بطور مشخص کدام دعا ها را برای هر عضو (اندام) در وقت وضوء ساختن باید خواند؟
پوښتنه : درويش
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اودس په وخت کې د اندامو مينځلو پر مهال هيڅ دعا او اذکار له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی نه دي کوم اذکار او ادوار چې بيان شوي بدعت او بې اساس دي ، يوازی په شروع کې بسم الله ويل سنت او د اودس په پای کې شهادتين او دغه دعا « اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنْ التَّوَّابِينَ وَاجْعَلْنِي مِنْ الْمُتَطَهِّرِينَ »[1] لوستل کيږي .
د شهادتين د فضيلت په باره کې په حدیث شريف کې داسې راغلی دي :
(مامنکم من أد يتوضا فيسبغ الوضوء ثم يقول : أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لاشريک له، و أشهد أن محمدا عبده و رسوله، إلا فتحت له أبواب الجنة الثمانية يدخل من أيها شاء) [2]
ژباړه : که يو له تاسې په کامل ډول اودس وکړي بيا ووايي (أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريک له، و أشهد أن محمدا عبده و رسوله ) د جنت اته واړه دروازی به د هغه پر مخ خلاصې شي پر هر کومه یې چې زړه غواړي داخل دې شي .
و بالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم
فتاوای علماء مکة المکرمه ( د علمي بحثونو او افتا دایمي ټولنه 5/205 )
[1]. ترمذي (55)، طبراني په «الأسط» (4895)
(Visited 229 times, 1 visits today)
دهرڅه له مخی داصلاح انلاین وټولوکارکونکواوټولوکتونکوته دنبی کری(ص)غوره تحفه وړاندی کوم……………..السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
پسله سلامه زه ددی موضوع مطابق یوسوال لرمه هغه داچی که یو سړی داوس عصر په موډرونوتشنابوکی اودس تازه کوی،یعنی پدی تشنابوکی دضرورت درفع کولوځای هم وی اوهم ساحه پراخه وی چی داودس لپاره هم مناسب ځای وی،نوکه په تشناب کی سړی په اوداسه کی دغه ذکرسوی دعاوی اویابل ذکر وکړی نوداڅنګه کار دی،اوبل داچی په تشناب کی بیله اوداسه څخه دالله ذکر څنګه کاردی.
هیله ده چی جواب یی راکړی ستاسودلازیاتوکامیابیوپه هیله ستاسووروراحمدیساآغا(خجندی)
ـــــــــــــــــــــــــــــ
مننه
مهرباني وکړي ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/1902