اسلامي بانکونه د يو لړځانګړتياؤ لرونکي دي چه د دغه ځانکړتياوؤ په واسطه له سودي او غربي بانکونو څخه متمايز او جلا کيږي او دغه ځانګړتياوې د اسلامي شريعت له نظام او په اقتصاد او اجتماع کې د هغه د لوړو موخو سره موافقې دي چه په لاندې ډول سره بيانېږي .
۱ ـ د صحيح آزاد او خپلواک اقتصادي سيستم جوړول :
سودي بانکونه له سرمايه داري نظام سره پياوړې اړيکه لري چه په دې اساس سره دنړيوال صهيونستانو هيلی پوره کېږي .
سرمايه داري نظام چې په احتکار او ظلم باندې ولاړ دی يوه طبقه يې شتمنه کړې او په غريبان او فقېره طبقه باندې په اقتصادي مسايلو کې حاکميت کوي او اکثره خلک په فقر او اقتصادي تنګی کې اچوي .
په بانکونو کې ربوی نظام چه د ( رب المال ) بانک اونورو وګړو او شرکتونو ترمنځ ترسره کېږي داسې دی چه سودي بانک خپل مشتري ته يو څه سلنه ورکوي لکه ۴سلنه او داسې نور ورکوي او له نورو شرکتونو او افرادو څخه هغه چه بانک هغوی ته قرض ورکړی زياته سلنه ګټه اخلي او بالاخره د دغه بانکونو ګټه او فايده چه دټولو خلکو له پور څخه ترلاسه شوې دکفارو او اسلام دوښمنو جيب ته لوېږي چه هغوی د همدغه پيسو په وسليه د مسلمانانو په وړاندې مورچل نيسي نو اسلامي بانکونه کولای شي ديوعادل اقتصادي سيستم په جوړولو سره دسود او سود خوړلو دلارې خنډ وګرځي او خلک او ټولنه له اقتصادي ترور څخه خلاص کړي .
د اسلامي بانک له ګټو، ښه والی او آثارو څخه يو هم دشلمې پيړۍ په څلورمه برخه کې داده چې د اسلامي بانکونو په ذريعه يو سالم اقتصادي نظام مينځ ته راغلی او د غربي دولتونو له وساطت څخه پرته يې داسلامي دولتونو ترمينځ پياوړې اړيکه ټينګه کړې .
۲ ـ د عادل او شامل اقتصادي نظام په پښو درول :
د اسلامي بانکونو دوهمه ځانګړنه او امتياز دا دی چه په اسلامي بانکونو کې د شريکانو ترمنځ د ګټې تقسيم د عدالت په بنسټ ولاړ او ګټه او نفع يې عامه او شامله ده .
سودي بانکونه داسې دي چې دهغوی ګټه يوازې سرمايه لرونکو خلکو ته له کوم زحمت او تکليف ګاللو پرته رسېږي او په عين حال کې هغوی ته کوم تاوان او خساره هم نه رسېږی ( البته د تاوان دموجوديت په صورت کې) .
له شرکانو سره د اسلامي بانکونو په تعامل کې د عدالت وجه واضح او معلومه ده هغه دا چې د اسلامي بانکونو ګټه او نفع خلکو او ټولنې ته رسېږي او دهغوی شعار دا دی چې ګټه بايد دټولنې د وګړو دخير لپاره وي .
په اسلامي بانکونو کې دګټې ويش کوم چې له تجارت او مضاربت څخه په لاس راغلې وي معين او محدود نه وي بلکه دګټې په تناسب ګټه دبانک او برخوالو ترمنځ له تحديد پرته په عادلانه ډول تقسميږي هغه ګټه که لږ وي که ډيره .
۳ ـ په مشروع طريقه استثماري تمويل ته پراختيا ورکول :
ډيرمسلمانان له ربوي بانکونو سره نه تنها دا چه د ربا او د هغه په آفتونو باندې دککړتيا له ويرې څخه بلکه په شبهاتو باندې دککړتيا له ويرېد داسې بانکونو سره له معاملېکولو څخه ډډه کوي او خپل مالونه له خپل ځان سره ساتي چې په دغسې حالت کې دهغوی پيسې له کار او استثمار څخه پاتېکیږي اسلامي بانکونه له دغه مشکل څخه د وتلو لپاره غوره لارې لري او له دغه لارو څخه خلک کولای شي خپل مالونه په مشروع ډول په کار واچوي .
د اسلامي بانکونو له لارې خلک کولای شي چې دخپلو کارونو څخه په دوه مهمو او اقتصادی چارو کې د اسلام په رڼا کې پريکړه وکړي .
اول : ادخار ( ذخيره ) :
ادخار او دنغدو مالونو ذخيره کول دفرد اوټولنې لپاره ګټور او تاثير لرونکي دي د ادخارو او مالونو په ذخيره سره ټولنه او اقتصاد ښه والی او وده کوي او دهيواد دترقۍ سبب ګرځي .
په بانکونو کې دمالونو په ذخيره کولو سره له ډيرو سياسي او ټولنيزو مشکلاتو مخ نيوی کيږي او له ټولو نه مهمه داده چه په اسلامي بانکونو کې دمالونو په ذخيره کولو سره غرب او سودي بانکونو ته دپيسو دورتګ مخه نيسي او داسلام دښمنانو ته دګټې دورتګ مانع ګر ځي .
په اسلامي بانکونو کې دمالونو په ذخيره کولو اسلامي ارزښتونه زياتيږي او په وګړو کې دمرستې او باور اومينې روح ته ځواک ورکوي .
دوهم : د تمويل او سوداګرۍ پراختيا :
په اسلامي بانکونو کې دمالونو ايښودل او په مشروع سوداګرۍ باندی دمالونو په کار اچول په سوداګريزه ،کرهڼيزه او صنعتي فعاليتونو کې مهم رول لري او اسلامي ټولنه د هغه په وجه آباده او رغېږي اسلامي معنوي سطحه لوړيږي او په عين حال کې په دغه کار سره د غرب او سودي بانکونو له پيروی څخه ډډه کيږي او اسلامي ملت او وطن په پياوړې اوبنسټيزه توګه رغول کيږي .
او په اسلامي بانکونو کې دمال په کار اچولو سره دفقر ، ناپوهۍ ، ناروغتيا دعواملو او نورو بدبختيو په وړاندی کلکه مبارزه کيدای شيچې په دې کار سره اقتصادي آزادي او حريت تحقق پيدا کوي .
۴ ـ دبې ګټی اوغير طبعی رشد مخ نيوی :
د اسلامي بانکونو بله ځانګړنه له تورم او بې ګټی غير طبعی رشد څخه مخنيوی دی .
آن لاين اسلامي لارښود