د الله جل جلاله د خپل بنده سره مينه

الله له تا سره مينه لري

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ و َالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَ فَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً.

(اسرا ۷۰)

الله له تا سره مينه لري

ګرانه وروره او درنې خورې! آيا پدې خبره مې حیران شوې…؟ تا لا تر اوسه هيڅكله هم سوچ ندى كړى چې الله درسره څومره مینه لري…؟ نو واوره چې ډاډه شې: مهربانه الله عزوجل ستا د پلار پيدايښت خپل (ید) ته راجع او له خپل (روح) څخه په هغه كې پو كوي، هلته چې ابلیس ته خطاب کوي: (مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ) (ص ۷۵) )ولې دې هغه چا ته چې ما پخپل (يد) جوړ كړ سجده ونكړه؟) وړاندې فرمايي: (فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي…) (حجر ۲۹) (كله مې چې هغه بشپړ كړ او له خپل روح څخه مې پکې پو کړه…) هغه هم څه ډول بشپړول: (لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ) (تین ۴) : مونږ انسان په ډيره ښه بڼه جوړ كړ).

ګرانه وروره، درنې خورې! پدې پيرزوينو خو لږ سوچ وكړه!

سوچ وكړه چې ته اصلا څوک یې او له ځانه څه لرې؟ دا چارچاپير نعمتونه دې له کومه کړي؟ آیا همداسې نه ده چې: (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً) (اسرا ۷۰) (په حقيقت كې مونږ پر بني آدم پيرزوينه وكړه او هغو ته مو په وچه او لمده کې سپرلۍ وركړې او هغو ته مو له پاكو شيانو روزي ورپه برخه كړه او پر خپلو ډيرو مخلوقاتو مو ښکاره لوړتيا وروبښله). هغه ټول نعمتونه چې:(وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ اللّهِ لاَ تُحْصُو هَا) (النحل۱۸) (كه چيرې د الله د نعمتونو شميرل وغواړئ،نونه يې شئ شميرلاى.)

ته شرمیږې، خو الله ېې په ډاګه اعلانوي…

سبحان الله! دا وو د ټولو انسانانو لپاره د الله عزوجل عام نعمتونه، خو د مؤمن په اړه: د رسول الله صلي الله عليه وسلم دا خبره واوره چې فرمایي:کله چې الله عزوجل له کوم بنده سره مينه وكړي، نو جبرئیل عليه السلام ته اعلان کوي چې: الله عزوجل له فلاني سره مینه لري نو ته هم ورسره مینه وکړه. جبرئیل عليه السلام له هغه سره مينه كوي او بیا په آسمانونو کې اعلان کوي چې الله له خپل فلاني بنده سره مینه کوي نو تاسو هم له هغه سره مینه وکړئ. بيا د آسمان اهل له هغه سره مینه کوي او وروسته په ځمکه کې هم محبوب ګرځي يعنې (الله یې د انسانانو په زړونو کې محبت اچوي). (متفق عليه) څومره عجیبه ده! ته شرميږي چې د خلکو په وړاندې ووایې: زه له الله سره مینه لرم نو ځكه لمونځ کوم، حجاب اغوندم، نامحرمو ته نه ګورم، حرام نه ترسره كوم… هو! ته د خپلو ملګرو په وړاندې د دې جملاتو په ویلو شرمیږې، خو الله ته وګوره چې خپله مینه نه پټوي او په آسمانونو کې یې اعلانوي، جبرئيل خپله مينه نه پټوي او دا مینه يوازې په آسمانونو او د ملایکو تر منځه هم نه پاتيږي بلکې په ځمکه کې هم د الله د محبوب لپاره د زړونو كړكۍ پرانيستل كيږي. اوس نو ښه ده چې دې ته هم ځير شې چې: ته چې په د ژوند په هره شيبه كې الله جل جلاله ته اړ یې، له هغه سره د مينې په ښكارندويۍ شرميږې، خو الله چې تا ته هیڅ اړتيا نه لري او نه هم ته ورله هيڅ ګټه رسولاى شې، خپله مينه داسې څرګندوي.

