له هر څه نه ده مخي سلام
بعد له سلام
زه يو پوشته لرم چي هغه داسي ده :
يو شمير بانكونه حسابونه افتحتا كوي په اسلامي نوم لکه (حساب مشاركه اسلام ) د داسې حساباتو څه حكم ده ايا دا سود ده او كه نه ګټه در كوي خو تاوان در څخه نه اخلي ؟
وسلام – نور احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامې بانک حسابونه په لاندې ډول دي
د نورو بانکونو په شان جايري حساب
وديعيه يا د پيسو ساتل
مضاربت
مشارکت
ربحه
اجاره
حواله يا اسلامې صرافي
مشارکت : د تجارتي فعاليت د پاره د څو کسانو شراکت ته وايي ، اسلامې بانک د څو کسان څخه پانګې اخلي د مشاکت يا مضاربت د د تړون له مخې په هغه باندې د اسلامې شريعت موابق تجارت کوي.
که په تجارتي فعاليت کې ګټه وشوه د کړي تړون په اساس کټه تقسيموي او که په تجارت کې ګټه ونه شي نو هيڅ شي هم نه ورکوي .
د اسلامې بانک د حسابونو مفصل بيان به وروسته راشي .
آن لاين اسلامې لارښود