د بانک د قرغه کشۍ پيسې څه حکم لري ؟

د آنلاين اسلامې لارښود چلونکو زما یوه پوښتنه ده

چی دغه بانکونه په قرعه کشی کې چا ته پیسی راووځی حلالی دی اوکه حرامی دی یا نور څه

په درنښت  – سيد حبیب رحمن سادات

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بانک د قسمت حساب يا قرغه کشي په اتفاق د معاصرو فقهاوو قمار دی

د قمار په باره کې نور تفصيل دلته وګورئ

قمار کبيره ګناه ده الله جل جلا له  فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠)إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (٩١) «مائده/90-91-

ای مؤمنانو! دا شراب ،قمار،انصاب (نصب کړشوی ډبری د عبادت لپاره ) او غشي د بخت آزمينی پخاطر دا ټول ناولي او شيطاني کارونه دي له هغو نه ډډه وکړﺉ هيله ده چې تاسې ته به بری درپه برخه شي . شيطان خو دا غواړي چې د شرابو او قمار په وسيله ستاسې په منځ کې عداوت او دوښمني واچوي او تاسې د خدای جل جلاله له يادلولو او لمانځه څخه منع کړﺉ  نو آیا تاسې له دې چارو لاس اخلی ؟

د قمار پيسې حرامې دي د هغه مصرفول د مسلمان د پاره جواز نه لري د قمار پيسې به په خپلو ماليکان که هغه نه وي د هغوی په واريثان به ويشل کيږي او که دا امکان نه لري هغه به د ګناه نه د خلاصون په نيت په فقرا او مساکينو ووشي .

(جواهرالفقه – فتاوی البلدالحرام 4/441-442 او د علمي څيړنې او افتاء دايمي ټولنه 4/443)

د بانک د سود او قمار پوره بيان دلته وګورئ

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 30 times, 1 visits today)