که الله مینه درسره وکړي نو څه به وشي؟

بيا به نو ستا له دښمن سره د دښمنۍ اعلان وکړي، هغه سپيڅلى ذات به ستا غوږ شي چې پرې واورې، سترګې به دې شي ترڅو پرې ووینې، لاس به دې وګرځي چې پرې نیول کوې او پښې به دې وګرځي چې پرې درومې… نور څه؟ نور دا چې كه څه ترې وغواړې در به يې کړي او که ورله پناه یوسې نو پناه به درکړي… يا الله! دا څومره لوړ شان دی او د چا لپاره دى. هو، دا مقام يوازې د هغو لپاره دى چې الله ورسره مينه وكړي. باور دې نه راځي؟ نو غوږ شه چې د رحمت بني څه فرمايي: الله جل جلاله فرمايي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي نو زه ورسره د جګړې اعلان کوم، مؤمن بنده له هغو كړو څخه چې ما ته گران دي، په فرايضو ډير رانږدې كيږي او بيا په نوافلو سره دومره رانږدې کیږي چې زه ورسره مینه وکړم، کله چې ورسره مینه وکړم نو زه یې غوږ کیږم چې پرې اوري به، سترګې یې کیږم چې پرې ويني به، لاس یې کیږم چې نیول به پرې کوي او پښې یې کیږم چې پرې درومي به، که څه را نه وغواړي ورکوم یې او که پناه راته راوړي نو پناه ورکوم. (رواه بخاري) سبحان الله! آيا اوس ډاډه شوې؟ حافظ ابن حجر په فتح الباري کې د دې حدیث په شرح کې وايي: دا مثالونه دي او معنی یې دا ده چې الله ‚ عزوجل خپل بنده ته په هغو اعمالو کې چې پدې اعضاوو سر ته رسيږي، توفیق ورکوي او د اعمالو په اړه ورسره علاقه پیدا کوي، پداسې ډول چې د وجود غړي یې ساتي، غوږونه یې له بدو خبرو، سترګې یې له منهیاتو، لاسونه یې په بدو چارو کې له ککړیدلو او پښې یې په باطل پسې له تلو څخه ساتي.

نو همدا د الله دوستان دي چې: (أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ) (پرته له شكه، د الله پر دوستانو هيڅ ویره نشته او نه هم خپه دي.) هغوی چې: (الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ) (ايمان يې راووړ او تقوى يې غوره كړه) نو: (لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ) (یونس ۶۲-۶۴) (د دوى لپاره په دنيا او اخرت كې زيرى دى)…. هو، هغه زيرى چې خوږ محبوب له مهربان خداى څخه موږ ته راوړى: (خپلو نیکو بنده ګانو ته مې داسې نعمتونه چمتوکړي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اوریدلي او نه د چا په زړه کې را ګرځیدلي دي.) (متفق علیه)

افسوس پر موږ….

زموږ پر حال خو ژړا په كار ده چې څومره ټيټ او بې ارزښته سوچونه لرو… هغه هلک له ما سره مینه نه کوي… دا نجلۍ راته پاملرنه نه كوي، ملګرى مې خيال نه ساتي… انسانان ارزښت نه راكوي… که دا ټول له مونږ سره مینه وکړي څه به وشي؟ آیا مونږ به له عذاب څخه بچ کړي؟ آیا ژوند به مو تلپاتی کړي… نه په الله سوګند چې هیڅ ګټه نه شي را رسولای.خو…خو آيا کله مو هم له ځان څخه پوښتلي چې آیا الله له ما سره مینه لري كه نه؟

