مسيحيت وپيږنئ (په اسلام کې د مسيح ع او ټولو پيغمبرانو عليهم السلام مقام )

 

په اسلام کې د مسيح عليه سلام مقام :
مسيح ع  د بی بی مریمی زوی چې بې پلاره دنيا ته راغلی دايوه عجيبه اوحيرانونکی حادثه ده ولی نظر د آدم ع  پيداښت ته ډيره حيرانونکی نده ځکه خدای ج هغه بې پلاره او مور له خټو څخه پيداکړی الله ج  فرمايی :
إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ ‏(آل عمران ۵۹ ) ژباړه : دالله په وړاندې دعسی مثال د آدم غوندی دی چې الله هغه له خاورو نه پيداکړ او امر يې  ورته وکړ چې شه نووشو .
قرآنکريم يواځنی منبع ده چې د عسی ع د پيداښت قصه يې په ښه اسلوب اوعجاز سره بيان کړي خدای ج د سوره مريم کې داسې فرمايی :
فَاتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا 17 قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَن مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا 18 قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لأَهَبَ لَكِ غُلاَمًا زَكِيًّا 19 قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلاَمٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا 20 قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَّقْضِيًّا 21 فَحَمَلَتْهُ فَانتَبَذَتْ بِهِ مَكَانًا قَصِيًّا 22 فَأَجَاءهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا 23 فَنَادَاهَا مِن تَحْتِهَا أَلاَّ تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا 24 وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا 25 فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا 26 فَأَتَتْ بِهِ قَوْمَهَا تَحْمِلُهُ قَالُوا يَا مَرْيَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَيْئًا فَرِيًّا 27 يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا 28 فَأَشَارَتْ إِلَيْهِ قَالُوا كَيْفَ نُكَلِّمُ مَن كَانَ فِي الْمَهْدِ صَبِيًّا 29 قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا 30 وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلاَةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا 31 وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا 32 وَالسَّلاَمُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا 33 ذَلِكَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ
قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِي فِيهِ يَمْتَرُونَ
34 مَا كَانَ لِلَّهِ أَن يَتَّخِذَ مِن وَلَدٍ سُبْحَانَهُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ36 مريم .
اوياد کړه (ای محمد ) په دغه کتاب کې حال د مريمې چې کله هغه له خپلو اړوندو کسانو نه په بيليدو ختيږه خواکې کوښه شوی وه اوپټه ناسته وه اوپه دغه حالت کې مونږ هغه ته خپل روح (پريښته ) وليږله اوهغه د هغې په وړاندې په بشپړه انساني څهره بدله شوه ، مريمې ناڅاپه نارې کړی چه که ته له خدایه ويردونکی سړی وې نوزه له تانه په رحمن خدای پناه غواړم ، هغه وويل زه ستا د پروردګار استازی يم او ددی لپاره راليږل شوی يم چه وبښم تاته يو هلک صالح ، مريمې وويل زما به څنګه هلک وشي چې زه کوم بشر لمس کړی قدرې هم نه يم اونه کومه بدکاره ښځه يم .
پريښتی وويل همداسې به کيږي ستا رب فرمايي چې داسې کول ماته ډيرآسان دي او مونږ دا کار ددی لپاره وکړو چه هغه هلک د خلکو لپاره يوه نيښانه شي او زمونږ له لوري يو رحمت او داکار سرته رسيدونکی دی .
