قرض يا پور په زکات کې مجرا کول جايز دي ؟

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

مننه له دی معلوماتو: خو که یوه پوښتنه زه هم ورزیاته کړم او هغه دا چی که پوروړی د زکات مستحق وی او دا پور ورته په زکات کی ورحساب کړی، زکات ادا کیږی که نه؟

مننه او جزاک الله خیرا

ډاکټر يمين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د زکات په عوض کې د قرض معاف کولو سره زکات نه صحي کيږي (محمود الفتاوي حنفي )

و  فی  شرح  التنویر:

«واعْلم أنَّ أداءَ الدَّين عن الدين والعين عن العين وعن الدين يجوز، وأداء الدَّين عن العين، وعن دين سيقبض لا يجوز. وحيلة الجواز أَنْ يعطي مديونه الفقير زكاته ثم يأْخذها عن دينه ، ولو امتنع المَدْيون مدّ يده وأَخَذَهَا لكونه ظفر بجنس حقه، فإن مانعه رفعه للقاضي  »

و  فی  الرد:

 « (قوله: و اعلم)وفي صورتين لا يجوزالأولى أداء الدين عن العين كجعله ما في ذمَّة مَدْيونه زكاة لماله الحاضر»‌.(احسن الفتاوي4/260)  

امام نوي رحمه الله په المجوع کې ليکي : لو كان على رجل معسر دين ، فأراد الدائن أن يجعله من زكاته وقال له : جعلته عن زكاتى فهناك وجهان صحيحان ، أصحهما أنه لا يجزئه ، وهو مذهب أحمد وأبى حنيفة ، لأن الزكاة فى ذمة صاحبها فلا يبرأ إلا بإقباضها .

الشيخ العثيمين ـ رحمه الله د قرض مجرا کول په زکات کې د نا جايز والي د پاره لاندې دلائل په ګوته کړی دي :

الأول: أن الزكاة أخذ وإعطاء، قال تعالى: خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً. { التوبة: 103}. وهذا ليس فيه أخذ.

يعنې په زکات کې اخذ (اخيستل) وي لکه الله جل جلا له  وايي د دوی له مالونو څخه صدقه واخله چې په زکات کې د قرض په مجرا کولو سره اخيستل نه وي بلکي عوض کول وي .

الثاني: أن هذا بمنزلة إخراج الخبيث من الطيب، قال تعالى: وَلاَ تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ. ( البقرة: 267 ).

ووجه ذلك: أنه سيخرج هذا الدين عن زكاة عين، ومعلوم نقص الدين عن العين في النفوس، فكأني أخرج رديئاً عن جيد وطيب فلا يجزئ.

بل دا چې د زکات په وجه مال پاک ګرځي يعنې د پاک څخه خبيث او نا پاک شي ايستل کيږي يعنې د زکات څخه ايستل شوی برخه د مال ناپاکې وي ، نو کله چې قرض په زکات کې مجرا شي د ناپاک څخه به ناياک ويستل شي چې داسې کول نا جايز دي بلکې د پاک څخه ناپاک ايستل کيږي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. سلامونه د اسلامې لارښود د ديني څيړنو څانګې ته هیله لرم چی جوراوروغ اوسی. عزتمنده!بیاهم تکلیف درکوم هغه داچی که چیری دیوچا پربل چاپورباندی وی او هغه سړی وخپل پوروړی ته زکات ورکړی نوهغه بیرته هغه دزکات پیسی په پورکښی ورکړی نو دلته ماته سوال دادی چی دزکات ورکونکی دغه زکات صحت لری اوکنه؟ ځکه که دده په دی زکات کی دپور اخستلو مسأله راغله نوایا دده زکات ودغه پوروړی ته روادی کنه که پدی موردخپله شرعی عالمانه معلومات راکړی مهربانی به موی.

  2. اسلام علکيم ورحمة الله وبرکاة
    الجواب
    بسم الله الرحمن الرحيم
    هو داسې کول جايز دي
    محمود الفتاوي حنفي ليکي :
    زکات په قرض کې مجرا کول جايز نه دي ځکه د زکات د پاره قبض کول شرط دی مګر داسې کول جايز دي چې پوروړي فقير ته زکات ورکړي او وروسته بيا خپل پور ور څخه واخلی .

    و فی شرح التنویر:

    «واعْلم أنَّ أداءَ الدَّين عن الدين والعين عن العين وعن الدين يجوز، وأداء الدَّين عن العين، وعن دين سيقبض لا يجوز. وحيلة الجواز أَنْ يعطي مديونه الفقير زكاته ثم يأْخذها عن دينه ، ولو امتنع المَدْيون مدّ يده وأَخَذَهَا لكونه ظفر بجنس حقه، فإن مانعه رفعه للقاضي »

    آن لاين اسلامې لارښود