آیا مونږ دې مقام ته رسیدلای شو؟

ګرانه لوستونکیه! دا څه سوال دی؟ آیا ته پوهیږې چې معامله دې له چا سره ده؟ ستا د معاملې طرف خو حسود، غچ اخيستونكى، کمزورى او ځان غوښتونکى انسان ندى، بلکه ستا معامله له كريم، رحیم، رحمن او رؤف ذات سره ده چې د ځان په اړه فرمايي: (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ (الاعراف۱۵۶) هغه ذات چې فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۳۹) (يقينا الله ټولې ګناوې بښي. هغه بښونكى اومهربان دى.) نو ته څه غواړې، راشه د هغه ذات په لور راوګرځه چې فرمايي: که چېرې مې کوم بنده یوه لویشت راته رانږدې شي، زه به یوه ذراع (د یوه لاس په اندازه) ورنږدې شم، که یوه ذراع رانږدې شي نو زه به یوه باع (د دوو لاسونو په اندازه) ورنږدې کیږم او که ما ته په ورو ورو رانږدې شي نو زه به په بيړه د هغه په لور ور وړاندې شم. (بخاري) سبحان الله… څوك ستا لور ته په بیړه راځي؟ الله عزوجل له خپل ټول جلال او عظمت سره چې:. لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ. (الحديد۱-۳) يعنې: (هر څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، د الله پاكى يې بيان كړې ده، او هغه بر لاسى، حكمت والا دى. د آسمانونو او ځمكې د سلطنت مالك همغه دى، ژوند بښي او مرګ وركوي، او هغه پر هر څه قادر دى. همغه لومړى هم دى او وروستى هم، او ښكاره هم دى او پټ هم، او هغه پر هر شي پوه دى.)

هغه كسان چې الله پرې وياړي

ګرانه وروره او خورې! آیا ته د الله په عبادت ستړى کیږې؟ خو آیا پوهیږې چې الله عزوجل پر كومو انسانانو وياړي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) (المائده۵۴) (اى موْمنانو! كه له تاسې څخه څوك له دين نه واوړي، نو الله به داسې خلك راوړي چې الله ته به ګران وي او الله به هغوى ته ګران وي، له موْمنانو سره به نرمي كوي او پر كافرانو سختي، د الله په لار كې به جهاد وكړي او د هيڅ ملامتوونكي له ملامتۍ به نه وېريږي. دا د الله فضل دى، چا ته يې چې خوښه شي وركوي يي. الله پراخي وركونكى او عالم دى.) سبحان الله. هغه چې له الله سره مینه کوي او الله له دوی سره.

له بنده سره د الله د مينې نښې

په احاديثو كې له بنده سره د الله د مينې نښې په لاندې توګه ذكر شوې دي:

۱- د دنیا په وړاندې ملاتړ: الله د هغې مينې پر بنست چې له خپل مومن بنده سره يې لري، هغه له دنيا څخه داسې ساتي لکه تاسې چې خپل مریض د ناروغۍ د اندیښنې په خاطر له خوړلو او څښلو څخه ساتى. (بیهقي)

۲- دینداري: الله كه له چاسره مينه لري او كه يې نه لري، دنيا وركوي، خو دین يوازې هغه چا ته ورکوي چې مینه ورسره لري، نو هغه څوک چې الله دین ور په برخه كړ، په حقیقت کې مینه ورسره لري. (رواه احمد)

۳- ستونزې او ازموینې: څوک چې ډير ثواب وړي، همغومره سخت آزمویښت پرې راځي. کله چې الله له كومې ډلې سره مینه وکړي نو بیا یې په آزمیښت کې اچوي. نو څوک چې په هغه سره راضي شول الله به ورنه راضي شي او څوک چې پرې ناراض شول الله به ورنه ناراض شي. (ترمذی)

۴- له هغه سره د خلكو محبت: څرنګه چې پورته په حدیث کې ذکر شول.

۵- نرمي او مهرباني: كومې کورنۍ ته چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي، نو په هغوی کې نرمي او مهرباني اچوي. (احمد)

۶-نیکه پایله:کله چې الله له بنده سره مینه وکړي، نو هغه خوږ ګرځوي، پوښتنه وشوه: خوږ ګرځول څه معنی؟ ویې فرمایل: د مړينې په وخت كې هغه ته د نیکو چارو توفیق ورکوي، ترڅو يې نږدې خلک ترې خوښ شي.(حاکم)

څرنګه د الله د مینې وړ شو؟

۱- د رسول الله صلي الله عليه وسلم پیروي: (قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ…)(آل عمران۳۱) (ووايه:كه تاسې له الله سره مينه كوى، نو زما پيروي وكړئ تر څو الله له تاسې سره مينه وكړي او ګناهونه مو وبښي.)

