دکورتۍ او پتلون اغوستل

  پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ، که چيري مشابهت راځي نو زده کوونکي بايد څه وکړي ، ځکه چې په  زياترو افغاني ښونځيو او مکتبونو کې پتلون او کورتۍ اغوستل لازم او ضروري  وي؟                                                                             

    جواب : اوس محال په نړۍ کې د پتلون او کورتۍ دومره عام شوی دی چې په دې اړه (تشبه ) چې شرعًا ممنوع ده مغلوبه ده اوله منځه تللې ده او په زياترو اسلامي هيوادونو کې مسلمانو وګړو د کورتۍ او پتلون اغوستل پيل کړي ، مطلب دا چې د خلکو له ذهنه څخه اوس مهال دا خبره وتلې ده چې داخاص د پردو لباس دی او په دې سره  صرف هغوي پېژندل کېږي ، نو ځکه د کورتۍ او پتلون  اغوستل حرام نه دي ، البته بيا هم زمونږ  په سيمو کې دا دصالحينو لباس نه ، بلکي دغيرو مسلمو خاص ميراث ګڼل کيږي ، نو له دې کبله يې پريښودل غوره او افضل دي .               

    دغه حُکم دهغه پتلون او لباس په اړوند دی چې په اغوستلو سره يې د انسان عزت نه متاثيره کيږي ، نه يې واجب الستر اندامونه رابرسېره کيږي او نه د هغوی حجم مسلّم ښکاري ، که چيري پتلون دومره تنګ ، نازک او په بدن پوري موښتي ؤ چې د انسان عزت ته يې تاوان رساوه او د واجب الستر اندامونو حجم يې ښکاره کاوه لکه  اوس مهال چې په زياترو ځوانانو کې د دا راز پتلون اغوستلو شوق او رواج موندل کيږي ، نه يوازی ده ته د داراز پتلون اغوستل حرام دي ، بلکي هغه کس ته چې د ده دغو رابرسېره شوو اندامونو ته په غور او ځير سره کتل حرام او ناجايز دي ، ځکه چې دا راز لباس اغوستل تقريبًا د لڅ برابر دي ، بلکي ځيني وخت تر لڅ هم ډېر زړه راښکونکی او جنسي تحريک پارونکی وي ، نو مسلمان په کلکه له دا راز غير شرعي لباس اغوستلو څخه پر هيز په کار دی .                                          

     مشهور  فقيه علامه  ابن عابدين  ليکي :                                                      

      وعلی هذا لا يحل الی عورة فوق ثوب ملتزم بها يصف حجمها فيحمل مامر علی ماذا لم صف حجمها فليتاَ مل . ( رد المحتار جلد۵ صفحه ۲۳۴ )

      او داچې په ځينو دولتي ادارو ، دفاترو ، دښونځي او پوهنتون د زده کونکو لپاره کورتۍ او پتلون اغوستل لازم ګر ځول شوي ، داطريقه شر عًا ناسمه ده .                                                                                                                  

   دتعليمي او دولتي ادارو او د دفاترو مسولينو ته په کار دي چې خپل دغه اصول تبديل کړي چې زده کوونکي اوملازمين مجبوره کوي چې دخپل ملی لباس (قمص او پرتوګ ) پر ځای چې په اسلامي اعتبار سره صحيح لباس ګڼل کيږي په غربي لباس بدل کړي .                                             

  دهيواد د ځينو ليرو پرتو سيمو وګړي له دا راز غربي لباس څخه ډېر نفرت لري ، نو که پر زده کونکو دا شرط ولګول شي ممکن  ډير وګړي خپل اولادونه له ښونځيو څخه منع کړي او داکار شوی هم دی کوم زده کوونکي چې له علم  غوندي ستر نعمت څخه محروم شي آيا د دې مسول به يوازي دهغو مور او پلار وي او که تر ټولو زيات دغه شرط لګونکی ؟                    

   که بيا هم زده کوونکي دتعليم حاصلولو او مامورين د مزدورۍ کولو له کبله کورتۍ او پتلون واغوندي ، لکن په زړه کې ښه نه ځيني وړي ، نو د مجبورۍ له کبله يې داغوستلو ګنجايش دی ، دا خبره په ياد ولریء چې پتلون بايد داسي جوړ کړیء چي ازاد وي ډير تنګ نه وي چې په بدن پوري مو موښتی وي  دا ددې لپاره چې سترمو ښه پټ شي او عزت ته مو زيان  وانه وړي او بل داچې دپتلون پايځې بايد تر بجلکو کښته نه وي . 

عمدة الاحکام 

آن لاين اسلامې لارښود                

(Visited 60 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. حلیم الله

    سلام زما پوښتنه دادخ چی د نیکټایی اچول حرام دی او که څنګه که پدی هکله ګانو لوستونکو ته معلومات ورکړی په درنښت
    ————————————————————-

    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2539