څوضروري دينی پوښتنی او ځوابونه

 

يا رسول الله يا علی يا خواجه وغيره ويل جايز دی او دشرک درجې ته رسيږي ؟
ځواب :داسې ويل جايز نه دی ځکه (اياک نعبد واياک نستعين ) خاص تاته عبادت کوو او خاص له تانه مدد غواړو نو بې له خدای ج نه د بل چا نه مدد غوښتل نه دی رواه اوپه حديث شريف کې دي (واذا استعنت فاستعين باالله ) که ته مدد غواړې نو د خدای نه  يې غواړه .
عرض داچه بغير له خدای ج نه د بل چا نه مدد غوښتل او دقضايی حاجت لپاره دهغوی بلل نا رواه اوشرک دي   (ج ۱ ص ۳۵ تاج الفتاوي دارالعلوم ديوبند)
 

۲- دفرضو نه وروسته په التزام سره په زوره زوره د لااله الا الله ويل نا رواه او بدعت دی د فرضو نه وروسته د اللهم انت السلام ……….. ويل او نور سنت اذکار ويل په کار دي .
 فتاوی دارالعلوم ديوبند

۳- که د يوه سړی نه ډير لمونځونه قضاشوی وي او شمار يې په ياد نه وی قضا به څنګه ادا کوي ؟
په غالب ګمان به يې حسابوي او څومره لمونځونه چې قضا شوی وی دهغه قضا به راوړي که ذيات وي څه حرج نشته که زيات يې ادا کړي نوهغه به يې نفل شي . (فتاوی دارالعلوم ديوبند ص ۲۱۲ ) .
 

۴- داسې ويل جايز چې اول دې په خدای سپارم بيا پرتا باندې .
ځنی کسان د خپل اولاد يا خپلوانو په باره کې د هغه سرپرست يا ملګري ته وايي اول يې په خدای سپارم بيا پر تا داسې ويل جايز نه دی ،ګناه ده ترک يې واجب دی (ص ۲۳ج ۱ تاج الفتاوي دارالعلوم ديوبند  ) .
 

۵- کوم حافظ يا قاري ته د قرآن په لوستلو اجرت ورکول روا دی ؟
دقرآن په لوستلو اجرت اخيستل روا نه دي ، د لوستونکی او اوريدونکی ثواب نه کيږي .
البته د قرآن په تعليم باندې اجرت اخيستل د متاخرينو په نزد جايز دی په سبب د ضرورت .
همدارنګه په امامت باندې اجرت اخيستل رواه دي   (تاج الفتاوي دارالعلوم ديوبند ) .
 

۶- که له چاڅخه د شپږو کالو لمونځونه قضا شوی وي څه به کوي .
که ژوندی وي قضا ګرځول ورباندې فرض دي د هر لمانځه سره به قضا ګرځوي .
که مړ وي مړي څه وصيت نه وي کړی يا يې وصيت کړی وی خو دومره دمراث مال نه وي ورڅخه پاتی چې د شيږو کالو فديه پوره کړي ،نو ادا کول يې په ورثوو لازمه نده که يې ادا کړي دا به يې احسان وي .
 

۷- يو کس د بلوغ د زمانی نه پس تر ډيري مودی لمونځ نه کوي وروسته پښيمانه کيږي او په مسلسل ډول لمونځ شروع کوي قضايی به څنګه ادا کوي ؟
په غالب ګمان به عمل کوي د څومره مودې چې لمونځونه قضاوي شوی وي د همغه مودې به قضايی ګرځوي .
 تاج الفتاوي دارالعلوم ديوبند ص- ۲۲۱- ۲۱۳

 

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 69 times, 1 visits today)

3 تعليقات

  1. سلامونه او نيكى هيلى د اصلاح انلاين صفحى كاركوونكو او ټولو ليدونكو ته وړاندى كوم.
    يوه پوښتنه لرم:
    د حاملى ښځې سره كورواى څه حكم لرى يعنى د حاملى ښحى سره كوروالى كول جايز دى او كنه كه څه توضيح راكړى ډيره مننه به مو وى.

    الله مو مل شه

  2. كه د پورته سوال جواب مو كه په ايمل مو راوليږه ډيره مننه به مو وى.
    arab_h_1985@yahoo.com

  3. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    خپل ځواب دلته وګورئ
    http://dawat.katib.org/archives/187