۲-له مؤمنانو سره نرمي، له کافرانو سره سختي، د الله په لارکې جهاد او د ملامتوونکو له ملامتي وېره نه كول:څرنګه چې دمائدې په ۵۴آيت كې راغلل.

۳-په فرایضو التزام او پر نوافلو پابندي: وړاندې په حدیث کې يادونه وشوه.

۴- د الله په خاطر خپل منځي مينه:رسول الله صلي الله عليه وسلم په قدسي حدیث کې فرمايي: الله فرمايي: يقينا زما محبت د هغو خلکو په برخه شو چې زما په خاطر یو له بل سره مينه كوي،زما پخاطر یو له بل سره ليده كاته كوي، زما په خاطر يو پر بل مال لګوي او زما په خاطر یو له بل سره اړیکې ساتي. (رواه احمد)

5- له الله سره مينه او خلك د هغه لور ته رابلل: رسول الله فرمايي: يقينا زه داسې كسان پيژنم چې نه خو انبيا او نه هم شهيدان دي، خو د قيامت په ورځ انبيا او شهدا د هغوى په منزلت غبطه كوي. دوى داسې كسان دي چې له الله سره مينه كوي، او خلك د الله مينې ته رابلي، دوى د الله طاعت ته رابلي او كله چې د الله طاعت وكړي، الله هم له هغوى سره مينه كوي. (الهيثمي)

۶- الله درى ډلې خوښوي، ترې راضي دى او دجنت زيرى وركوي:۱- هغه چې په يوازې ځان د الله په خاطر د دښمن له صف سره جګړه كوي، يا وژل كيږي يا هم الله ورله كفايت كوي او بريا مومي. الله فرمايي: زما بنده ته وګورئ چې څرنګه په خپل ځان سره صبر كوي.۲- هغه چې ښكلې مېرمن او نرم پالنګ لري، خو شپه الله ته په عبادت ودريږي، الله فرمايي: دې سړي خوندونه پريښودل او زما عبادت كوي، اوكه يې غوښتي واى نو ويده كيداى هم شواى.۳- هغه چې له كاروان سره د شپې سفر كوي او بيا ټول ويديږي، بيا دى سهارمهال پاڅيږي او په خورا ويره او هيله د الله عبادت كوي.(طبراني)

هغه کسان چې الله جل جلاله ورسره مینه کوي:

قرآني آيتونه شاهدي وركوي چې الله له لاندې خلكو سره مینه لري:

۱- د رسول الله پيروي كونكي (آل عمران۳۱) ۲- متقیان (آل عمران ۷۶)

۳- نیکي کوونكي یا محسنین(آل عمران۱۴۸) ۴- صابرين (آل عمران۱۴۶)

۵- پر الله توکل کوونکي (آل عمران ۱۵۹) ۶- عدالت کوونکي (المائده ۴۳)

۷- پاكان او توبه کوونکي (بقره ۲۲۲)  ۸- د الله د لارې مجاهدین (صف ۴)

هغه کسان چې الله جل جلاله مینه نه ورسره لري:

قران كريم هغه خلك چې الله ورسره مينه نه كوي، په لاندې توګه اعلانوي:

۱- کافران (آل عمران ۳۲)   ۲- تیري کوونکي (بقره ۱۹۰)

۳- ظالمان (آل عمران ۱۴۰)  ۴- مفسدين (مائده ۶۴)

۵- اسراف کوونکي (انعام ۱۱۴) ۶- متكبرين (النحل ۲۳)

۷- ناشكره بدكاران (بقره۲۷۶) ۸- مغرور فخرکوونکي (نساء ۳۶)

۹- خائن، ناشكره، او په ګناه روږدي انسانان (نساء ۱۰۷-حج ۳۸)

د اصلاح پيغام لړۍ

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
    مننه الله ج مو په دواړو دارينو کي کاميابه لره ډیر په زړه پوری مطلب دی الله ج دی موږ ته خپله مينه نصيب کړی امين
    په مينه