السلام عليكم زماسوال دادي زه په سعودی کی دخپل کفیل په شرکه کی مدیر یم
زما معاش ده ۱۵۰۰ریال حالانکه د نورو مدیرانو معاش دی ۲۵۰۰ ریال ماته مال راکوی چه دا خرڅ کړه په ۱ ریا ل که زه دا خرڅ کړم په ۱ ریا ل او ربع باندی که دا ربع زه واخلم او کفیل ته يئ ورنه کړم دا عمل جائز دی کنه
بصير احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که د تاسې د کار او لياقت وړتيا د نورو مديرانو په شان وي نو تاسې د اجرت مثل د وړانديز حق لرئ اجرت مثل هغه اجرت ته وايي څه چې عام رواج وي ، يعنې ددي غوښتنې حق لرئ چې اجرت مثل يا ۲۵۰۰ رياله معاش درکړي .
اوس مهال تاسې د خپل کفيل سره په ذکر شوي معاش موافقه کړي ده چې د تجارتي فعاليت مدير ياست د يوه امين حيثيت لرې ،
او د امانت خيال به ساتی .
الله جل جلا له د مؤمنانو په صفاتو کې فرمايي : وَالَّذِينَ هُمْ لأمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (٨)] (مؤمنون/8) « او هغه کسان چې د خپلو امنتونو او وعدو رعايت کوي » .
تجارتي مال چې په کوم نرخ خرڅيږي هغه روپۍ به خپل کفيل ته سپارې ، او کچيرې کفيل اجازت درکړي باک نه لري .
( فتاوي البلدالحرام )
آن لاين اسلامې لارښود .