په تشهد کې د ګوتې اشاره کول سنت دي

په لمانځه کې د سبابې ګوتې سره اشاره کول زمونږ په مذهب کې مکروه او حرامه ده ؟ او داسې کول څنګه دي  محمد رشيد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تشهد په وخت کې د سبابه ګوتې اوچتول او اشاره کول سنت دي ،سنتو ته حرام ويونکې سخت خطا کار دی ، د حرمت قول يا د هغه ښه نه بلل باطل دی ځکه د حرمت د پاره د قطعي دليل ضرورت وي او د اشارې د ممانعت د پاره کوم قطعې دليل بلکه ظنې هم نشته ( وفی الشر نبلالية عن البرهان : الصحيح  انه يشیر بمستحبة يرفعها عند النفی و يضعها عند الاثبات و احترز بالصحيح عما قيل لايشير ، لانه خلاف الدارية والرواية و بقولنا بمستحبة  عما قيل يعقد عند الاشارة وفی العنی عن التحفة الاصح انها مستحبة وفی المحيط سنة ) الدرالمختار ،باب صفة الصلاة ۱/ ۵۱۰ ) .

نقل فی کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۸۵ .

د سبابې د اشاره په ثبوت کې څو احاديث ذکر شوی دی چې پوره تفصيل يې دلته وګورﺉ ، البته د حکم په اړه د فقها تر منيځ دا اختلاف شته چې ځنې يې مستحب او ځنې سنت بولې او ددې اشارې زيات فضيلت هم په احاديثو کې ثابت شوی دی .

عبدالله بن عمر ر ضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت کړی دی چې : لهی اشدعلی الشيطان من الحديد ( مشکوة بحواله مسند احمد ) يعنې د شهادت اشاره د شيطان د پاره د اوسپنې د تيغ تورې يا خنجر نه زياته سخته او تکليف ورکونکی ده .

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 47 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. داسلامی ان لاین لارښوود قدرمنو استادانو سلامونه او نیکی هیلی یوه پوښتنه لرم که ږر جواب راکړی ډیره به ښه وی هغه داچی دقضایی لمنځونو په جمع ادا کوول څنګه دی جایز دی او که نه دشریعت په رڼاکی یی جواب راته ولیکی په درنښت