اسلام علیکم : په اوسنیو شرایطو کی دجمعه لمونځ څنکه دی له دی خاطره چی دی جمعه لمونځ یو سیاسی لمونځ دی او فرض هم دی که دا راته ووایی چی په او سنیو شرایطو کی کیږی او کنه او که کیږی نو بباخو داڅلور رکعته فرض لمونځ نشته او هم دی جمعی او فرض هم کوی که داسی مفصل ډول راته معلومات راکړی نو ډیره مهربانی به مو وی . په مننی سره
زبيح الله
سلامونه اونیکی هیلی
یو پوښتنه لری هغه داچی کله یو مملکت د استعمار په حالت کی وی هلته د جمعی لمونځ کول او نه کولو په اړه معلومات راته راکړی مهربانی به مو وی
جاويد
———————————————
دې پوښتنې ته پخوا هم ځواب ويل شوی وو
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو د جُمعي د لمانځه اقامه فرض ده په مصر کې د امام (سلطان ) موجوديت چې د شرعي حدودو نافذولو باندې مشتمل وي دا شرط د متخرينو حنفي فقهاوو په تصريح سره متروک شوی دی ،او ددې پر ځای د مسلمانانو اتفاق د جومات په امام باندې کافي دی .
ځکه په موجوده زمانه کې د سلطان په ځای د مسلمانان اتفاق کافي ګڼل کيږي او د جوماتونو د امام وغيره اتفاق کافي دی ځکه چې په لويو ښارونو کې ډير جوماتونه وي چې هلته د جُمعي لمونځ ادا کيږي د ټولو ښارونو يا د اکثرو اتفاق د جوماتونو د امامانو د پاره آسان نه دی او نه ددی څه ضرورت شته (کفايت المفتي ج۴ ص ۲۲۴ ) .
په هغوملکونو کې چيرې چې مسلمانان اوسيږي او حکومت يې د کفر وي يا وضعي نظام وي چې فصيلې په قرآن نه کيږي بلکی د پرديو په آيين ، ساختګي قوانينو تر سره کيږي نو هلته به پخپله مسلمانان د جمعي لمونځ قايموي .
بلاد عليها ولاة کفار يجوز للمسلمين اقامة الجمع ولاعياد فيها (درالمحتار – باب جمع ۱۳۷/۲ ط سعيد ) .
فلوا لولاة کفاراً يجوز للمسلمين اقامة الجمعة ويصير القاضي قاضياً يتراضی المسلمين ويجب عليهم ان يلتمسواوالياً معلماً (درالمختار – باب جمعه ۱۲۴/۲ ط سعيد ) .
د هندوستان لپاره چې مطلق دارالحرب دي حنفي فقهاوو د جُمعي د لمانځه د قيام حکم ورکړي دی دغه مطلب د احناف ستر مفتي کفايت الله دهلوي په کفايت مفتي څلورم جلد ۲۲۴ صفحه په تفصلي ډول ليکلي دی .
په افغانستان باندې د کومې ورځې نه چې د نړيوال کفري حشر يرغل شوي له هغې ورځې تر اوسه د اسلامې مقاومت له سختو ګرازونو سره مخ دي لله حمد چې دوښمن نه دی توانيدلی په خلاص مټ خپل شوم اهداف تطبيق کړي بلکې دهغه پر ځای په پخپلو دفاعي چارو بوخت دي تر څو د افغان فخر امت نه د کلکو ګرازرونه څنګه ځای وساتي .
د جُمعي لمونځ د اسلام ستره نښه ده نو مسلمانان به د اسلام د شعايرو د لوړوالي کوښښ کوي .
او بل دا چې کله چې جمعی لمونځ ادا شي نو بيا د ماسپخين لمونځ ساقطيږي .
آن لاين اسلامې لارښود (د ديني تحقيقاتو څانګه )
assalamo alaikom:
my PC dose not have pashoo language, so I’m writing in english, hope you don’t mind it.
I know a person in here in kabul that calls himself a strong Muslim and says that Juma Namaz is not allowed in kabul city , since the governoment is helping/following the Kafirs. so could you please tell me if this guy’s speech is true or not and secondly please express your won idea in coordance to Quraan and Sunnat about the case mentioned as above