دعلمی بحثونو د دايمی ټولنی فتاوای او افتا (15/18-19)
۴- د اسعارو تبادله
پوښتنه : د پسو بدلول حکم په متفاوتو قيمتونو څه دی ؟
ځواب : د نغدو پيسو بدلول لکه دالر په افغانۍ او افغانۍ په کلدارو باک نلري مګر پدې شرط چې لاس په لاس وي ځکه چې جنس يې سره مخالف دی .
رسول الله ص فرمايي :[ فَإِذَا اِخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ] (مسلم ) .
کله چې دا اجناس مختلف وي څنګه چې غواړی لاس په لاس معامله وکړئ
شيخ ابن جبرين ،شیخ ابن عثيمين – کتاب الدعوة (5) – (2/45-46 )
۵- د سود څخه څنګه ځان خلاصولای شو
پوښتنه : پلارمې 30 سهم (دسرمايې برخه ) له بانکي سهمونو لرل کله چې خبر شوو چې نومړی بانک سودي دی زما يوه ورور پلار ته نصيحت وکړ چې دا کار ګناه ده ،پلار مې وويل هغه خرڅ کړئ .
وروسته د پلار له مرګ څخه چې متوجه شوم هغه سهمونه نه ؤ خرڅ شوي او نور هم زيات شوی وو او 60 سهم ته رسيدلی ؤ ،سوال دادی چې آيا دا ګنا زما د پلار په غاړه ده ؟
ځواب : الله تعالی هغه وبخښئ هيله ده چې دا ګناه ده ته متوجه نشي ځکه چې هغه يې په ژوندون د خلاصون قصد کړی وو کيدای شي د کوم عذر له مخې نوي توانيدلی .
تاسې دغه سهام يا برخي خرڅې کړئ او دهغه د سود برخه چه ٪10 يا ٪20 کيږي د سود څخه د خلاصون په نيت انفاق کړئ نه د صدقی او ثواب په نيت (ځکه د حرام مال په انفاق باندې بنده ته کوم ثواب نه رسي ) او باقيمانده حصه په خپل منځ کې تقسيم کړئ .
ابن جبرين – د اللؤلؤ المکين له فتاوای څخه ص 196
د سود خستل پدې نيت چې د خير په کار کې به يې مصرفوم
پوښتنه : يو ځوان په امريکا کې تحصيل کوي ، د ناچاری په وجه خپلی پيسی په يوه سودي بانک کې ږدي آيا د سود اخيسل په دې نيت چې هغه به د خير په کار کې مصرفوم جائز دی ؟ په دې چې بانک خو يې هسې هم خپل ځان ته ګرځوي .
ځواب : پدې کې څو خبرې دي
اول : پداسې بانکونو کې د پيسو ايښودل جايز نه دي ځکه د خلکو له سرمايي څخه استفاده کوي او په هغه باندې خپل تجارت کوي مونږ اجازه نه لرو تر څو خپل مال د سود خورو او کفارو په اختيار کې ورکړو تر څو له هغه څخه سود او ګټه پورته کړي .
مګر که د غلا له ويرې او د ځان له ويرې دا کار وشي باک نه لري مګر دهغه سود اخيستل حرام دي ځکه چې له هغه څخه څه قبلول ربا او سود دی کوم چې الله تعالی منع کړي قوله تعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (٢٧٨)فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ (٢٧٩)]
ای مؤمنانو ! له خدايه ووريږی او تاسې چې کوم سود پر خلکو پاتې دی هغه ور پريږدی که په رښتيا مو ايمان راوړی وي ، خو که تاسې داسې ونه کړل نو خبر ووسئ چې د الله او دهغه د رسول لخوا ستاسې پر خلاف د جنګ اعلان دی اوس هم توبه وباسئ او سود پريږدی او تاسې د خپلی پانګی حقدار يئ .
دا آيت شرِيف پدې دلالت کوي چې هيڅ نوعه سود اخيستل روا نه دي .
که داسې ووايو چې که دا پيسی د هغوی په اختيار کې ورکړو نو هغوی عبادت ځايونه ، او جنګې تجهيزات چې د مسلمانانو پر ضد کارول کيږي کار واخلی په ځواب کې بايد ووايو چې مونږ د الله تعالی په امر او د ستور مامؤر شوی يو دا چې له يوه شي څخه چې الله (جل جلاله ) منع کړي ؤ منعه شو او که فرضاً هغه شی د فاسد سبب ګرځي زمونږ پرغاړه نه دی او زمونږ پر غاړه د الله (جل جلا له ) فرمانبرداري ده د الله تعالی فرمان په هرڅه کې مقدم دی .
دوهم :آيا دا سود چې له بانک څخه اخيستل کيږي زما له پانګي څخه به وي ؟
په ځواب کې وايو : دا د تا له سرمايې څخه نه دی ځکه ممکن بانک هغه وخت ضرر کړی وي نو ځکه دا سود په قطعی توګه په تا پورې اړه نه لري .
دريم : د سود اخيستل په هغه څه اقرار کول دي چې هغه حرام بولو ځکه د قيامت په ورځ به د الله تعالی په حضور په هغه باندې د ربا او سود اقرار کيږي نو آيا دا به جايز وي چې څه حرام شي د خير او مصلحت په نوم حلال کړو پداسې حال چې پدې عقيده لرو چه حرام دي ؟
ځکه د قرآنی نص په مقابل کې په قياس عمل کول جايز نه دی .
