له تيرو مبحثونو څخه داسې معلوميږي چه اسلامي بانکونه دری عمده موخې لري:
۱- په موجوده اقتصادي او تجارتي معاملاتو کې په ځانګړی توګه په نغدي او جنسي بانکي معاملاتو کې د اسلامي شريعت د احکامو پلي کول . تر څو چې د راکړې ورکړې په معاملاتو کې له ربا او سود څخه ډډه وشي چه پخپله دغه هدف د اسلامي امت لپاره مهم اولوړ مقصد او موخه ده هغه امت چه دمشروع احکامو پلي کېدل دهغوی دعقيدېبنسټ دی او د ژوند په ټولو برخوکې دشرعي احکامو پلی کېدل غواړي او د دين او دولت تر منځ جلاوالی او فاصله باطله او لغوه ګڼي .
۲- په مشروع طريقه د بانکي خدمتونو تجارتي او استثماري چارو په واسطه د ټولنې رشد او تقويه کول.
ادخار او دمالونو ذخيره کولو ته پاملرنه ، له هغه عادلانه ګټې څخه چې له مالونو څخه په لاس راغلی وي د مباح پروژو دتمويل لپاره د لارو برابرول او د بې وزلو حال ته پاملرنه او اهتمام .
۳- دمسلمانانو د مالونو په کار اچولو سره د بانک او عامل ترمينځ د مشترکې ګټې تحقق په داسې شکل چې بانک عملاً د مسلمانانو په مالونو باندې کار وکړي يا دا چې بانک دغه مالونه نورو سوداګرو او عاملينوته ورکړي او له هغه څخه ګټه ترلاسه کړي .
په هغه صورت کې چه کومه خساره وارده شي نو يوازې دمال او وديعت څښتن به د هغه تحمل کوي او بانک يوازې د خپل عمل او کوښښ د خسارې متحمل کيږي او دغه حالت د مضاربت او شرکت په اساس صورت نيسي (معاملات المالية المعاصرة / دکتور وهبه الزحيلی ص ۵۲۰ـ ۵۲۱. ) .
په عمل او استثمار کې د اسلامی بانکونو وسايل :
تجارتي سودي بانکونه داسې عمل کوي چه له خلکو څخه پيسې اخلي او نوروته يې په قرض ورکوي دغه بانکونه له نورو څخه سود اخلي او خپلو ګډونوالو ته هم سود ورکوي ګډونوالو ته ډيرې کمی پيسی ورکوي او له هغو څخه کومو ته چې دوی قرض ورکړي زياتی پيسی په ګټه اخلي او په همدې ډول خپل استثماري کارونه په لاره اچوي .
کومې پيسې چه په ربوي بانکونو کې جمع کيږي په بېلابېلو طريقو سره لکه جاری حساب ، پس انداز حساب او بخت حساب څخه په لاس راوړي . مګر اسلامي بانکونه لکه چه مخکی مو وويل هغه اعمال او معاملات ترسره کوي چه د اسلامي شريعت له احکامو سره موافق او دخلکو او ټولنې لپاره ګټه رسونکي وي مثلاً وړيا کوچني اوغټ قرضونه ، شرعي صرافي او داسې نور تجارتي او استثماري معاملات چه ټول له سود او ربا څخه لرې او په اسلامي احکامو او تقوای باندې ولاړ وي .
د بانکونو د ټولو تعاملاتو لکه پټه اوښکاره ربا ( عقود الغرر ) ،( متردد عقود ) مثال له قبض څخه وړاندی د څه شي خرڅول ، دبانک نوټونو پلورنه او دبدلينو له جملې څخه د يوه له قبض څخه وړاندې صرافي او داسې نورو څخه پاک وي په اسلامي بانکونو کې د اسلام او شريعت له احکامو سره دخلکو په جمع شوؤ پيسو باندې عمل او معامله کيږي .
۱ ـ مستقيم او مباشر استثمار :
مستقيم او مباشر استثمار داسې تر سره کيږی چه پخپله دغه اسلامي بانک عمل او تجارت ترسره کوي . له خپلی سرمايې څخه شرکتونه جوړوي او دنورو په نيابت د هغوی په پيسو باندې کار کوي او لويې او موهمې پروژې تمويلوي .
چه په دغه صورت کې اسلامي بانک د عامل او مضارب حيثيت خپلوي او مودعين او هغه کسان چې خپل مالونه يې په بانک کې جمع کړی د رب المال حيثيت خپلوي .
۲ ـ غيرمستقيم استثمار :
د اسلامي بانکونوغير مستقيم استثمار داسې ترسره کيږي چه بانک د پيسو د خاوندانو په اذن او اجازه په جمع شوو پيسو کې منځګړيتوب کوي او هغه پيسی دريم حقيقی يا حکمي شخص ته ورکوي او په هغه سره کار کوي او دغه تړون او عمل د مضاربت په تړون باندې ولاړ وي .
عامل او مضارب چه کومه فايده ترلاسه کوي نو دترسره شوی تړون په اساس د اسلامي شريعت د احکامو مطابق له نوموړي فايدې څخه عامل او مضارب ته هم ګټه رسيږي او مودعينو او دمالونو څيښتنانو ته هم له شوې فايدې څخه ورکول کيږي او د دغه فايدې منبع او اساس چه ټولو ته په عادلانه توګه رسيږي هماغه عمل او زحمت دی .
اسلامي بانکونه دمعمول په ډول په همدغه دوه ډوله عملونو او استثمار يعنی مستقيم او غير مستقيم استثمار باندی اقدام کوي (المعاملات المالية المعاصرة دکتور وهبه الزحيلی ص ۵۲۳ـ ۵۳۴. ) .
آن لاين اسلامي لارښود