د جنازي په لمانځه کې د عادي لمانځه په شان سبحانک اللهم او درود ويل کيږي ؟

دا پوشتنه مې ډیر ځله ذهن ته راځی هغه داچه:دجنازی په لمانځه کی چی اللهم صلی … وایو نو آیا دا داسی درود دی لکه په عادی لمانځه کی یی چی وایو اوکه وسلمت ورحمت وترحمت هم پکی شته؟ اویا په سبحانک اللهم کی وجل ثناءک شته اوکنه ؟ که دعادی لمانځه په قسم ده. که نقلی دلیل پیداکړی شی ډیره مهربانی به مو وی. یو چاراته ویلی وو چی دا بعضی علماوو زیات کړی دی.

ستاسو ورور حکمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد

ثناء ويل يا د لمانځه دعا استفتاح هغه که په لمانځه کې وي يا د جنازې په لمونځ کې عبارت له : (سبحانك اللهم وبحمد ك وتبارك اسمك وتعالى جدك، ولا أ له غير) (صحيح الترمذي 1/77 وصحيح ابن ماجه 1/ 135) .

که څه هم د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه د لمانځه په شروع کې نورې دعاګانې هم ثابتې دي مګر دا دعا په ټولو کې مختصره او د لوی فضيلت واله دعا ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  يې په اړه فرمايي : إن أحب الكلام إلى الله أن يقول العبد : سبحانك اللهم و بحمدك ، و تبارك اسمك ، و تعالى جدك ، و لا إله غيرك ( السلسلة الصحيحة الألباني – 2598 ) .

مګر دا دعا : (سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك، و جل ثنائک ولا أ له غيرك ) مو نه د احاديثو په کتابونو کې پيدا کړای شوه او نه مو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  په لمانځه .

فتاوي الهنديه ليکي : ثُمَّ يقول سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالَى جَدُّكَ وَلَا إلَهَ غَيْرُكَ كَذَا في الْهِدَايَةِ إمَامًا كان أو مُقْتَدِيًا أو مُنْفَرِدًا كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة ولم يُذْكَرْ في الْأَصْلِ وَلَا في النَّوَادِرِ وجل ثَنَاؤُكَ كَذَا (۱/۷۳ هندية ) .

المبسوط فقه الفروع حنفي ليکي :

ثم يقول سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا إله غيرك ، جاء عن الضحاك رحمه الله في تفسير قوله تعالى : { وسبح بحمد ربك حين تقوم } أنه قول المصلي عند الافتتاح سبحانك اللهم وبحمدك وروى هذا الذكر عن رسول الله صلى الله عليه وسلم عمر وعلي وعبد الله بن مسعود رضي الله عنهم : { أنه كان يقوله عند افتتاح الصلاة } ، ولم يذكر وجل ثناؤك ; لأنه لم ينقل في المشاهير.

همدارنګه جامع او مختصر درود دا لاندې درود دی :

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ [البخاري/ 3190]

د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه نور درودونه هم ثابت شوی دي لکه لاندې :

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ عَبْدِكَ وَرَسُولِكَ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَآلِ إِبْرَاهِيمَ

[البخاري/ 5997]

للَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى أَزْوَاجِهِ وَذُرِّيَّتِهِ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، وَبَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى أَزْوَاجِهِ وَذُرِّيَّتِهِ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ [مسلم/ 407]

په دې باندې د علماء اتفاق دی چې هغه درود چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم نه ثابت شوي وي په لمانځه ويل يي جايز دي .

مګر دا درود اللهم صل علی محمد و علی آل محمد کما صليت و رحمت و ترحمت علی ابراهيم و علی آل ابراهيم د سنتو په کتابونو کې بيدا نه کړ .

په دي ډول درود د شيخ الألباني په ضعيف الجامع کي ذکر شوی دی چې ضعيف الاسناد دی :اللهم صل على محمد و على آل محمد ، كما صليت على إبراهيم و آل إبراهيم ، و بارك على محمد و على آل محمد ، كما باركت على إبراهيم و آل إبراهيم ، و ترحم على محمد و على آل محمد ، كما ترحمت على إبراهيم و آل إبراهيم ، شهدت له يوم القيامة بالشهادة ، و شفعت له ( ضعيف الاسناد ضعيف الجامع الالباني )

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. ډیره مننه ستاسوله زحمتونوڅخه الله دپه دنیااوآخرت کی درته اجرونه نصیب کړی. اوس نو مونږاوتاسو باید خپل دجنازی لمونځ صحیح کړو

  2. یوه بله پوښتنه می ذهن ته راځی هغه داچی: وترواجب څه شی دی یعنی حکم یی څه دی اوڅورکعته دی آیا ټول په یوه قعده دی اوکه په دوو قعدوسره دی؟

    مننه وروره.
    ستاسوورور حکمت الله

  3. ځما خوږه وروه،

    ستاسو له نیکو لیکنو یوه نړی مننه،

    تاسو دالبانی له ادرس نه بعضی شیان لیکلی هغه خو یو متنازع شخص ده او اوس اوس کی ددیوبند علماوو دهغه بعضی خبری را اخیستی چه له قرآن او سنت سره هیڅ سر نه لګوی او حتی اهل حدیث ورته خپل امام او شیخ اعظم وایی نو مهربانی وکړی دهغه نقل قول مه وړاندی کوی تاسو کولی شی چه دډیرو سترو سترو علماوو لکه علامه انورشاه کشمیری، شیخ الهند وغیره اقوال راواخلی او ترینه ګټه پورته کړی.

    والسلام.

    مهرباني وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/3688