل أيضا إذا حسنت النية ، وأراد به متعلمه والعامل به نفع الأمة الإسلامية ودعمها ، ورفع شأنها ، وإغنائها عن دول الكفر والضلال ، لكن بالقصد الثاني التابع ، ودرجات كل متفاوتة تبعا لمنزلة ذلك من الدين ، وقوته في النفع ودفع الحاجة ” انتهى .

“فتاوى اللجنة الدائمة” (12 / 77) .

نو مکاتب ددې ډول ضروري علومو د پاره مقدماتي لوست بلل کيږي په شرط ددې چې اختلاط او نور منکرات پکې نه وي ، چې ددې زده کړو لپاره د مکتب ساختمان ضرور وي .

که څه هم اوس مهال تعليمي نصاب د کفارو لخوا بدل شوی دی او په تعليمي نصاب کې ډيرې لاسوهنې شوی دي ځکه هغوی غواړي نوی مسلمان نسل ښکار کړي .

که د دوی هدف واقعاً کمک وای نو ولي په دومره کفارو کې يو کافر پيدا نشو تر څو انجنيرۍ يا طب ته يو لابراتوار ، يا نور عصري وسايل او کتابونه برابر کړي خو ددې مهم او ډير لږ مصرف پر ځای هغوی په ميليونو مصرف کوي آمده او موجوده اسلامې تعلمي نصاب له مينځه وړي او پر ځای يي د خپلې رايي نصاب رامنځته کوي .

که څه هم چې دا يو ناقص نصاب دی بيا هم تر نشت نه ښه دی ځکه که دا ګډ او مات نصاب نه وي د خلکو اولادونه به په لارو او کوچو کې بې کاره ګرځي او پر ډول ډول فسادونو به ګفتار شي نو تر نشت څخه دا نصاب هم ښه دی ځکه د فقهي يو اصل دی : چې د سخت ضرر مخ به په لږ او کم ضرر نيول کيږي .

ددې د پاره چې کفار پخپل شوم هدف کې پاتي راشي او خدای مه کړه زمونږ ځوان نسل بې لارې نشي د مسلمانانو مسئولينو ، استاذانو او معلمانو ته پوره پوره مسؤليت متوجه دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. همداسې ده یوازې عمل نور په کار دي