څلورم :که هغه پدې نيت اخلې چې د خير په کار کې به يې مصرف کړي تر څو له ګناه څخه پاک شي په اصل کې دا کار پدې معنی دی چې په ګناه کې ځان ورګډوي او وروسته د هغه د خلاصون فکر کوې ، دا له عقل او منطق سره سر نه خوري ځکه مخکې له دې چې په ګنا ککړ شي له څخه لرې شه ، آيا دا يو عاقلانه عمل دی چې انسان خپلی جامې په ادار ککړې کړي او هرکله چې ککړی شي هغه پريمنځي ؟ هيڅ کله هم دا يو عاقلانه عمل نه دی د ربا او سود په تحريم معتقد يئ هغه اخلې او صدقه کوی يې ، نو ځکه هغه بالکل اخله مه او ځان له هغه څخه پاک وساته .
پنځم : سود خوړل مشابهت له يهودو سره دی چې الله تعالی هغوی ملامت کړي او فرمايي :
[فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا (160) وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (161)]
فتاوي البلد الحرام ، علماء حرمين (3/386-390)
و الله سبحانه وتعالی اعلم
لاټري او بخت حساب
پوښتنه : لاټری چې ديوې کمپنۍ لخواپه زرګونو ټکټونه خرڅ کړشي او دهرټکټ قيمت مثلاً يوه روپۍ وي اوپه ټولو ټکټونو مسلسل نمبر ليکل شوی وي چې دا نمبر کمپنی له ځانه سره ساتلي وي اودنمبر مطابق جايزه ټاکل شوي وي بيا په يوه ورځ داټول ټکټونه يوځای کوي په یوه منګي يا بل څه يې اچوي اوبيا په یوه وړوکي هلک يا بل کس باندې را اخلي نووروسته چې د هر چا نوم راووت د ټکټونوټولی پيسی به دهغه شخص وي اوس کوم کس ته چې دا ټولی پيسی حواله کيږي دا رواه دي او کمينی چې پدې کار سره کمشن اخلي هغې د کميشن اخستل رواه دي ؟
ځواب : دا قمار يا جواري ده شرعاً حرام دی دچاپه نوم چې دغه پیسی راوتلي وي هغه ته يې اخستل حرام دي او همدارنګه کمپنی ته د کميشن اخستل روا نه دي .
داټولی پیسی به خپلو مالکانو ته سپاري اوکه هغه نه وي د هغوی وارثانو ته به يې سپاري .
فتاوي دارالعلوم ۶۳۳ ج ۱
دبلدالحرام د علماوو نظرونه :
پوښتنه : په بخت آزموينه کې کډون څه حکم لري ؟ پداسې شان چې يوڅوک دبخت آزموينې فورمی برابری کړي که جانس ياري وکړي نو لوی دولت به په لاس راوړي اوبل داچې که څوک پدې نيت کډون پکې وکړي چه زه بيا دغه د بخت پیسی په اسلامې فعالتونو کې مصرف کوم نو ددی حکم څه دی ؟
ځواب : دا ډول معامله چې يوڅوک د بخت کارت يا فورم واخلي او بيا په جانس سره پیسی ورته ووځي دا په حکم د برد باخت او قمار دی الله تعالی فرمايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأنْصَابُ وَالأزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (٩٠)إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (٩١) «مائده/90-91-
ای مؤمنانو! داشراب ،قمار،انصاب (نصب کړشوی ډبری د عبادت لپاره ) اوغشي د بخت آزمينی پخاطر داټول ناولي او شيطاني کارونه دي له هغو نه ډډه وکړﺉ هيله ده چې تایې ته به بری درپه برخه شي .
شيطان خو داغواړي چې دشرابو او قمار په وسيله ستاسې په منځ کې عداوت او دوښمني واچوي اوتاسې د خدای ج له يادلو او لمانځه څخه منع کړﺉ نوآیا تاسې له دې چارو لاس اخلی ؟
د قمار وړونکی بدون له کوم مشقت اوزحمت څخه د لوی دولت خاوند ګرځي .
کبيره ګناه ده چې د بت پرستی سره مساوي بلل شوي ده .
او دا روانده چې انسان حرام مال په دې نيت په لاس راوړی چې بيا به يې د خير په کار کې ولګوم .
شيخ ابن عثيمين فتاواي اسلامي- (4/441-442)
پوښتنه : په بعضو هيوادوکې ځنې بانکونه د قرعه کشی لپاره ورقي صادروي دغه ورقې له بانک څخه اخستل کيږي اوهرلکه چې مياشت يا کومه بله ټاکل شوی موده پوره شي قرعه کشي کيږي يوکس ته لوی دولت په لاس ورځي په دې اړه د شريعت څه حکم دی ؟
ځواب : دا کار قمار دی له کبيره ګناهونو څخه شميرل کيږي .
دايمي ټولنه اسلامې فتاوای (4/443)
پوښتنه : ځنې تجارتي مؤسيسات اعلانونه کوي چې هرڅوک دغه اجناس واخلي د جائزې مستحق به وګرځي له دې لاری خلک ورماتوي ترڅود دوی د اجناسو د خريدارۍ سره علاقه مند شي چې ځنی خلک يې د جايزی په نيت اخلي ددی حکم څه دی ؟
ځواب : داکار حرام دی او دقمار يو ډول دی دوی د خلکو مال په ناحقه تر لاسه کوي دا کار يې د خلکو د غلولو لپاره يو سبب جوړ کړی وي
مسلمان سوداګر بايد له دې کار څخه ځان وساتي .
شيخ ابن باز فتاوی (19/398)
څيړنه : آن لاين اسلامې لارښود