پس مريم په دغه هلک حامله شوه اوهغه له هلک چې په ګيډه کې يې درلود يوی لري ځای ته لاړه ،بيا د ولادت درد اوګړاو ورباندی دخرما تر ونی لاندی …. (مريمې له ډيری حيا وويل ) کاشکي زه له دې نه مخکی مړه وای اونوم او نښان مې نه وای پاتي شوی .
پريښتې له لاندی هغې ته غږ وکړ ويې ويل مه خفه کيږي ستا پروردګار تر تا لاندې يو چينه بهولی ده .
اوته لږ غوندې ددی ونې ډډ وخوځوه پرتابه خوږي اوتازه خرماوی را تويې شي ،نووخره او وڅښه اوخپلی سترګی په دغه هلک روښانه کړه
بيا که کوم يو انسان د وليد نو ورته ووايه چې ماد رحمن خدای لپاره روژه نذر منلې ده ددی امله به زه نن له هيچاسره خبرې ونه کړم ،بيا هغه له دې ماشوم سره خپل قوم ته راغله ، خلکووويل ای مريمې ! داخوتاراوړی يوڅيز عجيبه مخالف له عادته .
ای دهارون خورې ! نه ستا پلار کوم بدکاره سړی ؤ اونه هم ستا مور کومه بد کاره ښځه ؤ ، مريمې د خپل ماشوم طرف ته اشاره وکړه ،خلکووويل مونږ له ده سره څه خبرې وکړو چې په زانګويا غيږکې پروت دی او وړوکی (تي رودونکی )  دی .
ماشوم غږ وکړ زه د الله بنده يم هغه ماته کتاب راکړ پيغمبر يې کړم او برکتي يې کړم هرچيرې چې اوسم او دلمانځه او زکات د پابندی حکم يې راکړ ترڅوچې زه ژوندی اوسم ، اودخپلې مور د حق ادا کونکی يې وګرځولم اوزه يې سرغړونکی اوبدبخته نه يم پيدا کړی .
سلام پرما چې زه پيداشوم اوکله چې مړشم اوکله چې ژوندی راپاڅول شم .
دغه ده دمريمې دځوی سرګذشت اودغه ده دهغه په باب رښتنی قصه چې د هغه په باب خلک شک کوي .
دالله کار دا نه دی چې هغه څوک په زوی ولی ونيسي هغه پاک ذات دی هغه چې کله دکومې خبرې فيصله وکړي چې شه نو همداسې کيږي .
دمسلمانانو عقيده د ټولوانبياء عليهم السلام په اړوند:
په اسلام کې په پيغمبرانو ايمان لرل د ايمان يو رکن شميرل کيږي کچيري مسلمان په ټولو پيغمبرانو داسې ايمان ونه لري لکه په حضرت محمد ص هغه ته مسلمان نه ويل کيږي اوکه له پيغمبرانو څخه يوپيغمبر ونه مني هغه داسې دی لکه په ټولوپيغمبرانو چې کافر شوی وي مسلمان به په ټولو آسمانی رسالاتو ايمان لري خدای ج فرمايي :
آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (البقره ۲۸۵ ) .
ژباړه : تصديق کړی دی رسول په هغه شی چې نازل شوی دي ده ته له (طرفه ) د رب دده اومؤمنانو ټولوتصديق اوباورکړی دی په الله باندی اوپه پريښتو دده اوپه کتابو دده اوپه رسولانو دده (پداسې حال کې چې وايي ) فرق نه کوو په منځ د هيڅ يو له رسولانودالله کې اووايی واوريده مونږ (پيغام ) ستا اوقبول کړ مونږ (حکم ستا) غواړو مونږ مغفرت ستا ای ربه زمونږ! اوخاص تاته دي درتلل (دهرچا ) .
علامه يوسف قرضاوي وايي (که يهود دموسی ع تربيرغ لاندې مونږ ته راشي مونږ مسلمانان به د موسی ،عسی او محمدتربيرغ لاندې هغوی ته ولاړشو.
الحمدلله مونږ مسلمانان دهيڅ کوم کتاب او پيغمبرسره کينه اودوښمني نلرو مونږ څنګه چې – فرمايي (مونږ ترټولونږيدی خلک دعسی زوی د مريم ته يو).
دعسی ع او پاکدامنه او عفيفی مور يې مريم محبت او مينه زمونږ په زړونو کې ځای لري .
دا محبت زمونږ د مسلمانانو د ټولوپيغمبرانوپه وړاندې دی .

پس آیا دوی هم دارنګه محبت اواحترام زمونږ له پيغمبرسره شته ؟

 

اوكه د احترام پر ځای د لويو شيطانانو لخوا دهغه صلی الله عليه وسلم د کارتون جوړولو امر ورکول کيږي !!!

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 29 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. خدای ج مو خوشاله او کامیابه لره خپل ښکلی او ښایسته مطلبونه دحقیقت لار مجلی له لاری ګوری مننه تره خیل